مې 09, 2021

عکاشه تر تا وړاندې شو

عکاشه تر تا وړاندې شو

لیکوال: صارم محمود/ ژباړن: نسیم‌ زاده

امام مسلم ـ رحمه الله ـ په خپل مشهور کتاب صحیح مسلم کې له حضرت ابو هریره ـ رضي الله عنه ـ څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما له امت څخه به اویا زره کسان له حساب و کتاب پرته جنت ته داخلیږي، (په دغه مهال) یو سړي وویل: ای د الله رسوله! له خدایه وغواړئ چې ما د هغوی په ډله کې شمیر کړي، رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ وفرمایل: ای ربه! دی د هغوی له ډلې څخه شمېر کړه، وروسته یو بل سړی راپورته شو او ویې ویل: ای د الله پیغمبره! له خدایه وغواړئ چې ما هم د هغوی له ډلې څخه شمېر کړي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: عکاشه تر تا وړاندې شو. – د امام مسلم رحمه الله روایت -.

له هغې ورځې څخه وروسته، حضرت عکاشه رضی الله تعالی عنه وه یو کار ته د وړاندې کېدو لپاره د خلکو پر ژبه متل جوړ شو، که څوک تر یو چا وړاندژ شي او د سبقت څلي ته مخکې ورسیږي، خلک وه پاته نفر ته وايي: سبقک بها عکاشة (عکاشه تر تا وړاندې شو).

له پخوا به یې ویل: چی اسم په خپل مسمی کې خورا زیات اثر لري، ممکن زموږ څخه ډېری ملګري په دې برخه کې تجربه ولري یا لږ تر لږه یې له مشرانو څخه په دې اړه کیسې اورېدلي وي، مګر په دې برخه کې زه غواړم تاسو ته د عکاشه فراهي خاطره بيان کړم؛ هغه عکاشه چې په خپل لومړي تشکیل کې تر هر چا وړاندي شو او شهید شو.

د قلعه‌ کاه ولسوالۍ د مجاهدینو سره مو د کنګ پر ولسوالۍ عملیاتو کې برخه اخیستې وه، تر ډېرې مبارزې وروسته مو ځانونه د پوستې دیوالونو ته ورسول او هلته مو د جګړې بل پړاو پیل کړ.

شپه وه، تیارو پر هر څه خپل تور څادر غوړلی و او مجاهدین په سختۍ پیژندل کیدل، یو ملګری به راپورته شو او په خپل لیزري وسلي به یې دښمن د ګولیو په اورولو سره په نښه کړ، هغه به کښیناستی او بل ملګري به دا کار پیل کړ، د بل ملګري هشتاد و دو توپ پر اوږه و او یو چا د هغه مرمۍ له ځانه سره راخيستې وې، په دې وخت کی یو ملګرى زما له اړخه پورته شو (شاید هماغه ملګری و چې د هشتاد و دو ګولۍ یې په شا وی) ما هغه ته کتل چې څه کوي، ناڅاپه یو ګولۍ د هغه په ​​غاړه ولګیده او راټیټ شو، ځان مې ور نږدې کړ، یو بل ملګري یې سر راپورته کړ او په خپل زنګانه یې کیښود، د یو څو شیبو لپاره یې ساه لنډه لنډه کیده خو وروسته یې روح خپل حقیقي مالک ته تسلیم کړ، جګړې یو ساعت دوام وکړ، د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د موټرانو په لور روان یو چې ومولیدل مجاهدین د دې ملګري جنازه پر اوږو را اخیستې ده، موږ تر هغې پورې مرسته وکړه چې جسد مو تر موټرانو پورې راورسوی.

څه موده وروسته مې د ملګرو څخه د هغه شهید په اړه وپوښتل، ملګرو ویل: نوم یې عکاشه او د فراه د مجاهدینو څخه و، دا مې په ذهن کی راوګرځیده چې دا به یې هرو مرو لومړۍ تشکیل و نو ځکه مې وپوښتل: زما په اند د دې ملګري لومړی تشکیل و، مګر نه؟ ملګرو ځواب راکړ هو، دا د هغه لومړی تشکیل و، ورته مې وویل: اټکل مې دغه و؛ ځکه چې د هغه نوم په دې لاره کې وه وړاندې کیدو ته اشاره کوي.

دا عکاشه څومره نیک مرغه و! په خپل لومړي تشکیل کې یې د شهادت خوږ جام په سر واړاوه او د تل لپاره له نړۍ او د هغې له کړاوونو څخه خلاص شو تقبله الله.

روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله.

Related posts