مې 09, 2021

د چریکي بریدونو اتل ابوبکر بغلانی شهید شو

د چریکي بریدونو اتل ابوبکر بغلانی شهید شو

حارث البغلاني

وحید الله معصوم تقبله الله چې په ابوبکر بغلاني مشهور و، ملګرو به یې د استاد په نوم ورته غږ کاوه د ۱۳۷۵ لمریز کال د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په قاضي کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې، په خپل پلرني کلي کې یې لومړنۍ دیني او عصري زده کړې ترسره کړې، په ۱۳۹۲ کال کې د مرکزي بغلان عالي لیسې څخه فارغ شو او په همدې کال کې یې د کانکور آزموینه کې هم ګډون وکړ، چې د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره د کونړ ولایت شرعیاتو پوهنځي ته بریالی شو، دقیق دا هغه وخت و چې د خواږه ژوند اتلس پسرلي یې شاته پرېیښي وو او د خدای جل جلاله د دین جذبه یې زړه کې په تودېدو وه، ابوبکر استاد د خدای سره په کړې ژمنې چې دین ته به د قلم او ټوپک له لارې خدمت کوي، په ۱۳۹۳ کال کې د شرعیاتو پوهنځي لوستلو لپاره له کوره مسافر او کونړ ولایت ته رهي شو.

شهید ابوبکر د خپل ځانګړی استعداد په مټ کله چې د ښوونځی زده کونکی و، په مدرسه کې د صرف او نحوې د علومو ترڅنګ په فقهي مسایلو کې زده کړې ترسره کولې او تر څنګ یې د انګلیسي ژبې مهارتونه هم ترلاسه کړل، د خدای تعالی په لقاء تللی ابوبکر د ۱۳۹۶ لمریز کال په وروستیو کې کونړ ولایت شرعیاتو پوهنځي څخه د فراغت ویاړ تر لاسه او سپینه پګړۍ په سر کړه.

وحیدالله معصوم نور نو د قاضي وحید په نوم پېژندل کېده، شهید ابوبکر چې کله د ښوونځي لسم ټولګي کې و، د جهاد مینه یې زړه کې په زرغونېدوو شوه او بالاخره عملاً د جهاد مقدس ډګر ته راننوت، لومړی یې د ګوریلایي جګړو تګلاره غوره کړه، د اسلام پر دښمنانو او لاسپوڅو باندې به یې چریکي بریدونه کول، د شپې لخوا به یې چریکي او غلچکي بریدونه ترسره او د ورځې لخوا به په خپلو درسونو او ورځني کارونو بوخت و، له عمره کم خو له فکر او زړورتیا پوخ مجاهد و، د اسلام علمبردارانو په صف کې بلا خوندور داستانونه دي له عکرمه تر خالده له براء بن مالک تر ابو دجانه له محمد بن قاسمه تر طارق تر اندلسه تر قفقازه تر شامله له هنده تر جزایره لویشت لویشت د اسلامي جغرافیه په رنګینو داستانونه ډک دی، شهید استاد ابوبکر د خپلو اسلافو په نقش او قدم روان و د ژوند ټول بنسټونه او بوختیاوې یې د منتقم رب د دین خدمت ته وقف کړې وې، شهید استاد چې کله په پوهنتون کې زده کړې کولې، خپل جهادي کاروان یې ستړی نکړ د قلم ترڅنګ د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې په مسلحانه جهاد کې یې د خپل رب جل جلاله په فضل د ونډې اعجاز تر لاسه کړ، کله به چې د رخصتیو لپاره کورته راستون شو، سمدلاسه به یې په پټه د چریکي بریدونو ګوریلایي جګړه پیل کړه او د ورځې به یې په تدریس او زده کړو وخت تېراوه.

