مې 09, 2021

جهاد او تبلیغ، د شیخ الاسلام مفتي تقي عثماني صاحب له نظره…!!

جهاد او تبلیغ، د شیخ الاسلام مفتي تقي عثماني صاحب له نظره…!!

خلاصه ژباړه: موسی فرهاد

د لغت له پلوه ”جهاد“ هڅې او کوښښ ته ویل کیږي، چې دا یو عام مفهوم دی، یعني د دین د خدمت لپاره چې هر رنګه هڅه وشي، د جهاد په دې لغوي تعریف کې راځي، ولې په اصطلاح کې جهاد هغې مقابلې ته ویل کیږي چې په سر او مال سره د دښمن په وړاندي عملاً د اعلاء کلمة الله دپاره تر سره شي، هغه که د دښمن د یرغل په دفاع کې وي او که خپله مسلمان پر دښمن باندي هجوم ور وړي، یعني تهاجمي او دفاعي حالت دواړو ته د جهاد تعریف شامل دی.

د جهاد مقصد:
ځیني خلک فکر کوي چې د جهاد مقصد دا دی چې په زور په نامسلمانو وګړو اسلام ومنل شي، حالانکه دا یې غلط فکر دی، او دا په حقیقت کې د مستشرقینو او صلیبي پاپایانو پروپاګند دی چې وایی اسلام خلکو پخپله خوښه نه دی منلی بلکي د توري په زور په خلکو منل شوی، او دوی د جهاد د مشروعیت هدف همدا ګڼي چې نور خلک په جبر اسلام ته واړوي، کنه وژل کیږي به.
حالانکه دا پروپاګند دی، هیڅ واقعیت نلري، ځکه چې الله تعالی فرمایی: ”لا إِكْراهَ فِي الدِّينِ“ او بل ځای فرمایی: ”فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ“ له دې آیتونو نه واضح څرګندیږي چې د اسلام په منلو کې جبر نشته، بلکي د هر چا خپله خوښه چې ایمان راوړي او که کفر غوره کوي.

د اسلام په ټول تاریخ کې داسې بېلګه نه موندلای کیږي چې مسلمانانو دې یو ځای فتح کړی وي او بیا دې د هغه ځای خلک په زور اسلام راوړلو ته مجبور کړل شوي وي. بلکي پر خپلو عقایدو پریښودل شوي. مګر وروسته د دعوت له لاري پخپله خوښه اسلام ته داخل شوي دي.
نو اوس خبره دا ده چې د جهاد اصل مقصد د کفر دبدبه، رعب، ستم او ځواک ماتول دی. ځکه کفر چې کله ځواکمن شي، نو بیا په ځمکه کې فساد کوي، د خپلي خوښي قوانین پر ټولو انسانانو تطبیقوي، هیڅوک نه پریږدي چې د دوی د اقتصادي، نظامي، سیاسي او کلتوری اغیز څخه بهر ژوند وکړي. هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د الله د قانون په رڼا کې خپلي اجتماعي او حتی انفرادي چاري پرمخ بوځي.

له همدې وجې الله تعالی پر مؤمنانو دا فرض ګرځولې چې هیڅکله به کفر ته د غلبې اجازه نه ورکوئ، بلکي د اسلام د کلمې د لوړوالي لپاره به د خپل سراو مال قرباني ورکوئ. د دې لپاره نه چې په خلکو په زور اسلام قبول کړل شي. بلکي د دې لپاره چې د کفر ځواک تر دې حده مات شي چې پر اسلام او مسلمانانو باندي غالب و نه اوسي.

جهاد که دفاعي وي او که تهاجمي د مسلمانانو لپاره یو مهم فرضي عبادت دی، مګر نن سبا یو شمېر خلک چې په دین کې د تجدد پلویان دي؛ هغوی وایی چې جهاد یوازي دفاعي شته، تهاجمي نشته.

