مې 09, 2021

از فراز سنګرها؛ د اشغال او فساد کره روایت

از فراز سنګرها؛ د اشغال او فساد کره روایت

حافظ نور احمد سعید

تقریبا له  لسو کلونو راهیسې د استاد احمد فارسي صاحب له نوم او لیک سره اشنا یم. د نوموړي ګڼې څېړنیزې مقالې او تبصرې مې الاماره کې ترسترګو شوې دي. «از فراز سنګرها» د فارسي صاحب د ګټورو او خوندورو لیکنو ټولګه ده. په دې مجموعه کې پر ګران هیواد د صلیبي یرغل او د یرغل ضد جهاد په اړه کره او مدللې لیکنې راټولې شوې دي.

استاد فارسي صاحب په جهادي مطبوعاتي ډګر کې هغه برلاسی قلموال دی چې د دښمن له اصلي څېرې یې پرده پورته کړې او د قلم تېرې څوکې یې د دښمن پر مخ خاپونه جوړ کړي دي.

جناب فارسي صاحب د لیک، تحلیل او بیان ځانګړی سبک او مهارت لري.  مغلق مسائل په اسانه او روانه ژبه تجزیه کوي او په ښایسته او معیاري قالب کې یې لوستونکو ته وړاندې کوي.

از فراز سنګرها د اشغالګرو د ظلم او فساد او د مجاهد ولس او سرسپارلو مجاهدینو د اتلولیو او قربانیو یو سوچه  روایت دی. د دې روایت لوستل او سپړل د دښمن په پیژندلو او د حالاتو په  سالم درک کې ښه مرسته راسره کولای شي.

په بل عبارت از فراز سنګرها دیرغلګرو+ کابل رژیم او اسلامي امارت دقول او عمل یوه شفافه هنداره ده. ځوانان کولای شي په همدې هنداره کې نژدې ماضي ته سر ورښکاره کړي، د اسلامي امارت دریځ او کړنې وویني او د دیموکراسۍ دبهرنیو او کورنیو  عسکرو  بشر دوستي، بیان ازادي او د ښځو او ماشومانو حقونه (؟) له نژدې مشاهده کړي!!.

د از فراز سنګرها او ورته لیکنو اهمیت او مؤثریت هلته لا ښه معلومیږي چې د ګران هیواد د اشغال تېر شل کلن سیر ته ځغلنده نظر وکړو.

اشغالګرو پر افغانستان د وحشیانه پوځي یرغل سره څنګ کې پراخ فکري او تبلیغاتي جنګ هم پیل کړ.  په زرګونو برېښنایې او چاپې رسنۍ یې رامنځته او تمویل کړې. همدې رسنیو په مختلفو طریقو او  بیلابیلو عنوانونو پر دیني ارزښتونو، اسلامي شعایرو او افغان فرهنګ بریدونه شروع کړل. د بیان ازادۍ په نوم یې  بې دینۍ، فحاشۍ او غربي کلچر ته پراخ کمپاین د خپل اصلي مسؤلیت په توګه ترسره کړ.  متاسفانه لا هم زموږ په اشغال شوې خاوره کې د متمدنې نړۍ د زر، زور، تزویر، فکر او فرهنګ  جګړه په شدت او وحشت روانه ده!!.

د یرغل په حاکم ذکر شوي وضعیت کې له دیني ارزښتونو، خاورې او ملي منافعو دفاع د سر په قیمت وه. وسله وال مجاهد خو د بشر دوستې نړۍ په هیڅ قانون کې د ژوند مستحق نه و. مګر  د بیان ازادۍ نړیوالو  مدعیانو ته هغه څوک هم د زغم او بخښنې وړ نه و، چې په قلم او ژبه یې له خپلو نوامیسو دفاع کوله. آن  له یرغلګرو سره ادنی لفظي مخالفت اود طالب سره په لباس، خبرو او کردار کې شباهت هم د ډیموکراسۍ په قاموس کې په ګوانټانامو، بګرام  او…. وحشي زندانونو کې د اسارت نه ماتیدونکې فیصله وه.

د از فراز سنګرها لوست  د فکري او فرهنګي یرغل په ککړ چاپېریال کې حیاتي اړتیا ده.  په ځانګړې توګه ځوانان خو په هیڅ صورت باید د از فراز سنګرها له مطالعې ځان بې برخې نه کړي.

 استاد احمد فارسي صاحب ته د همدې مهم اثر مبارکې وایو. الله تعالی دې د قلم او ټوپک د سنګر د ټولو مجاهدینو هڅې په خپل عالي دربار کې قبولې کړې.هیله من یو چې فارسي صاحب مو په نورو اثارو او لیکنو هم ونازوي.

Related posts