مې 09, 2021

د دیپلوماتیکو کړکېچونو له کبله د امریکا سفیر له مسکو څخه واشنګټن ته ستون شو

د دیپلوماتیکو کړکېچونو له کبله د امریکا سفیر له مسکو څخه واشنګټن ته ستون شو

د نړیوالو راپورونو له مخې، د امریکا سفیر ”جان سالیوان“ له روسیې څخه امریکا ته ستون شوی دی، نوموړی نن د روسیې له هوایي اډې څخه د واشنګټن په لور وخوځېد.

مهر خبري اژانس د ګارډین په حواله لیکي، د روسیې له هغې رسمي غوښتنې چې جان سالیوان دې له دغه هیواده ووځي، څه موده وروسته د واشنګټن پر لور حرکت پیل کړ.

نوموړي له روسیې څخه د روانېدو پر مهال خبریالانو ته ویلي و، چې د خپلو همکارانو په ملتیا به په مستقیمه توګه د بایډن له ادارې سره د امریکا او روسیې د دوه اړخیزه وضعیت په اړه خبرې وکړي او دا یو اړین اقدام دی چې باید تر سره شي.

جان سالیوان همدا راز زیاتوي چې واشنګټن ته یې د سفر یو بل عمده لامل دا هم دی چې د یو کال په اوږدو کې یې له خپلې کورنۍ سره نږدې نه دي لیدلي، نوموړي تمه څرګنده کړې چې د پوتین او بایډن تر ليدو دمخه به په نږدې څو اونیو کې بېرته مسکو ته راستون شي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ په دا وروستیو څو اونیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي، امریکا پر روسیې تور پورې کړی چې د اوکراین په شمال کې په وروستیو تاوتریخوالو کې لاس لري او د روسیې د دولت مخالف الکسي ناوالني یې بې موجبه زنداني کړی دی.

امریکا تر دې وړاندې روسیه په کورنیو چارو کې پر مداخلې تورنه کړې وه او ویلي و چې سایبري بریدونو کې هم لاس لري خو روسیې دا ټول تورونه رد کړي.

Related posts