دغه متجددین ظاهراً ځانونه د اسلام مدافعین ګڼي، د کفارو د دې اعتراض په ځواب کې چې هغوی وایی اسلام د توري او جبر له لاري دنیا ته خپور شوی؛ دغه متجددین وایی چې نه، جهاد خو په اسلام کې فقط د دفاع لپاره فرض شوی، تهاجمي جهاد نشته. یعني ظاهراً خو د کفارو د اعتراض جواب کوي، خو په حقیقت کې تحریف کوي، ولي چې تهاجمي جهاد بیخي د اسلام حکم نه ګڼي.

او په دلیل کې دا ډول آیتونه را نقلوي: « اذن للذین یقاتلونه بأنهم ظلموا» یعني هغه خلک چې پر دوی باندي ظلم شوی؛ د قتال اجازه ورته شته. او یا دا آیة: « وقاتلوا فی سبیل الله الذین یقاتلونکم ». یعنی د الله به لاره کې له هغه چا سره قتال وکړئ؛ چې هغوی له تاسو سره جنګ پیل کړی وي.

ظاهره خبره ده چې له دې آیتونو نه خو دفاعي جهاد ثابت شو اما تهاجمي جهاد خو نه ورڅخه ثابتیږي. نو مطلب د دوی دا ادعا ثابته شوه چې جهاد فقط د خپلي دفاع لپاره جایز دی، ولي تعرضي جهاد په اسلام کې نشته.

حالانکه دا داسي یوه خبره ده چې د اسلام له ابتداء څخه تر ننه پوري هیڅ فقهاؤ، محدثینو او علماؤ څخه دا خبره چا نه ده اوریدلې.

ځواب:
د دې خبري وضاحت دا دی چې: د جهاد احکام په تدریجي شکل نازل شوي دي، ترټولو لومړي په مکي ژوند کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له توری اوچتولو بلکل منع کړل شوی و. په صبر او ځان ساتني سره امر شوی و.

بیا دویمه مرحله داسي راغله چې د جهاد اجازه مسلمانانو ته وشوه، خو ورباندي فرض بیا هم نه و، « أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ…» بیا درېیمه مرحله راغله چې مسلمانانو ته د جهاد اجازه په امر بدله شوه « وَ قَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ » بیا څلورمه مرحله راغله چې پر مسلمانانو جهاد په قطعي ډول فرض وګرځول شو. « كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ ۖ » ورپسی پنځمه مرحله کې د سورة توبي دا آیة نازل شو چې: « فَإِذَا انسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ …الآیة».

په هر صورت له دې ټولو آیتونو نه ثابته شوه چې د جهاد دواړه صورتونه پرمسلمانانو فرض دي، هم دفاعي جهاد او هم تهاجمي جهاد. هغه خلک چې له ځان نه تفسیرونه او تعبیرونه کوي، او په دوکي سره د لومړۍ مرحلې آیتونه را اخلي دلته یې تطبیقوي او نورو آیتونو باندي سترګي پټوي؛ نو دا ښکاره دروغ او د قرآن تحریف ګڼل کیږي.

تبلیغي جماعت او یوه غلط فهمي:
پورتنۍ خبره خو د هغو متجددینو (نوښتګرانو) وه چې غواړي اسلام په ماډرن او جدید طرز د لویدیځ د مزاج مطابق تشریح کړي، چې یوه تشریح یې همدا د تهاجمي جهاد نفي کولو هڅي دي. چې د قرآنکریم له صریح حکم خلاف دی او جواب یې پورته ذکر شو.

ولې دویمه ډله هغه دینداره خلک دي چې هغوی د جهاد مشروعیت له بلي زاویې نفي کوي، چې په دې کې متاسفانه د تبلیغي جماعت اکثریت پیروان هم متاثره ښکاري.

