مې 09, 2021

غزنی کې ۲ پوستې فتحه، ۳ مزدور عسکر وژل شوي دي

غزنی کې ۲ پوستې فتحه، ۳ مزدور عسکر وژل شوي دي

 پرون مازدیګر د جغتو ولسوالۍ اړوند نظرکلا سیمه کې د دښمن په پوسته د هاوان مرمۍ لګېدلې، خو د اړولي زیان په اړه یې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي. همداراز تېره شپه مجاهدینو په یاده سیمه کې د مزدور دښمن په بیس د سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د بیس ټاورونه او کوټې تخریب شوې، او ۳ مزدور عسکر وژل شوي دي.

د مرکز اړوند ارزو سیمه کې مجاهدینو د مزدوري اردو په محاصره پوستو باندې فراخ تعرضي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د مزدور دښمن ۲ پوستې په ټولیز ډول فتحه شوې او ګوډاګیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

‏2021‏/4‏/22

Related posts