مې 09, 2021

د څلورو څلور تمې!

د څلورو څلور تمې!

صلاح الدین “صارم”
د نړۍ د هرې ورځې بدلېدونکي سیاست ته په کتو سړی نه شي کولای پرېکنده ووايي چې خامخا به داسې کیږي، د سیاست ډېر ژور سیاستپوهان هم په ډېرو مسئلو کې بار بار ناکام شوي او کړی اټکل یې غلط ثابت شوی، په تېره زمونږ د هیواد په هکله خو سیاست پوهان څه چې هغه ککرۍ هم سربداله دي چې د نړۍ د ډېرو برخو سیاستونه یې په لاس کې وي او د ډېر واک خاوندان دي.

دا د امریکا څلورم ولسمشر دی چې زمونږ د هیواد په قضیه کې لار ترې ورکه شي اوږده روانه کړې پروسه په ټپه ودروي او د یوه کاذب امید په تمه شي، موږ نه پوهیږو چې نړۍ مونږ ته بیا څه اراده کړې او په دې خاوره کې بیا کومې تجربې تکراروي، له امریکایانو سره د اتلسو میاشتو په دوران کې د اوږدو مذاکراتو له منځه د دوحې تړون رامنځته شو چې په رښتیا هم د نړۍ، سیمې او هیواد په سطحه خورا امید بښونکی و.

خو د ټرمپ د حکومت په ختمېدو او د نوي حکومت په راتلو سره یې دویمه مرحله (بین الافغاني مذاکرات) ټکني شول او تر ډېره یې افغانان له ناهیلۍ سره مخ کړل، دغه راز په هیواد کې روان وضعیت ته په کتو سره داسې برېښي چې د امریکا د نوي حکومت مشر هم د خپلو دریو نورو سلفو په څېر یوه کاذب امید اخیستی او هیله من به وي چې که وکولای شي هغه ګټې دی ترلاسه کړی شي چې له ده مخکې دری نور پکې ناکام شول.

په ښکاره ډول د دوحې له تړونه تخطي، په ټاکلې نېټه دعسکرو دوېستلو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې او په ملکي خلکو د بمبارونو څخه همداسې جوتیږي چې جوبایډن هم د ټرمپ تجربه تکراروي او دیو لړ فشارونو په راوړلو سره به طالبان هغه تنزل ته اړکړي چې دوی یې غواړي، همدا لامل دی چې په ورته ډول ده هم د کابل چارواکو په خوښه یا ناخوښه دکندهار، هلمند او خوست د صبریو په جنایت لاس پورې کړ چې ښکاري دغه لړۍ به یې یوه لنډه موده نوره هم دوام پیداکړي .
اوس پوښتنه داده چې ایا دفشارونو دغه نوې سلسله به له هغه پرته کومه بله نتیجه ورکړي چې له ده مخکې تللیو نورو سیالانو(ټرمپ، اوباما اوبوش ) ته یې ورکړې وه ؟

هیڅکله نه ! هلته چې طالبان کمزوري وو اوله وېرې ترهې سره مخ وو، په هیواد کې څه چې دځمکې پرمخ یې یوقدم ځای نه و، ووژل شول، ونیول شول، وځپل شول او دفشارونو دغه لړۍ پرې تم نه شوه، بلکې تېزه شوه او لاهم پسې تېزېدله، خو بیا یې هم هغه نتیجه ورنکړه چې اشغالګرو غوښته اوپه دې تمه وو چې نور هرډول مقاومت له منځه تللی او موږ چې څه کول غواړو هغه به دلته کیږي.

خو ایا رښتیا هم همداسې وشول ؟! نه هیڅکله نه! بلکې همدا تهدیدونه، فشارونه، وژنې، بمبارۍ او وحشتونه یې دبېرته راپورته کېدو سبب شول، راپورته شول، مقاومت یې وکړ، سره یو موټی شول اوڅومره چې پرې دغه فشارونه زیاتېدل همدومره یې غبرګون توند او تېزېده، تر دې چې د نړۍ او امریکا پوهان ټول په دې نظر شول چې دافغانستان قضیه نظامي حل نه لري، سیاست او خبرې اترې یې وروستی حل دی.

لنډه داچې نه یواځې فشارونو کومه نتیجه ورنکړه، بلکې خبره معکوسه شوه کمزوري غالب او زورور بې وسه شول، ځکه خو ډېری پوهان اوس وايي : ای کاش چې په لومړي سر کې له زور نه! بلکې له تعقل کار اخیستل شوی وای، دبن په غونډه کې یې حضور او سیاسي مشروعیت منل شوی وای نن به مو داحال نه وو .
دخوست ، کندهار او هلمند پېښو ته چې سړی ګوری نه پوهیږي چې دا ترخه تجربه بیا ولې تکراریږي په داسې حال کې چې مجاهدین نه یواځې داچې له نظامي لحاظه غښتلي شوي، بلکې په سیاسي لحاظ یې هم نړیوال وجاهت موندلی او خورا ډېر رسوخ یې کړی، نو څه ډول به بیا دغه فشارونه مطلوبه نتیجه ورکړي ؟؟!

له څرک نه په مننې.

Related posts