مې 09, 2021

د فاریاب په دوه ولسوالیو کې د دستار فضیلت په ویاړ غونډې وشوې

د فاریاب په دوه ولسوالیو کې د دستار فضیلت په ویاړ غونډې وشوې

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب او بلچراغ ولسوالیو کې د فاضلانو او د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مناسبت شانداره غونډې ترسره شوې، د راپور له مخې، د یادو ولسوالیو په بېلا بېلو مدرسو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې.

غونډې له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې، په دې غونډو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې پر مسئولینو سربېره علماء کرامو، بانفوذه قومي مخورو او پر دین مینو عامو هیوادوالو برخه اخیستې وه.

د غونډو برخه والو ته علماء کرامو د دیني علومو، د قرآن کریم د زده کړې، قرائت او حفظ د اهمیت او ضرورت په اړه په زړه پورې او جالبې ویناوې وکړې.

د غونډو په پای کې دشیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د رحمت آباد د سیمې د دار الحفاظ امام بخاري رحمه الله د مدرسې ۷ تنو حافظانو ته، همداراز د یادې ولسوالۍ د استانه بابا شوربازار د سیمې د حضرت (حمزه) رضی الله عنه د مدرسې ۲ تنو د عالمیه درجې فاضلانو ته او ۷ تنو حافظانو ته او د بلچراغ ولسوالۍ اړوند کولیان سیمې دحضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د دار الحفاظ ۱۰ تنو حافظانو ته د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو د فراغت ویاړمنې پګړۍ ورپه سر کړل شوې.

یادې پرتمینې غونډې د دعاوو په تر سره کولو سره پای ته ورسېدې.
۲۰۲۱/۴/۱۸

Related posts