مې 09, 2021

پکتیکا کې اربکی قومندان او ۲ نور ګوډاګیان ووژل شول

پکتیکا کې اربکی قومندان او ۲ نور ګوډاګیان ووژل شول

 په دښمن د کاري بریدونو په دوام نن سهار وختي مجاهدینو د پکتیکا ولایت، خیرکوټ ولسوالۍ په سېګانې کلي کې د نورالله په نوم د شریرو په اربکیانو مهم او ظالم قومندان برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی وژل شوی دی.

تېره شپه د سرحوضې ولسوالۍ اړوند جګ نري سیمه کې مجاهدینو د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید کې ۱ اربکی وژلی دی. همداراز د سندرخیلو سیمه کې د دښمن په پوسته ورته برید ترسره شوی، چې له کبله یې ۱ مزدور پولیس وژل شوی دی.

‏2021‏/4‏/22

Related posts