جون 15, 2021

کاپیسا: تګاب کې ۲ ټانکونه ویجاړ، ۵ ګوډاګیان ووژل شول

پرون سهار ۸ بجې مجاهدینو د کاپیسا ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند شیرخیلو سیمه کې د مزدوري اردو په کتار دښمن ځپونکي بریدونه ترسره کړل، دغه شاوخوا ۵ ساعته نښتي په ترڅ کې د مزدور رژیم ۲ ټانکونه ویجاړ، پکې سپاره ۴ ګوډاګیان ووژل شول.

همداراز پرون شپه په اله سای کې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په ودانیو چې ترې په اولسي سیمو هاوانونه ویشتل کېدل بریدونه ترسره شول، خو د زیان په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

له بلې خوا د نجراب ولسوالۍ اړوند افغانیه درې – بډاخیلو کې د مزدوري اردو په پوسته برید کې مجاهدینو ۱ مزدور عسکر وژلی بل ژوبل کړی دی.

‏2021‏/4‏/22

Related posts