مې 09, 2021

خپل ځانونه وپيژنئ ـ درېيمه برخه

خپل ځانونه وپيژنئ ـ درېيمه برخه

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي
ژباړن: نسيم زاده

”ځانګړې اړيکې، ځانګړې هڅې او د خدای تعالی د رضا لټونې احساس“

(د ۱۳۸۵ سپوږميز کال د رجب المرجب پر ۲۵مه چې د ۱۹۶۵ ميلادي کال د نومبر له ۲۰مې سره سمون خوري علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ماسپښين د طالبانو سره د وداع پر مهال څو توصيې کړي دي، چې د حميدالله مناروي او عبدالعليم بستوي په زيار نوټ او نشر شوې دي.)

د قدر وړ طالبانو!
د ختيځې ځمکې په کلتور کې يو پخوانی او مروّج رسم دا دی، چې کلـه يو څوک اوږد سفر ته مخه کړي نو د يو مخلص او تجربه ناک انسان څخه د نصيحت غوښتنه کوي تاسو چې زما څخه د نصيحت کولو هيله وکړه د همدې رسم او قانون په ترڅ کې داخل او ډير پر ځاي وړانديز و.

په دې څـو ګړیو کې هڅه کوم ستاسو وه درانه چوپړ ته داسې خبرې وړاندې کړم چې د ژوند په راتلونکو برخو کې د يو دستور العمل په توګه ور څخه ګټه پورته کړئ او وکولاې شی د همدې دستورالعمل په رڼا کې ګام پر ګام وه پياوړتيا او پرمختګ ته لاس رسی پيدا کړی، ښکاره خبره ده چې په دومره لنډ وخت کې ټول هغه څه چې د ويلو وړ وي نه يې سم ويلی، خو بيـا هم وه درو اړينو شيانو ته په لنډه توګه اشاره کوم، ستاسو څخه هيله لرم چې دا درې شيـان خپـل د زړه پر تختې باندې انځور کړئ او د ذهن په زړه کې يې د تل لپاره سره ځای پر ځای کړئ.

په دې برخه کې اساسي لامل زما د ژوند شخصی تجربې دي نو اوس به ځيني تجربې درته وړاندې شي.

”ځانګړې اړيکې يا شخصي رابطې“

ما خپله تل له خپلو استاذانو سره په خصوصې بڼه اړيکې درلودلې دي، دې اړيکو او رابطو يوازې قانوني اړخ نه درلودى بلکې داسى اړيکې وې، چې د تل لپاره مخ په زياتېدو وې او زما مخلصو استاذانو هم دا رابطې احساسولې، لومړی شی چې ما ته ډېر ګټمن تمام شوی دى دغه کار و، زما له انده هر څه چې مې تر لاسه کړي دي د همدغو رابطو پايـله ده.

په هغه وخت کې زموږ د سبق ويلو بهير داسې و چې استاذان مو ډېر کم وو، نو ځکه مې کولای شوه د هغوی سره خپلی اړيکې ژوندۍ وساتم او هغوی ته د خدمت کولو وياړ تر لاسه کړم.

د يوه طالب لپاره ډير اړين کار دا دی چې که غواړي په هر فن او يا هرې څانګې کې لوړه پوهه او تخصص تر لاسه کړي بايد د هماغه علم له متخصصينو سره خپلې اړيکې پيل کړي او د خپل صلاحيت په اندازه ګټه ورڅخه واخلي.

د اړيکو له پيلولو پرته به ګټه اخيستنه ستونزمنـه وي، که تاسو غواړى چې د يوې ژبې د ځانګړي اديب په توګه وپيژندل شى حتماً به له يو پياوړي او پر مخ تللي اديب څخه تقليـد کوى، لکه څنګه چې غواړى د تفسير په علم يا بلې برخى کې وه لوړ مهارت ته لاس رسی پيدا کړى د هغې څانګې له پر مختللیو استاذانو او متخصصيـنو سره خپلی ځانګړې اړيکې پيل کړئ.

”د يوه پياوړي شخصيت انتخاب “

د ښه او نيکمرغه ژوندون وه پيلولو ته به وړاندې له هر څه ښه دا وي چې يو غوره او دروند شخصيـت د ژوند په کاروان کې د سالار په توګه خوښ کړئ، دا ټولو ته منل شوی حقيقت دى چې يو انسـان د بل پياوړى انسان تر تأثير لاندى واقع کيدای شي نو تاسو په دې برخې کې اختيار لرى چې هر څوک مو د نړۍ پـه هر ګوټ کې خوښ شو د سالار په حيث يې ځان ته غوره کړئ، آن تر دې که مو په ژونديو انسانانو کې د خپل خوښې وړ شخصيت پيدا نکړ له مخکنيو اسلافو څخه يو څوک وټاکئ؛ خو کله چې مو د خپل ژوندون ورک يوسف وموندی نو لاس په لاس کې ورکړئ او خپل ځان د ټول واک سره هغه ته وسپارئ، هڅه وکړئ د هغه هر نيک او ښه خوی ځان ته را انتقال کړئ او په کړو وړو کې له هغه څخه تقليد وکړئ ځکه ستاسو کاميابي او پرمختګ په تقليد کې رانغښتى دى، نو تاسـو د خپلې خوښې وړ شخصيـت د خپل ژوندون لپاره سالار وګرځوئ وروسته به ان شآء الله وه پوره کمال ته لاس رسی پيدا کړئ.

