مې 09, 2021

د څلورو شهیدانو ورور شهید میر اکبر کامران

د څلورو شهیدانو ورور شهید میر اکبر کامران

لیکنه: مولوي عبدالرشید کامران
قال الله تعالی: إن الله اشتری من المومنین أنفسهم و أموالهم بأن لهم الجنة الآیة. [التوبة:۱۱۱]
موږ او تاسې په ژوند کې ډېر پلورونکي اوپېرونکي وینو، همدا راز ډېر توکي او سامانونه هم د یو بل لاس ته لویږي، خو هغه بیه چې الله تعالی یې کوي، ډېره لوړه ده، الله تعالی فرمایي، چې زه له مومنانو نه د هغوی سر اومال د جنت په بدل کې اخلم، شهید خرڅوونکی او الله تعال اخیستونکی دی، د اسلام تاریخ له شهیدانو ډک دی، ډېر پخوانی تاریخ نه یادوم، افغان اولس د روس او امریکا د اشغال خلاف په میلیونو شهیدان لري، چې یو هم له دې لړۍ نه شهید میر اکبر کامران دی.
شهید میر اکبر کامران رحمه الله د مرحوم حاجي میر حیدر مجاهد پنځم زوی او د خدای نظر اکا لمسی دی، چې په ۱۹۵۵میلادي کال کې یې په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې، مرحوم میر حیدر مجاهد د سلیمان خېل قام د لنډېزو د ښاخ مشهوره او بارزه جهادي څېره بلل کیږي، چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یې ګڼ شمېر جهادي خدمتونه کړي دي، مرحوم میر حیدر مجاهد د شهید مولوي نصر الله منصور رحمه الله له مخلصو ملګرو څخه و، چې د هغه په جهادي جبهه کې یې یو ستر پیاوړی جهادي ګروپ لاره او په هر جهادي کار کې یې د هغه د ځانګړي مشاور حیثیت لرلو. د ثور د اوومې له کودتا نه وروسته مرحوم میر حیدر مجاهد سره له خپلې ټولې کورنۍ په جهاد پیل وکړ او د نورو زرګونو مسلمانانو په څېر دی هم دې ته اړ شو، چې سره له خپلې ټولې کورنۍ ګاونډي هیواد پاکستان ته هجرت وکړي، د قام او قبیلې د نورو په لسګونو شهیدانو تر څنګ مرحوم میر حیدر مجاهد دا ویاړ هم لري،چې د پنځو شهیدانو زامنو پلار او د یوه شهید ورور دی.
قیافه:
شهید میر اکبر کامران د درمیانه قد، غنمرنګې نوراني څېرې، غټو برېتونو، اوږدې ږیرې او د مضبوط پیاوړي وجود څښتن و.
خوی خصلتونه:
شهید میر اکبر کامران صېب ډېر متواضع، بې تکلفه، خوش مزاج، نرم دل او د قوي عزم او ټینګې ارادې خاوند و، کله به چې په مجلس کې ناست و، د هغه اصول به یې کاملا مراعت کول، عام عادت یې دا و، چې خبرې به یې بیخي کمې کولې، په کور او سنګر کې به یې د یو عادي فرد غوندې ژوند کاوه، ځان ته یې څه امتیاز نه ورکاوه، قناعت او صبر یې دومره و، چې په اوبو او وچه ډوډۍ به یې هم ګوزاره کوله، په خپل ځان به یې تل بل مسلمان ته لومړیتوب ورکاوه، د بل د زړه به یې ډېر خیال ساته، له مشرانو سره مشر، له ځوانانو سره ځوان او ماشومانو سره ماشوم و، لنډه دا، چې د بېلا بېلو اوصافو او عادتونو یوه داسې مجموعه و، چې قلم یې د احاطې توان نه لري.
علمي سویه:
قرآن کریم او لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلار مرحوم میر حیدرمجاهد نه ډېرې ژر پای ته ورسولې، الله تعالی ډېر ښه ذهن او قوي استعداد ورکړی و، کله چې د نور محمد تره کي د رژیم په وخت کې د افغانستان جیدو علماوو د جهاد فتوا ورکړه، نو د نورو اولسونو په څېر مرحوم میر حیدرمجاهد هم د هغوی په خلاف عملي مبارزه پیل کړه، نوموړی به سره له خپلو اوو زامنو د جهاد په سنګرونو کې و او د کور ټولې چارې به ترې پاتې وې، شهید میر اکبر کامران هم له هغه وخته د جهادي بهیر ملګری شو، چې له امله یې نورې لوړې دیني زده کړې نیمګړې پاتې شوې.
