مې 09, 2021

د سولې کانفرانسونه باید څرنګه دائر شي

د سولې کانفرانسونه باید څرنګه دائر شي

د ورځي خبره:

څو ورځې وړاندې په رسنیو کې دا خبره ګرمه وه، چې ډير ژر به په ترکیه کې د افغانستان په اړه یو مهم او ټاکونکی کانفرانس دائر شي چې د افغان قضیې له ښکیلو اړخونو علاوه به د سیمې او نړۍ مطرح جهتونه هم په کې برخوال وي. دغه کانفرانس چې څو اونۍ یې اوازې ډیرې ګرمې روانې وې او حتی د کابل ادارې لخوا ورته بیلابیلې طرحې او پلاوی هم ټاکل شوی و، مګر له ټولو اوازو او تیاریو سره سره دائر نه شو. راځئ دلته د دې کانفرانس پس منظر راوسپړو چې له کومه راپیل شو او د نه دائریدو علت یې څه و.
د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی اداره چې ډونالډ ټرمپ یې مشري کوله په دې شهرت درلود چې د نړیوال سیاست اړوند مهم ګامونه په یوازې سر اخلي او په سیمه ییزه کچه کومه هماهنګي اړینه نه بولي. برخلاف د جو بایډن به مشرۍ نوې اداره غواړي په هره مهمه مسئله کې د ذیدخله او اغیز لرونکو اړخونو سره په سلا مشوره او هماهنګۍ اقدامات وکړي.
دا چې د افغانستان موضوع د جوبایډن د ادارې لپاره یوه له مهموموضوعاتو څخه ده، نو امریکایي چارواکي غواړي د خپلو پوځیانو د خروج سره هم مهال د سیمې د مطرحو جهتونو سره په همغږۍ د افغانستان د مسئلې د حل پروسه هم چټکه کړي، تر څو یې نړۍ ته ښوولې وې چې له افغانستانه تش لاس نه دي راستانه شوي. څه موده وړاندې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کابل ادارې مشر اشرف غني ته کوم لیک استولی و، د دې لیک لومړی بند دا و چې د امریکا متحده ایالاتو له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې تر څو د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هندوستان او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیران او خاص استازي را ټول کړي ، تر څو د افغانستان د سولې پروسې سره د کومک لپاره یوه مشترکه تګلاره جوړه کړي.
د امریکایي چارواکو د همدې ارادې څخه د ترکیې د کانفرانس موضوع راپیل شوه او ویل کیدل چې دغه مهم کانفرانس چې له نړیوالو او سیمه ییزو جهتونو څخه علاوه به بیلابیل افغان اړخونه هم په کې ګډونوال وي، د اپریل میاشتې په نیمایي کې به په ترکیه کې دائر شي.
اما د دې کانفرانس د طرحې کمزوری ټکی دا وه چې د تدویر پلان او نقشه یې امریکایي اړخ په خپل سر ایستلې وه، لکه څومره چې امریکایي اړخ او د کابل اداره د دې کانفرانس په اړه سرګرم ول، د افغانستان اسلامي امارت د کانفرانس د تدویر په اړه دلچسپي نه ښودله. نتیجه دا شوه چې د کانفرانس د تدویر لپاره د امریکایي اړخ یو طرفه هڅې ناکامې شوې او کانفرانس پر خپل وخت دائر نه شو.
دې تجربې وښوده چې د سولې لپاره چې هر ګام اخیستل کیږي، یا کومه غونډه یا کانفرانس جوړیږي باید اقدامات یې یو اړخیز نه وي. لکه څنګه چې امریکایي اړخ نه دی توانیدلی د پوځي فشار په توسط په اسلامي امارت خپلې طرحې تحمیل کړي، دغه راز د سیاسي فشار او فضاسازۍ په توسط هم نه شي کولای یو اړخیز ګامونه واخلي. د سولې لپاره که په راتلونکې کې کانفرانسونه جوړیږي، نو د تدویر له زمان، مکان، موضوع او نورو مشخصاتو پورې ټول جزئیات یې باید په دوه اړخیز تفاهم او هماهنګۍ وټاکل شي تر څو د بریا مخه ومومي.

Related posts