دوی وایي چې جهاد صرف هغه مهال او له هغه قوم سره جایز دی چې هغوی دعوت او تبلیغ ته اجازه نه ورکوي، کله چې هغوی د اسلام دعوت او تبلیغ ته کامله اجازه ورکوي، نو بیا ورسره د جهاد مشروعیت باقي پاتي نشو، مسلمانان دې ولاړ سي، د دعوت له لاري دې هغوی اصلاح کړي.

دا خورا خطرناکه مسئله ده، ځکه دا د قرآنکریم د روح خلاف خبره ده، چې دعوت او تبلیغ ته په مطلق اجازې ورکولو سره دې جهاد نفي شي. یوازي په دې اجازې سره خو د جهاد هغه مقصد چې قرآنکریم بیان کړی؛ نه پوره کیږي.

لکه مخکي چې ذکر وشو، چې د جهاد مقصد، د کفر د شوکت او دبدبې ماتول، او د الله د کلمې لوړول (یعني د اسلام حاکمیت) دی.

دا یوازي تبلیغ ته په اجازې ورکولو نه ترلاسه کیږي، بلکي دا مقصد به هغه وخت حاصلیږي چې عملاً د کفري حاکمیت، او د هغوی د هر اړخیزي سلطې د له منځه وړلو لپاره مقابله وشي. او دا مقابله یوازي د توري په وسیله ممکنه ده.

د جهاد لپاره درې شرطونه:
ځیني خلک وایی چې د نبوت په لومړيو ۱۳ کالو کې خو جهاد په همدې اصطلاحي معنی نه کیده. منع تري راغلې وه، مسلمانان په صبر او تزکیة النفس باندي امر شوي وو.

کله چې مسلمانان د علم او اعمالو له پلوه غښتلي شول، او مدني دور شروع سو، بیا د همدې جهاد بالسیف او قتال لړۍ پیل شوه. نو پوښتنه دا ده چې اوس خو هم مسلمانان د تزکیة النفس او اعمالو له اړخه تر هغوی ډېر کمزوري دي؛ پکار دا ده چې اوس هم لومړی تزکیة النفس ته ترجیح ورکوله شي.؟

د دې ځواب دا دی چې په اصولي لحاظ د جهاد د فرضیت لپاره درې شرایط دي: اول د ځان اصلاح، یعني په دې هدف ځان پوهول چې جهاد زه صرف د اعلاء کلمة الله لپاره کوم، نه د اعلاء نفس لپاره. دویم په متفقه ډول د یو امیر شتون. درېیم دا چې مسلمانان به د اسبابو له اړخه څه ناڅه د مقابلې وړتیا لري، که چیري یې وړتیا نه وه، بیا سبب د هلاکت ګرځي.

د اسلام په ابتداء کې چې د جهاد منصوصي اجازه نه وه، حکمت یې ښایی د ځینو شرایطو نه پوره کیدل وو. وروسته خو منصوصي اجازه وشوه او بیا همدا اجازه منسوخه شوې نه ده.

د جهاد په اړه د تبلیغي جماعت موقف:
یو چا پوښتنه کړې؛ چې دا څنګه معلومه شوه چې تبلیغي وروڼه د اقدامي یا تهاجمي جهاد له فرضیت څخه انکار کوي؟! په ځواب کې باید وویل سي چې مخکي به دا خبري ما ته خلکو همداسي د آوازو په شکل رسولي؛ خو ما ډېره توجه نه ده ورته کړې، دا ډول نظریات مې د تبلیغي جماعت نظر نشوای بللی، ځکه چې د خلکو په خبرو کې د غلطۍ او پروپاګند احتمال موجود وي، مګر په دې وروستیو کې ما ته د تبلیغي جماعت د یو ډېر محترم مشر لیکلی مکتوب ورسیدی، چې خپلو سرکرده خلکو ته یې د هدایت په شکل لیکلی و، هغه په ښه شد و مد سره دې ته ترجیح ورکړې وه، چې په دې وخت کې د جهاد په اړه اقدام کول، یا د جهاد پرطرف خلک رابلل او یا د جهاد په اړه فکر کول، په هیڅ صورت درست عمل نه دی. اصل جهاد خو نن سبا همدا دعوت او تبلیغ دی.