د کمونستانو په خلاف جهادي مبارزه:
د شهید کامران صاحب شمېر یو له هغو پخوانیو غازیانو څخه کیږي، چا چې د کمونستانو په خلاف لومړۍ عملي او نظامي مبارزه پيل کړه او د جهاد ډګر ته یې ودانګل، په هغه وخت کې چې په مقاومت کوونکو مبارزینو باندې کوم تکلیفونه تېرېدل، هغه له تاریخ پوهانو نه پټ نه دي، د مجاهدینو سر، مال او اولاد هر څه په خطر کې وو، شهید کامران صېب هم د خپل پلار تر څنګ د هیواد د ستر جهادي مشر شهید مولوي نصرالله منصور صېب په جهادي حبهه کې د یو عادي فرد په حیث د جهاد پیل وکړ، په ډېر لنډ وخت کې يې د خپل بې ساري همت، مضبوط عزم او بې پایه حوصلې له وجې د شهید منصور صېب توجه ځان ته جلب کړه او په جبهه کې د یو ستر قومندان په صفت معرفي شو، په ۱۹۸۹میلادي کال کې چې کله د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان دقضیې په اړه دویم کلنی کنفرانس و، نو شهید کامران صېب هم د نورو نامتو قومندانانو په شمول له شهید منصور صېب سره په هغه کې ګډون کړی و.
د جنګ په میدان کې به تر نورو ملګرو مخکې ملا تړلی روان و، کله چې به د کمونستانو په قطار باندې کمین و، یا به د هغوی کومه قرارګاه مجاهدینو محاصره کوله، نو شهید کامران صېب به د نورو مجاهدینو سر ته و، د کمونستانو مشهوره خونړۍ قوه چې جهان پنا نومېدله، د ګردېز په مربوطاتو کې شهید کامران صېب سره له ملګرو له هغې سره د مقاومت په وخت کې محاصره شو، چې بالاخره یې درې روسي شوبلې د خپل راکیټ په مټ تخریب کړې او ځان او ملګري یې له محاصرې نه وژغورل. د جهاد له پیل نه بیا د روسانو تر وتلو پورې یوولس کاله ژوند یې ټول د جهاد په سنګرونو کې تېر کړ.
دطالبانو د تحریک پيل او ورسره د شهید کامران ملګرتیا:
په کال ۱۹۹۲میلادي کې چې کله د روسانو د اخیري ګوډاګي ډاکټر نجیب رژیم نسکور شو ، نو د نورو مخلصو مجاهدینو په څېر، چې له جهاد نه یې هدف یوازې د روسانو د اشغال پای و، مرحوم میر حیدرمجاهد او شهید میر اکبر کامران هم نوره له اسلحې سره مخه ښه وکړه او د عادي ژوند په چارو بوخت شول، په دې دوران کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو په ځانګړې توګه کندهار کې داسې حالات را څرګند شول، چې د تېر جهاد سپېڅلو مجاهدینو او شهیدانو یې خیال هم نه و کړی،په زیاتره ولایتونو کې زورواکو پاټکونه اچولي و او د عامو خلکو نه به یې په زور پيسې اخیستلې، د چا عزت، مال او ابرو خوندي نه وو، پیاوړی هغه و، چې ډېر وحشت به یې کاوه، د داسې حالاتو په پایله کې چې کله په ۱۹۹۴میلادي کال کې له کندهار نه د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ د طالبانو سپېڅلی اسلامي تحریک را څرګند شو، نو د نورو بې غرضه مجاهدینو په څېر مرحوم میر حیدر مجاهد او شهید میر اکبر کامران هم د شهید ملا سیف الرحمن منصور صاحب ترڅنګ ددې تحریک ملګري شول، چې تر پایه د دې سپېڅلي تحریک وفادار ملګري پاتې شول.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خدمتونه:
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې کله شهید سیف الرحمن منصور د کابل په قرغه کې د اتمې فرقې معاون او د ټانک کنډک مسئول و، شهید کامران صېب هم ورسره و او په شمال کې يې د شر او فساد په خلاف سره له خپلو ملګرو برخه اخیستله.
د شراوفساد په خلاف جهاد کې برخه او محاصره کېدل:
په ۱۹۹۷میلادي کال کې په شمال کې د شمالي ټلوالي په خلاف د پروان ولایت په پلِ مټک سیمه کې د طالبانو سخته جګړه روانه وه، شهید کامران سره له خپلو ملګرو په دې جنګ کې شریک و، د شمالي ټلوالي د غدر او دوکې په نتیجه کې طالبانو ته ډېر زیان ورسېد، په دې جګړه کې د شهید کامران صېب شپږ ملګري اسیران شول او اووه ملګري یې په شهادت ورسېدل،د شهیدانو له جملې څخه یو د شهید کامران صېب مشر ورور شهید حاجي ایوب خان هم و، چې د مرحوم میر حیدرمجاهد تر رحلت وروسته د هغه ځای ناستی و، ترشهادت وروسته یې مسئولیت شهید کامران صېب ته ور له غاړې شو، شهید کامران صېب هم سره له یوه بل ملګري محاصره و، له ډېرو سختو تکلیفونو او کړاوونو وروسته غوربند درې ته واوښت، بیا له هغه ځایه په یوه الوتکه کې پنځلسمه ورځ کابل ته را ورسېد.