امکان لري چې تاسو د خپل ژوند په بېلا بېلو راتلونکو اړخونو کې تر خپل سالار لا وړاندې شی او داسې مقام ته ورسيږى چې نور بيا وه سالار ته اړتيـا و نه لرى؛ خو دا کار ډېر ستونزمن دى او خورا په ټيټه کچه کسان داسې حد ته رسيدلي دي.

”ځانګړې هڅـه او جديت “

دويـمه خبره دا چې که تاسو په تاريخ کې وه سترو شخصيتونو ته وګوری، د هغوی سيرت او ژوندون وڅيړی در ته جوته به شي چې د هغوې بنسټيز لامل وه موخې ته د رسيدلو لپاره د لوړ همت او پوره جديت څخه برخمن والی دى، وه موخې ته د رسېدلو په تکل د ځانګړې هڅې او تر ځان تېرېدنې پرته هيڅ ښوونکی او هیڅ تعليمي مٶسسه نه شي کولای چې وه يو چا ته به کوم کار او بريـا ور په برخه کړي، هر څوک چې تر يو ځايه رسيدلی دی په خپل زيار، جديت او ملاتړ سره رسيدلى دى خو دومره خبره ده چې د انسان وه هڅونې ته الهي توفيق او د استاذانو لارښوونې د لوی لامل په توګه پيژندل شوې تګلاره ګڼل کيږي.

”د خداى تعالی د لټونې احسـاس “

دريـم مطلب دا دې چې انسـان به هرو مرو وه هغې موخې ته د رسيدلو په تړاو فکر کوي، چې د هغې لپاره پيدا شوى دى، په حقيقت کې څه چې د انسان په ګټـه تماميږي هغه د الله تعالى رضايت، د آخرت په اړه فکر او وه دغه احساس ته وده ورکول دي.

که چيرې د يو چا فکر او خيال د يادو څو شيانو څخه خالي وي که هر څومره لوى اديب او خطيب يا تکړه مفسر او فقيه وى، خو د حقيقي موفقيت او لوى نعمت څخه بې برخې او محروم پاتې شوى دى، امکان لري د څو ورځـو لپاره شهرت پيدا کړي او څو کسان وه خپل مننې او ستاينې ته اړ باسي خو په را روان ژوند کې به هيڅ برخه و نه لري نو يواځينی شى چې انسان ته ګټمن واقع کيداې شي الهى بيـره او د الله تعالى رضايت دى.

”د مولانا فضل الرحمن کيسـه “

يوه ورځ مولانا فضل الرحمن ګنج مراد آبادى د يو طالب څخه وپوښتل : تاسـو کوم کتاب واياست؟ طالب په ځواب کې ورته وويل : قاضي مبارک وايم.
مولانا صاحب وفرمايل : استغفر الله! نعوذ بالله! تاسـو قاضي مبارک واياست! له دې کتاب څخه به څه ګټـه تر لاس کړی؟!

وروسته يې وفرمايـل: داسې تصور وکړئ تاسى منطق دومره زيات لوستلى چې په دې فن کې د (قاضي مبارک) سره برابر سوي ياستى، خو ګټـه به يې څه وي! تاسې لاړ شئ د قاضي مبارک قبر وګورئ چې څه حالت لري! همدارنګه د يو بل انسان وه مزار ته لاړ شئ چې ډير زيات علم نه لري خو د الله تعالى سره يې خپل ارتباط ژوندى ساتلى و، بيا وګورئ چې د هغه په قبر به څومره برکتونه او انوار را وريږي.

پـه هر حال؛ قـدرمنو وروڼـو!
زه داسې تصور کوم چې تاسې ډير پر مخ تللى ليکوالان او غښتلي اديبان ياستى (که څه هم زه په خپله وه دې کار ته سرسخت بلونکى شميرل کيږم او خپله مې د دغه کار څخه ګټـه تر لاسه کړي ده) خو پوه شئ! چې دا ټول شيـان هغه وخت د ګټې وړ کیدلای شي چې ستاسو موخه يوازې د الله تعالى رضايت واوسي، نو عزيزانو!! د الله تعالى رضايت پر هر څه وړاندې وګڼئ او دا کار د خپل ژوندون بنسټيـزه موخه وګرځوئ.

نور بيـا ان شآء الله…

Related posts