مې 09, 2021

مدارس په تاریخي شالید کې

مدارس په تاریخي شالید کې

لیکنه: شفیق الله بهیر

مدرسه څه شی ده؟
مدرسه هغه اسلامي او تعلیمي اداره ده، چې ټولنې ته پۀ قرآن، نبوي احادیثو، او اسلامي فقه روزل شوي بچیان وړاندې کوي، تر څو مسلمانان په اسلامي چوکاټ کې د ژوند د تېرولو اصول زده، او د ژوند پۀ ټولو چارو کې پلي کړي، مدرسه هغه دیني قلعه ده، چې نړیوالو ته د انسانیت، حقوق پالنې بشر دوستۍ، د ولاء او براء درس ورکوي، مدرسه اسلامي ټولنه د الهی مبارکو ارشاداتو او د نبوي بختورو احادیثو په هینداره کې ځلوي او په دې توګه پۀ مړ ژواندي اسلامي امت کې د هغې ویاړمنې ماضي احساس پۀ څپو کې راولي، چې لويدیځ یې د شاګردۍ او زدکړې ویاړ لري، چې په همدې تعقیب علامه اقبال رحمه الله لیکلي چې د دیکارټ ټول فکري مکتب د امام غزالي رحمه الله په (احیاء العلوم) کې پروت دی، د جان سټورټ میل نه ډېر پخوا امام رازي پر منطق دغه نیوکې کړي دي، ددې لوېدځ پوه د فلسفې ټول اساسات د ابن سینا پۀ ( الشفاء )کې محفوظ پراته دي، د نوي ساینس د تجربې طریقه او د هغه بنسټونه علامه ابن حزم، ابن تیمیه، البیروني او الکندي کشف کړي دي، چې نني مسلمانان ترې خبر هم ندي، ددې ګردې ګډوډۍ علت له قران، حدیث، فقهې او له خپل علمي تاریخ نه د مسلمانانو ناخبري او لیرې کېدل دي.

پۀ مدرسه کې د اسلام پوهانو او بیا پۀ تیره امت ته د منلو او سترو شخصیتونو، لکه صحابه کرام، تابعین، تبعه تابعین، او مشهورو امامانو، او اولیاؤ هغه ویناوې نصیحتونه، وړاندې کیږي، چې انساني ارواح د تل لپاره په دغو علمي سمندرونو کې لامبو وهي، او خپله دیني او مذهبي تنده پرې خړوبوي.

د اسلامي امت د مشهور امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله او د هغه د شاګردانو په باب ګټور معلومات چې د ډېرو ژورو تحقیقاتو او څېړنو په برکت له قران، او حدیث څخه رایستل شوي، په مدارسو کې درس کیږي، خو ځینو متعصبو او نا پوهه اشخاصو دغه ستر اسلامي شخصیت ته په داسې نظر ګوري، چې ګواکې د احادیثو طرف ته د هغه نظر ندی اوښتی، خو دا خبره مطلقه غلطه او دا د هغه د لوی مذهب د پیروانو لپاره یوه ستره خواشینوونکې خبره ده.

د امام صاحب په اړه د هند یو نومیالی محقق او مؤرخ علامه شبلي نعماني رحمه الله څېړنه جوتوي، چې د امت محدثین ټول ددې امام له حلقې څخه بهر ندي یایې استادان دي او یایي د شاګرادانو شاګردان دي.

عبدالرحمن ابن خلدون رحمه الله دا مام صیب په اړه داسي لیکلي، امام ابو حنیفه د احادیثو یو ستر مجتهد شخص و، دلیل یې دادی چې اکثریت خلک یې پر مذهب باور کوي او د یوې خبرې په منلو او نه منلو کې د هغه د رایې درناوی کوي، ددې پر خلاف نورو امامانو او محدثينو د حدیث زغم شرطونه اسانه کړي دي، ځکه چې هغوی د ډیرو احادیثو د روایت فرصت تر لاسه کړ. دا ټول د خپل اجتهاد پایلې دي. پخپله د امام ابو حنیفه رحمه الله شاګردانو تر هغه وروسته چې کله په شرطونو کې څېړنې وکړې نو د هغوی راویتونه ډېر شول، لکه د طحطاوي چې ډېر روایتونه دي او د هغه یو لوړ مقام هم شته خو د بخاري او مسلم په مقام کې نه دی ځکه چې پر کومو شرطونو چې بخاري او مسلم د خپلو کتابونو بنسټ ایښی پر هغو د امت اجماع ده، لکه چې د علماؤ قول دی چې د طحطاوي پر شرطونو اجماع نشته، د بېلګې په ډول د طحطاوي د مجهول الحاله راوي څخه هم راویت اخیستی، او پر همدې دلیل بخاري او مسلم شریف پر طحطاوي لوړ دي، بلکې د سنتو نور مشهور کتابونه هم پرې لوړ دي، چې د طحطاوي شرطونه د هغوی له شرطونو څخه هم ټيټ او هم کمزوري دي.

