مې 09, 2021

غور: الله یارکې وحشي اربکیانو لسګونه کورونه چور اوسوځولي درانه مالي اوځاني زیانونه یې خلکو ته اړولي

غور: الله یارکې وحشي اربکیانو لسګونه کورونه چور اوسوځولي درانه مالي اوځاني زیانونه یې خلکو ته اړولي

دغور ولایت دالله یار ولسوالۍ  اړوند د اسفه سنګ  په سیمه کې تېره ورځ ګوډاګي اربکیانو دملکي خلکوپر کورونو یرغل وکړ چې  یو ماشوم یې شهیدکړی   او له چور اوتالان  وروسته  یې  ګڼ شمېر کورونه ، دوکانونه ، د بوټو خرې  یې سوځولي  چې له امله یې  خلکوته درانه مالي زیانونه اوښتي

وروسته مجاهدینو په سیمه کې  له ملکي خلکو نه  په  دفاع لاس پوري کړ اوپه ګوډاګي اربکیانو یې وسلوال برید ترسره کړ چې په پایله کې یې  یوګوډاګی اربکی ځای پرځای ووژل شو چې جسد یې دجګړې په ډګر پاتي شو

په پېښه کې ۲تنه مجاهدین هم زخمیان اویوتن دشهادت لوړمقام ته ورسید. تقبله الله تعالی

همداراز دیادي ولسوالۍ  اړوند د جري سرخ  په سیمه کې  هم تېره ورځ  ګوډاګي اربکیانو دملکي خلکوپر کورونو هجوم وروړی  یوه ښځه یې شهیده  او یو سړ یې زخمي کړی  او ۲تنه  ماشومان اربکیانو له ځان سره یووړل

په سیمه کې ګوډاګیانو په سخت وحشت لاس پوري کړی ؤ چې تر ۱۳۰ زیات کورونه   اودوکانونه یې سوځولي اونړولي  او د خلکو بوټي  او څارویو لپاره واښه  ، یوتراکتور، یو فلائنکوچ  ، ۳ عرادي موټر اویوه ژرنده یې سوځولي

وروسته مجاهدین  سیمي ته رسیدلي  اوپه ګوډاګیانو یې بریدونه کړي چې  له امله  یې ګوډاګیان تښتیدلي

په پېښه کې ۲تنه مجاهدین هم زخمیان شوي

21 / 4 /2021

Related posts