د طالبانو د واکمنۍ په اخیري کال کې شهید کامران صېب په کابل کې د راکټ لانچر د نښې د ویشتلو پر مهال د مرمۍ د انفجار له امله په مخ باندې سخت ټپي شو او د کابل په چهارصد بستر روغتون کې څو ورځې بستر و، د پرهر تر نورمال کېدا وروسته د استراحت له پاره کور ته راغی، په کور کې یې زخم جوړ او صحت یې برابر شو، د تقدیر فیصله وه، چې په دې وخت کې شهید کامران صېب په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شو، دا هغه وخت و، چې امریکا په افغانستان باندې یرغل کړی و او شهید ملا سیف الرحمن منصور صېب په شاهي کوټ کې د هغوی سره د مقاومت تابیا نیولې وه او سنګرونه یې جوړول، شهید سیف الرحمن منصور شهید کامران صېب ته احوال را ولیږه او له خپلې ارادې یې خبر کړ، شهید کامران صېب که څه هم په ټپي حالت کې و او د تګ توان یې نه لاره، خو بیا هم خپل مجاهدین ملګري او علماء کرام یې سره راټول کړل او شاهي کوټ ته یې د تګ پرېکړه وکړه، کله چې روانېده، نو احوال راغی، چې د شاهي کوټ معرکه پای ته رسېدلې ده.
د امریکا په خلاف مبارزه:
د امریکایانو د اشغال په لومړیو کالونو کې ډېر داسې متزلزل خلک وو، چې په اند یې له امریکا سره مقاومت ناشونی و، نو ځانونه یې د پنا اخیستلو له پاره د کرزي اداري ته تسلیمول، خو بې شمېره هغه مجاهدین، چې د الله تعالي په دې ارشاد ”وتلک الأیام نداولها بین الناس“ باندې یې عقیده او ایمان درلود، هغوی هیڅکله هم فاسد حکومت ته سر ټیت نه کړ.
د شهید کامران صېب یوه پخواني مجاهد ملګري اراده لرله، چې کامران صېب د ځان ملګری کړي او د کرزي ادارې ته ځان وسپاري، تر څو د راتلونکي په اړه اطمینان تر لاسه کړي، کله یې چې له شهید کامران سره دا خبره شریکه کړه، هغه ته یې په ځواب کې اوویل، چې د کرزي ادارې ته ورتګ خو دا مانا لري، چې موږ دا دېرش کاله هسې چټي لګیا وو او موږ چې کوم جهاد کړی، یا مو په دې لاره کې کوم شهیدان ورکړي دي، هغه هم عبث وو، اوس به د غلامۍ ژوند کوو.
د امریکا تر اشغال وروسته شهید کامران صېب مسلسل د مشرانو سره په اړیکه کې و او دې ته انتظار و، چې کله به په دښمن باندې غلچکي بریدونه پیل کوي، کله چې د خارجیانو په وړاندې دمجاهدینو بریدونه پيل شول او مقاومت ورځ تر بلې په زیاتېدو و، نو شهید کامران صېب هم له هغې ورځې د دوی په خلاف مبارزه کې ودرېد او تر ۲۰۱۱میلادي کال پورې یې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې په خارجیانو باندې محشر جوړ کړی و، که یوه خوا يې خارجي اشغالګر او د هغوی غلامان له ستر ګواښ سره مخامخ کړي وو او د ژوند کړۍ یې پرې تنګه کړې وه، بلې خوا ته یې بیا د افغان اولس په زړه کې داسې ځای لاره، چې هر چا خپلې د زړه دروازې ورته خلاصې کړې وې او له خپلو ځانونو نه ورته ډېر خوښ و.
په۲۰۱۰ میلادي کال کې چې کله امریکایانو ته ډېر ستر ستر تلفات واوښتل او یوازې په زرمت کې یې سلګونه ټانګونه په ماینونو او بریدونو کې له منځه لاړل. همدا راز په ۲۰۱۱میلادي کال کې چې کله شهید کامران صېب د اسلامي امارت په تشکیل کې د پکتیا ولایت د رزمت ولسوالۍ نظامي مسئول و هم په زرمت کې دښمن ته درانه تلفات واوښتل. دغه وخت دښمن ته په زرمت کې تر هر څه لوی هدف شهید کامران صېب و، همدا لامل و، چې څو څو ځله پرې سختې چاپې ولوېدې، خو الله تعالی به په خپل قدرت سره د هغوی له ضرر نه په امن کې ساته.