دغه راز ساتونکی مجاهد د زندان څکه هم وکړه د دولتي لاسپوڅو لخوا ونیول شو او د زندان تورو تمبو شاته وغورځول شو، د څه وخت بند وروسته بېرته آزاد او د خپل مسیر لپاره بیا د قلم او ټوپک مبارزې ته روان شو، څلور کاله یې د شرعیاتو د زده کړو سره سره د اسلامي عسکرو په صف کې هم ترسره کړل او خپله سینه یې د دښمن په هلاکولو سره یخه ساتله، شهید ابوبکر د فراغت وروسته په کور ناسته غوره ونه بلله او عملاً یې یو ځل بیا چګوریایي او چریکي بریدونو په پیل سره پر ظالمانو د ژوند حلقه ورتنګه کړه.

له یو کلنې ګوریلايي جګړې وروسته یې دښمن ته زغم سخت شو او خپلو ټولو امکاناتو سره یې د استاد نیولو او شهیدولو پسې هلې ځلې روانې کړي، یوه ورځ داسې مهال چې چریکي برید یې د سیمې په یو ظالم منافق ترسره کاوه خپله ډېر سخت ټپي شوو، دا چې استاد د ځانګړو جنګي مهارتونو درلودونکی و، همدارنګه په زړورتیا کې د بېلګې په ډول یادېده د شدیدو زخمونو سره سره په الهي نصرت له ساحې ځان ورک او د شپې سخت مزل وروسته یې ځان ملګرو ته ورساوه، له روغتیایي جبهي وروسته یې یو ځل بیا جهاد ته مخه کړه او سمدلاسه یې د جنګي مهارتونو معسکراتو زده کړه هم تر سذه کړه او په معسکراتو کې د استادي تر حده ورسېد، شهید استاد دلته هم ځان پوه و نه ګاڼه او د ماینونو د زده کړې د لاپوخوالي لپاره یې هلې ځلې پیل کړې، چې د رب له لوري د ماینونو په جوړښت کې هم د کمال تر حده ورسېده او په ماینونو جوړولو کې په استادي ونازول شو.

شهید ابوبکر تقبله الله د خپل ځانګړي نبوغ او استعداد سره ډېر ژر د ملګرو رهبري لپاره غوره شو، او په کم عمر کې یې په الهي رحمت سره خپل د رهبري او مشرتوب استعداد راڅرګند کړ، د مشرتابه باور یې وساته او د مرکز مشري مسئولیت هم ور وسپارل شو، استاد دغه وخت کې د مجاهدینو شاګردانو په روزنه پیل وکړ د څه وخت وروسته یې بلا تکړه او پرهیزګار مجاهدین په تخنیکي او جنګي مهارتونو سمبال زده کوونکي د اسلام خدمت لپاره وړاندې کړل، شهید ابوبکر د وخت او ملګرو په غوښتنه مرکزي بغلان چېرته چې دی زېږېدلی و راستون شو، سمدلاسه د شهید امیر مختار په ډلګۍ کې د ګروپ او مرکز مشر وټاکل شو، څنګه چې استاد په جهادي اموراتو کې پوخ او ګړندی و او د زړورتیا اندازه یې جوته وه، د خط لومړۍ کرښه کې یې خپل مرکز جوړ کړ، او همدلته په لږو امکاناتو د دښمن مخې ته ودرېد.

د دښمن څو بریدونو چې د شهید استاد او ملګرو لخوا په ډېر جرئت او سختي سره ناکام شول، بیا د استاد تر شهادته دښمن د برید او تعرض جرئت ونکړ، د اسلامي امارت دغه سرښندونکي مجاهد د ملګرو په وړاندې ډېر حمیده اخلاق درلودل او خپلو مجاهدینو او کلیوالو عوامو سره په شوخي او خوښ انداز چلند کاوه، چې دا کړنې یې د محبوبیت کچه لوړه کړې وه، خو شهید استاد په دښمن هېڅ رحم نه درلود او کله یې هم د هغوی په هلاکت کې ځنډ او خنډ نه منلو، د اسلامي او محمدي سیاست په درلودلو یې په جنګ کې دښمن سره جنایات نه ترسره کول او د جګړې موازین او محرمات یې په ډېره ښه توګه اداء کول، شهید استاد نه یوازې یو حلیم مجاهد وو بلکې ډېر متقي او عابد مسلمان هم و، نوموړی به تل په اوداسه ګرځېده او ویل به یې دا چاره د رسول صلی الله علیه وسلم ډېره خوښه وه او اودس کونکی مسلمان ته یې ورور ویلي دي نو ځکه دا عبادت هر مسلمان باید ترسره کړي.

