جون 15, 2021

بدخشان: درایم کې ۲ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

پرون د بدخشان ولایت، درایم ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او سیمه ایزو مجاهدینو په ګډ زیار د محمد ولد نور محمد او ګلاب الدین ولد فیض الدین په نومونو د خیربیک کلي ۲ تنه اوسیدونکی اربکیان د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

‏2021‏/4‏/20

Related posts