مې 09, 2021

موږ څه ډول نظام غواړو؟!

موږ څه ډول نظام غواړو؟!

 د ورځې خبره:
د افغانستان اسلامي امارت د فساد، ظلم او نارواد له منځه وړلو او په هیواد کې د یو مرکزي اسلامي حکومت د قیام په موخه تأسیس شوی. د ګران هیواد د اشغال څخه وروسته زموږ د مبارزې دوه لوی او مهم اهداف د افغانستان خپلواکي او د اسلامي نظام نفاذ دي.
کابل رژیم او یو شمېر یرغل پلوي رسنۍ او شنونکي بار بار وایې چې طالبان څه ډول اسلامي نظام غواړي؟دوی په عارفانه تجاهل سره په خلکو کې د تشویش خپرولو هڅه کوي او غواړي چې اسلامي نظام یو نابلده او نه پلي کیدونکی سستم وښیي!!
اسلامي نظام نه په نظري لحاظ او نه هم په عملي توګه کوم مبهم سستم دی. په قران کریم، احادیثو او فقهې کې داسلامي نظام تعریف، مبادي او اصول بیان او تدوین شوي او په عملي لحاظ اسلامي نظام سلګونه کلونه حاکم پاته شوی. د اسلامي نظام د امن او شفقت په سیوري کې دنړۍ بېلابیلو کفارو پر امنه ژوند تېر کړی، او د اسلامي حکومت په سقوط سره نړیوال له خورا ډیرو او پراخو زیانونو سره لاس او ګریوان شوي، خو متاسفانه چې اوس اسلامي نړۍ د خپلو نمک حرامو بچیانو د خیانت له امله د اسلامي نظام له حاکمیت څخه بې برخې ده او د سیکولریزم او کمونیزم د واک او جبر له مختلفو بڼو ځوریږي.
موږ افغانستان کې څه ډول نظام غواړو؟
موږ په ګران هیواد کې داسي اسلامي نظام غواړو چې قاتل قصاص شي، لاره شکونکي ته خپله سزا ورکوله شي، پر زناکار حد تطبیق شي. د ظالم لاس له ظلم څخه لنډ شي. مظلوم د ظالم له ظلم څخه خلاص شي. رشوت خور په سزا ورسیږي. له غاصبینو د بیت المال او مظلومو هیوادوالو حقونه بیرته واخیستل شي.
موږ داسي اسلامي نظام غواړو چې د ښځو ټول حقونه پکې خوندي وي، په میراث کې حق ولري، په بدو کې ور نه کول شي. د نکاح او خاوند د انتخاب حق یې ثابت وي، پر پاک لمنې ښځې تور پوري کونکی په دُروو، ووهل شي او ښځه په تعلمي، صحي، تجارتي او اجتماعي چارو کې د شرعي پردې په رعایتولو سره ټولنې ته خدمت وکړي.
موږ داسي اسلامي نظام غواړو چې مځکنۍ بشپړتیا مو حفظ وي، هیواد کې مو پردي پوځونه، اجنبي فکر او غربي قانون واکمن نه وي.
موږ داسي اسلامي نظام غواړو چې دیني ارزښتونه، ملي ګټې، خپل کلتور او روایات مو محفوظ وي.
موږ داسي اسلامي نظام غواړو چې د ولس ټولنیز او انفرادي حقوق، حیثیت او حریم خوندي وي. دخلکو سر، عزت، ناموس او مال ته څوک په بده نشي کتلای او د ژوندانه ټولې چارې مو د شریعت مطابق وي.
موږ ته هغه نظام په هیڅ صورت د منلو او زغملو وړ نه دی، چې د ملت قاتل پکې مارشال وي، غل پکې قاضي وي. غاصب پکې سناتور وي.
موږ داسي نظام نه غواړو چې ولسمشر پکې په ویاړ سره خپله اصلي دنده د نیویارک او واشنګټن ساتنه ګڼي او دهمدې د ندې د ترسره کولو لپاره افغان ماشومان او میرمنې قتلوي، مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او روغتونونه بمباروي او دیرغلګرو قاتلو جنرالانو په غاړه کې ګلونه اچوي او مډالونه ورکوي.
موږ داسي نظام نه غواړو چې د ولسمشر دفتر کې اداري او اخلاقي فساد انتهاء ته رسیدلی وي او همدا شرمونکي او کرغیړن اعمال د چارواکو په عزل او نصب کې ټاکونکی رول ولري.
موږ داسي جمهوریت نه غواړو چې د واک ساحې ته یې د جمهوریس له خبرتیا پرته د یرغلګرو ځواکونو ملکي او پوځي مشران راځي، جمهوریس هلته ورغواړي او دخپلو ساتونکو په لیکه کې یې دروي!!
خلاصه داچې موږ داسي اسلامي نظام غواړو چې د نر او ښځې، لوی او کوچني، مسلمان او کافر حقونه پکې مراعتیږي، د امن او عدالت یوه نمونه وي، دخپلو حقونو دفاع وکړي، استقلال وساتي، هر یرغلګر او بلواګر ته تاریخي شکست ورکړي او دخپل دین، هیواد، خلکو، عزت، ګټو او حیثیت ساتنې ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي. پر دې واقعیت سترګې نشي پټېدلای چې تر بل هر سستم په اسلامي حکومت کې زموږ معنوي او مادي ګټې ډیرې خوندي کیدلای شي. ځکه اسلامي نظام زموږ د اشتراک هغه نقطه ده چې ټول قومونه او قشرونه خپل حقونه او ګټې پکې ویني او دا هم یوازي او یوازي اسلامي نظام دی چې یو مترقي او پیاوړی افغانستان تضمینولای شي.

Related posts