شهید استاد تقبله الله لکه د نورو مجاهدینو په شان د ژوند تر ټولو ستره غوښتنه د شهادت لوړې درجې ته رسېدل و او کلونه کلونه یې ددې مقام تر لاسه کولو په موخه انتظار وکړ، بالاخره په ۱۴۰۰ کال حمل میاشت په ۲۲ نېټه د جمعې مبارکې ورځ د ماسپيښین دولس بجو پر مهال د لوی مقتدر ذات لخوا ومنل شو، شهید استاد په مرموز او نه اټکل کېدونکي کمین کې چې هېڅ یو خپل ملګری یې ورسره نه و، د لسم سړک جومات ترڅنګ په خپل موټر کې د یو بل مجاهد سره د اسلام دښمنانو له لوري په یو بزدلانه کمین کې په شهادت ورسېد، شهید استاد ابوبکر مطهر جسد د سړک په سر و، دولتي ټانګونه ورغلل او شهید یې د امنیه قومندانۍ انګړ ته راوست، هېچاته مالومات نه و، چې استاد دې شهید شوی وي، کله چې دښمن وپوهېده چې شهید شوی مجاهد ابوبکر استاد دی، خپل د سترګو ارامښ د شکرانې لپاره چې استاد پرې خوب بېزاره کړی و هوایي ډزې وکړې او ټول ښار کې د استاد د شهادت آوازه خپره شوه، خو دښمن غولېدلی دی، ځکه استاد داسې روزل شوي مجاهدین او شاګردان په میراث پرېښودل چې هرومرو به د نوموړي لاره به تعقیبوي.

الحمدلله د شهید استاد د لومړی ورځې د ملګرو څخه یې د رائس یو د پولادي عزم لرونکی ملګری ژوندی دی، چې ان شآء الله د چریکي بریدونو انتقامي لړۍ به جاري ساتي، ښاریانو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه څو د استاد بشر وګوري، استاد له قده میانه په ځان کې ډنګر برندی سترګې او خلاص تندی د نورو انسانو نه سیوا نه و، خو د راسخې مقدسې عقیدې له اړخه لوی الله پاک دا عزت ورپه برخه کړی و، دښمن چې کله د استاد په شهادت مطمئن شو، شهید یې په ډېر درناوي او اکرام سره سمبال کړ، د اسلامي او شرعي اصولو سره سم په پوره ادب یې خپلو خپلوانو ته وروسپاره ځکه استاد تل د جنګ اصول مراعات کړي وو نه یې اسیران ځورول او نه یې مثله کوله خو د دښمن په هلاکت کې یې هېڅکله رحم نه کاوه، د جمعې مبارکې ورځ پای نږدې وو، لمر د شهید استاد بېلتون له فراقه غروب ته غاړه ورکړې وه لمر مخو د تعظیم سرونه ځړوند نیولي وو، رڼا د خدای دنیا سره د خدای پامانۍ لفظونه تبدیلول، هر یو په سترګو کې اوښکې او د زړنو درزا یې فریادونه زمزمه کول د لسګونو شاګردانو او مجاهدینو د ژړا سوې انګازې یې د انسانانو زړونه قلمول، بوډۍ مور یې چې ستونی به یې د سلګیو له امله په سختۍ کېکاږه، شهید استاد د بلا ویاړونو او ارمانونو سره تور ماښام کې تورو خاورو ته کوز او خدای لقا ته په نه راګرځېدونکي ابدي سفر روان شوو لاره یې روښانه او فردوس جنتونه یې نصیب آمین.

انا لله و انا الیه راجعون

Related posts