د مدرسې لومړی بنسټ چا او چیرته کېښودل شو، او لومړنۍ مدرسه په اسلام کې چیرته جوړه شوه. په مکه مکرمه کې لومړنۍ مدرسه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دار ارقم کې جوړه کړه، چې کوم نوي مسلمان شوي صحابه یا د دې کلي صحابه کرامو به چې د اسلام د مقدس دین زده کړې کولې نو هغوی به رسول الله ص ته پۀ خفیه توګه همدغې مدرسې ته راتلل، حضرت عمر فاروق رض هم همدغې مدرسې ته راغلی و، او همدلته پر اسلام مشرف شو.

بیا پیغمبر علیه السلام له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ، او هلته یې پۀ مسجد نبوي کې د ( صفه ) په نوم یوه مدرسه جوړه کړه چې یاده مدرسه کې نږدې ۸۰ کسان طالب العلمان اوسېدل چې د هغوی له جملې څخه یو ابو هریره رضی الله عنه هم و، دغو طالبانو به چې کوم ځای علم حدیث حاصلولو، هلته به دوی خپل جنګي اعداد هم کولو، دا ځکه چې ځیني صحابه کرام به له کفارو سره پر جهاد بوخت وو، او ځیني نورو به له رسول الله صلی الله څخه پۀ مسجد نبوي کې زدکړې کولې، خو د زدکړو تر څنګ یې ځکه اعداد کاوو، چې کله به اړتیا شوه نو همدغه د صفې مدرسې طالبان به د جنګ لومړۍ کرښې ته تلل، خو کله چې اسلام د جزیرة العرب څخه بهر شو او د شام خاوره مکمله فتحه شوه، نو هلته په جامع دمشق کې حضرت ابو درداء رضی الله عنه یوه ستره مدرسه جوړه کړه، چې په هغه کې به په سلهاوو صحابه کرامو او تابعینو دیني زده کړې کولې، دا چې دمشق د افریقایي او غربي هیوادونو لپاره دروازه وه، نو همدغو صحابه کرامو ډیر زیات پر مختګ د مدرسې پۀ توسط وکړ، ځکه مدرسه داسې ډیوه ده چې جهالت او ِتیارې وژني او پر ځای یې رڼا ګانې مینه ورورلي او اخوت را منځته کوي، بیا له هغه وروسته کله چې د دغو پر مختګونو په جریان کې مصر فتحه شو نو مصر ته له ورتګ سره سم حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه د جوماتونو او مدرسو بنیادونه کېښودل، چې په همدې تسلسل کې د سترې جامعې (جامعه ازهر) ډبره هم ایښودل شوې ده، کله چې صحابه کرامو فارس او عراق فتحه کړل، نو هلته یې په جامع کوفه کې یوه مدرسه جوړه کړه، چې دا مدرسه د عبدالله بن مسعود رضی الله په نوم مشهوره شوه، نو په همدې مدرسه کې په زرګونو صحابه کرامو او تابعینو زده کړې کولې، چې یاده مدرسه کې به کله نا کله ۳۰ زره صحابه کرام او تابعین هم راټولېدل، ځکه د نورو په څیر دا مدرسه هم د اسلامي فوج یا اردو یو ستر مرکز هم و، دا ځکه چې له همدې مدرسې څخه به د صحابه کرامو لښکرې تیارېدې او د ځمکې له مخ څخه به یې د شر او فساد ټغر ورټولوه، دا مدرسه د عبدالله بن مسعود رضی الله تر سر پرستۍ لاندې وه، دا چې کوفه د مشرقي هیوادونو لپاره دروازه وه، لهذا له همدې ځای څخه یې په ډیره اسانۍ سره مشرقي هیوادونو ته لاره پیدا کړه، له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روسته د هغه شاګردانو اسود او علقمه رضی الله عنهما ته د مدرسې سرپرستي حواله شوه، بیا له هغوی څخه وروسته ابراهیم نخعي سر پرستي پر غاړه واخیسته، او بیا امام ابو حنیفه رحمه الله ددې مدرسې اهتمام او مسؤلیت پر غاړه واخیست، او له هغه وروسته یې شاګردانو دا مدرسه چلوله، د کوفې څخه وروسته ټول بر صغیر (وړه وچه) د دیني مدارسو څخه ډکه شوه، کله چې سلطان محمود غزنوي رحمه الله هندوستان فتحه کړ، نو په زرګونو مدرسې یې هلته جوړې کړې، همدغه وخت کې د مغل بادشاهانو هم ډېر په چټکتیا سره د مدارسو پر جوړولو پیل وکړ، تر دې چې ښځو هم ګڼ شمېر مدارس جوړ کړل، چې د هغې له جملې څخه د دهلي ښار په مدرسة النساء کې زرو ۱۰۰۰ ښځو د قرآن کریم حفظ وکړ، بیا عثماني خلافت د مدارسو سر پرستي پرغاړه واخیسته او د مدارسو ټول ضرورتونه خلافت عثماني پر غاړه اخیستي وو او همدغه د مدارسو د ترقۍ زمانه وه.