د ده په خبره کله چې د دعوت او تبلیغ لپاره لاري خلاصي وی، په دې صورت کې نه یوازي دا چې د وسلوال جهاد هیڅ اړتیا نشته، بلکي مضِر هم دی.
او ورسره یې دا هم لیکلي وو چې دا خبري ښایی په اوس وخت کې د علماء په نظر سمي نه وي، خو ورو ورو به آخر دوی هم په دې پوه او قانع شي.

له دې لیک نه وروسته ما ته څرګنده شوه چې تر دې وړاندي د تبلیغي جماعت په اړه د عامو خلکو خبري ډېري بېځایه او بې بنیاده نه وي. هغه لیک زما سره اوس هم پروت دی، چې څوک وغواړي لیدلی او لوستلی یې شي.

که څه هم ما په دې اړه بیا هم د تبلیغي جماعت ځیني مشران ولیدل، هغوی مې وپوهول چې دا ډول عقاید او خبري ډېري زیاتي خطرناکي دي. باید د مخنیوي او اصلاح کوشش یې وسي.

تبلیغي جماعت او د دین خدمت:
پورتنۍ خبری مې فقط د یو دیني مسئولیت د رفع کولو او د تبلیغي جماعت د حفاظت او اصلاح په خاطر وکړي، کنه نو په دې کې هیڅ شک نسته چې همدا تبلیغي جماعت یو داسي جماعت دی چې د دین لپاره یې ډېر ستر خدمتونه کړي. چې بل څوک ډېر کم د دوی خدمت ته ځان رسولای شي. حضرت مولنا محمد الیاس رحمه الله د دې جماعت بنیاد ایښی، د هغه د اخلاص پایله وه چې همدا جماعت تراوسه د دین په خدمت کې باقي پاتي دی.

لیکن دا یاد ساتل پکار دی چې د یو تنظیم دیني خدمات چې په ډېري تیزۍ سره په دنیا کې خپریږي، نو که هغه په همغه اصلي بڼه چې بنیاد یې ورته ایښودل شوی وي، روان وي، بی شکه چې هغه د ستایلو او مرستي قابل وي.

مګر که کله په ځینو ځایونو کې په هغه کې غلطي پیدا کیږي، غلط افکار پکښي رامنځ ته کیږي، له لاري څخه د چپه کیدو لامل یې ګرځي، نو په دې صورت کې بیا د مؤمن وظیفه دا ده چې د تعاون ترڅنګ یې باید ضرور تنبیه هم وکړي.

او دا ډول غلط افکار له دې وجي په تبلیغي جماعت کې پیدا کیږي چې د علماؤ په نسبت عوام او یا نیم علمه وګړي پکي ډېر دي، علماؤ ته پکار ده چې دا جماعت د ځان وګڼي او د اصلاح ډېر کوشش یې وکړي.

د تبلیغي جماعت مخالفت:
دا چې د تبلیغي جماعت قیادت نن سبا د داسي کسانو په واک کې اوسي چې د هغوی اکثریت په علم کې رسوخ نلري، له همدې وجي وخت ناوخت څه ناڅه نیمګړتیاوي پکي رامنځ ته کیږي.

اما په مجموع کې د دې جماعت مطلق مخالفت هیڅکله جواز نلري. بلکي پکار دا ده چې حتی الوسع تعاون ورسره وشي، خصوصاً علماء کرام دي په خپل شمولیت سره دا ډله نوره هم غښتلې کړي. او د اصلاح په لاره کې دي یې مرسته وکړي.

پای ……..!
موسی فرهاد
۲۰۲۱ – مارچ – ۲

له څرک مجلې څخه په مننې.

Related posts