د شهادت ارزو:
دا چې شهید کامران صېب ټول ژوند او ځوانی د جهاد په لاره کې تېره کړه، مختلف زحمتونه او تکلیفونه یې وګالل، د څنګ ملګري یې شهیدان شول، نو طبعي خبره ده، چې د شهادت شوق او تمنا یې هم تر بل هر چا زیاته وه، دا خبره به یې اکثره کوله، چې ژوند د غیرت او مرګ د شهادت خوند کوي، په خپلو زړه کتابچو او یاداښتونو کې یې ډېر ځایه دغه شعر لیکلی دی، چې:
پروت په سرو وینو لت پت په پت کې ښه یم
نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته
هغه به ویل، چې جهاد زموږ ارزو او شهادت زموږ ارمان دی، موږ غواړو، چې خپل سر، مال او اولاد هر څه د خدای په لاره کې قربان کړو، تر شهادت دوه ورځې مخکې یې د دعا پر مهال په سلګیو سلګیو ژړل او له الله تعالی نه یې د شهادت غوښتنه کوله.
شهادت:
د ۱۴۳۲هق کال د روژې مبارکې په اتمه باندې چې د ۲۰۱۱میلادي کال د اګست د اتمې سره سمون خوري، شهید کامران صېب سره له خپلو پنځو ملګرو د زرمت په سلیمانزو کلي کې د شپې پر مهال په یوه کور کې و، چې نا وخته پرې امریکایانو چاپه واچوله، د حالاتو په درک کولو سره سم کامران صېب او ملګري یې له کوره ووتل او مخامخ یوه غره ته وختل، امریکایان هر لورې ته ښکته شوي وو، او ټوله ساحه یې محاصره کړې وه، غوښتل یې، چې کامران صېب سره له ملګرو ژوندی اونیسي، کامران صېب او ملګرو یې همت له لاسه ور نه کړ او د یوې لويې ډبرې تر څنګ یې سنګر اونیو او ځانونه یې مقاومت ته چمتو کړل، یو امریکایي چینوک څرخکه چې د غره په څوکه یې عسکر پیاده کول، وار له مخې د شهید کامران د راکټ لانچر ښکار شوه، د ویشتلو سره سم څرخکې پرواز وکړ، خو د ګوزار له امله یې نور د زړه زور ختم شوی و، تر لږ ځنډ پرواز وروسته د زرمت د سهاکو په موسی والوکلي کې د یوې زړې کلا په برج باندې را نسکوره شوه، پکې سپاره ګڼ شمیر خارجیان ځای په ځای مړه او څرخکه په بشپړه توګه تخریب شوه، چې ورسته یې بیا ډانچه امریکایانو د یوې بلې څرخکې په مټ له دې ځایه یوړه.
له دې نه وروسته بیا شهید کامران صېب او ملګرو یې په هغه پیاده امریکایانو باندې چې لاندې په غره باندې ور ختل، د پیکا ماشیندارو او کلاشینکوفونو ضربې پیل کړې، امریکایان ډېر ور نیږدې وو، ګڼ شمیر یې ووژل شول، د سیمې خلګو د سترګو لیدلی حال بیانوو، چې تر سهاره پورې یې څو څو ځله د خپلو وژل شويو عسکرو جسدونه د څرخکو په مټ له ساحې نه انتقال کړل، کله چې امریکایانو خپل درانه تلفات ولیدل او د ژوندي نیولو تمه یې وخته، نو یې خپله اخیرنۍ حربه وکاروله او دروند بمبار یې پرې وکړ، د هوایي بمبار له امله شهید کامران صېب سره له خپلو ملګرو له اوږد مقاومت وروسته په شهادت ورسېد، نحسبهم کذلک، والله حسیبهم.
د یادونې وړ ده، چې د شهید کامران صېب یو تره ”ملنګ“ او یو ورور ”روزي خان“ د روسانو د اشغال په وخت کې د کمونستانو په مقابل کې په شهادت رسېدلي دي، بل ورور یې ”حاجي ایوب خان“ په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شر او فساد په مقابل جهاد کې په پروان ولایت کې شهید شو، دوه نور وروڼه ”ظریف“ (حقاني) او ”محمد کبیر“ د شهید کامران صېب تر شهادت یوه نیمه میاشت وروسته د ۲۰۱۱میلادي کال د سپتمبر په ۲۲مه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د سیکانو په کلي کې د امریکایي چاپې په پایله کې په شهادت ورسېدل.
نعرض للسیوف اذا التقینا
وجوها لا تعرض للطام
پای

Related posts