په خراسان کې ديني مدارس:
خراسان ته د اسلام له راتګ وروسته چې د دیني زده کړو د درس او تدریس دوره پیل شوه لکه څرنګه مو چې مخکې ولوستل صحابه کرامو به چې کومې سیمې فتحه کړې نو هلته به یې سم د لاسه مدارس او جوماتونه جوړول، نو همدا کار یې خراسان کې هم وکړ، خو بیا د اسلام له راتګ څخه وروسته په خراسان کې په بیلا بېلو ډولونو دیني تعلیم کیده.

په عباسي دوره کې په دې سیمه کې زیات مساجد او مدارس اباد شول، د ځینو تاریخونو په حواله په دې کې داسې مدارس هم وو، چې تر درې زرو پورې طالبان یې لرل. د څلورمې هجري پېړۍ په لومړیو کې د سلطان محمود غزنوي په واکمنۍ کې په غزني کې د یوه روښانه اسلامي تمدن بنسټ کېښودل شو، چې په دې کې د منظمو دیني مدارسو ترڅنګ د هغه وخت د پر مختللو عصري علومو او مهارتونو مرکزونه هم تاسیس شول.

په شپږمه هجري پېړۍ کې د سلطان غیاث الدین غوري لخوا د هرات جامع جومات جوړ شو، چې اوس هم شته او دا ستر جومات د دیني دعوت او تعلیم د یوه مرکز حیثیت لرۀ، ورسره په دغه سیمه کې نورې دیني درسګاوې هم تاسیس شوې او په همدی لړ کې د بلخ دیني مراکز هم د یادونې وړ دي د خراسان مسلمانو واکمنو او دیني علماوو په هره پېړۍ کې ددیني مراکزو او مدارسو پالنه کړې خو له دې سره د عامو خلکو او دیني اشخاصو په مټ خصوصي زده کړې هم تل روانې وې.

دولسمه پېړۍ د اسلامي نړۍ د سیاسي کمزورۍ، سیاسي وېش اود دیني تفرقې پېړۍ وه عثماني خلافت د زوال لورته ګامونه اوچتول، د عالمګیر له مړينې وروسته مغلي سلطنت تش په نامه او کمزورې واکمنې وه، د عثمانی خلافت له راپرځېدو سره سم مدارس هم له سقوط سره مخ شول، خو په هند کې د شاه ولی الله د پيروانو دعوتي لاره بریالۍ وه. او د افغانانو او هند تر مینځ ددیني او فکري اړیکو تار بیا هم ونه شلېده، د دیارلسمې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د انګریزانو واکمنۍ په ټوله سیمه سیوری وغوړاوه، بل لور ته پر پنجاب د سیکانو ظلم او سلطې ددې ځای مسلمانان له ستونزو سره مخ کړي وو.د شاه ولی الله رحمه الله لمسي او د شاه عبدالغني زوی شاه اسماعیل او د هغه ملګري سید احمد بریلوي رحمه الله په پنجاب او د پښتنو اړوندو سیمو کې د سیکانو خلاف په جهاد لاس پورې کړ. په زرګونو علماء او طالبان ورسره وو، له سیکانو یې پراخې سیمې فتحه کړې، ددغو غازیانو او قبایلي او افغاني علماو تر مینځ روابط وو، دغه دواړه غازیان له سیکانو سره په جګړه کې په شهادت ورسیدل، خو د هند او افغاني اسلامپالو ترمینځ دیني اړیکې همداسې ټينګې پاتې شوې.

په ۱۸۵۷ میلادي کال د هند په نیمه وچه کې د انګریزي استعمار په وړاندې د مسلمانانو پاڅون نه یوازې ناکام او خنثا شو بلکې د هند خاوره د انګریزي استعمار لخوا د مسلمانانو په وینو ولړل شوه.

دا وخت د هند ددیني طبقې په مینځ کې یوه بارزه څېره مو لانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله موجود و، چې د ازادۍ په جګړه کې یې د یوې حوزې مشري هم کوله، د پاڅون د ناکامۍ پر مهال یې ډير مشکلات وګالل.

وروسته یې د مسلمانانو د فکري پیاوړتیا او دیني پوهې په موخه له ځینو نورو دیني علماوو سره په ګډه په ۱۲۸۳هجري د محرم الحرام په ۱۵ مه چې د ۱۸۶۶ میلادي کال د مۍ د میاشتې له ۳۰ مې نېټې سره سمون خوري د اتر پردیش ایالت د سهارنپور ولسوالۍ د دیوبند یو نظر وتلي ښار ګوټی کې د (مدرسه عربیه اسلامیه) په نامه دیوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده، دا مدرسه د وخت په تېرېدو سره په (دارالعلوم دیوبند)مشهوره شوه دیوبند ته د عربي نړۍ ما ورالنهر او افغانستان څخه هم طالبان ورتلل او دغه مرکز پر ټوله سیمه اغېز وکړ چې اوس یې د نړۍ په کچه شهرت پیدا کړی دی او ګڼ شمېر مسلمانان پکې دیني زدکړې کوي.

له څرک مجلې څخه په مننې.

Related posts