مې 09, 2021

پکتیا: زرمت کې ستر بیس تخلیه ۲ ټانکونه ویجاړ، ګڼ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پکتیا: زرمت کې ستر بیس تخلیه ۲ ټانکونه ویجاړ، ګڼ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د مجاهدینو د پرله پسې کاري بریدونو په نتېجه کې د دښمن د تېښتي په دوام نن سهار وختي د کابل رژیم عسکرو د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالۍ اړوند سهاکو سیمه کې خپل ستر بیس تخلیه کړی او له سیمې تښتېدلي دي.

همداراز مجاهدینو د مرکز اړوند چوڼۍ او شیخانو سیمو کې په هغو مزدورو کمانډویانو او عسکرو باندې ځپونکي بریدونه او چاودنې ترسره کړې دي، چې د سهاکو کمپاین د تخلیې او د ګوډاګیانو د لېږد په موخه راغلي ول. دغو بریدونو او چاودنو کې د دښمن ۲ ټانکونه په مکمل ډول ویجاړ شوي، پکې سپاره ګوډاګیان مړه او ژوبل شوي او ۲ نور عسکر په لیزري ټوپکو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

پاته دي نه وي چې په تخلیه شوي بیس کې میشتو ګوډاګیانو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې بېشمېره اولسي خلک په شهادت رسولي، په کورنو یې وحشیانه چاپې وهلې، ګڼ کورونه او دیني مراکز یې تخریب کړي او د سختو ظلمونو له کبله یې خلک یوه ورځ د داسې له بیخه ختلو ته انتظار ول.

‏2021‏/4‏/22

Related posts