مې 09, 2021

فاتح ځواک؛ د ډار او ډاډ ترمنځ!

فاتح ځواک؛ د ډار او ډاډ ترمنځ!

جواد فاتح

که له یوه پلوه پوځي ځواک او قوت د یو هیواد د بهرني سیاست د ملي ګټو په خوندیتوب کې اغېزمنه وسیله ده، له بل پلوه يوځي ځواک د هیواد په کورنۍ نظم، یوالي، د نظام استحکام او د ارزښتنو په خوندیتوب کې غوښین رول او د ملا د تیر حیثیت لري.

همدا اصل دی چې د نړۍ هیوادونه تر ټولو ډیری پانګه او ملي بودیجه په خپل پوځي صنعت او پوځي ځواک لګوي.
په نړۍ کې که یوازي د (۲۰۲۰) زږدیز کال د پوځي لګښتونو احصایې او فهرست ته ځغلنده نظر وکړوو، معلومه به شي چې د نړیوالې سولې او امنیت تش په نوم مدعیان د خپل پوځي ځواک پر پیاوړتیا ولې دومره تمرکز کوي؟ واضحه ده چې دوی د خپلو ګټو د خوندیتوب او د نورو د ویرولو او زبېښلو د بریا راز په همدې پوځي ځواک کې لیدلی، ځکه خو د خپل پوځي ځواک د غښتلي کولو لپاره هرکال په ملیاردونه ډالر لګوي او نور هیوادونه ورڅخه له هرې ممکنه لارې منعه کوي.
لاندې د (۲۰۲۰) کال پوځي لګښت د بېلګې په توګه یادولای شو.
د امریکا متحده ایالات (۱۷۳۹) ملیارده ډالره.
چین (۱۶۶) ملیارده امریکايي ډالره.
د روسې فدراسیون (۶۶،۳) ملیارده ډالره.
هند (۶۳،۹) ملیارده دالره.
فرانسه (۵۷،۸) ملیارده ډالره.
بریتانیه (۴۷،۲) ملیارده ډالره.
جاپان (۴۵،۴) ملیارده ډالره.
المان (۴۴،۳) ملیارده ډالره.
برازیل ( ۲۹،۲) ملیارده ډالره.
ایټالیا (۲۹،۲) ملیارده ډالره.
اسټرالیا (۲۷،۵ ملیارده ډالره.
کاناډا (۲۰،۶) ملیارده ډالره.

هوکې؛ کومه ټولنه او ملت چې د پوځي ځواک له پلوه کمزوری وي، تل د زورواکو له لوري ټکول کیږي، وهل شوی، تجرید شوی، باج ور څخه اخیستل شوی او بالاخره د لمنځه تلو په پاڼ درېدلی.
د اسبابو په نړۍ کې، د نورو له فشارونو او زورواکۍ څخه د خلاصون او د خپل تشخص ساتل اوس ټول په پوځي قوت را څرخي، که څوک غواړي چې خپلې پریګړې خپله وکړي او له یوه ځواکمن نظام څخه برخمن او د قلمرو وګړي یې ډاډمن ژوند ولري، د پوځي ځواک ستنې دې ټینګې کړي.

د اسلام مبارک دین چې پر مسلمانانو اعداد او پوځي تیارئ فرض کړی، واجب کړئ، د دې قراني نسخې اعجاز اوس موږ په خپله نړۍ کې په خپلو سترګو ګورو.
ځکه باید یو مسلمان هیڅکله په هیڅ ځای او وخت کې د خپل اسلامي لښکر د تقوې او ملاتړ څخه غافله نه وي، د خپل توان تر کچې په هر ځای کې د خپل اسلامي پوځ ملاتړ او هر اړخیزه مرسته وکړي.

که مسلمانان له پوځي اړه ځواکمن نه شي، تل به د نورو مستعمره او د اسلام دښمنه کړیو څخه خپل خام مواد په لوړ قیمت پېري او د هغوی هر ډول پریګړې به د یو اړ په توګه مني.
د اسلامي نړۍ یو پرېوتي ستوري دکتور وهبة الزهیلي رحمه الله څه ښه لیکلي چې: « که څه هم چې په اوسنۍ بشري ټولنه کې د مثالي اصولو د پلي کېدو دعوه کیږي او خلکو ته د انساني خیر ښېګڼې د په نظر کې نیولو پر اساس د ټولو معاملو د پرمخ بېولو بلنه ورکول کیږي او د دې ډول اصولو څارنه او سرپرستۍ نړیوالې ادارې کوي چې لومړی د ملتونوټولنه نومېده او اوس ملګري ملتونه نومیږي، خو د دې ډول ښکاره سولې تر شا لا اوس هم ډول ډول وېرونکې وسلې، خطرناک جنګي وسایل، جرارې لښکرې او په یوه ثانیه کې د ټول بشریت لمنځه وړونکې اټومي بمونه پټ دي.
له همدې امله قران کریم چې مسلمانانو ته د مادي او معنوي ځواک تیارولو کوم تاکید کړی او جهاد یې د اسلام لوړه څوکه بللې، یوه منطقي او پر ځای بلنه ده، ځکه په نننۍ نړۍ کې د خبرې منلو معیار همدا دی او ځمکني حقایق هم همدا وایي.
که د اوسنۍ زمانې د مسلمانانو کمزوري حالت، ګډوډۍ، وروسته پاتې والی او خپلمنځي اختلاف ته وکتل شي، نو په افسوس سره باید ووایو چې هغوی په دې نړۍ کې هیڅ داسې ځواک او اغیز نه لري چې څوک یې خبرې ته غوږ ونیسي، په نظر یې ځان پوه کړي او یایې د خپل شریعت د احکامو پر پلي کولو مجبور کړي.
که موږ مسلمانان هر څومره د لوړو انساني اخلاقو او معیارونو خبرې وکړو او د قلم خاوندان مو هر څومره د سولې او جګړې پر مهال د غوره اصولو، اخلاقو، د ازادیو د ضمانت او د انساني شرف د ساتنې په اړه د اسلام د دریځ پر لوړوالي او ښه والي ټینګار وکړي، نو پایله به یې بیا هم نه پاملرنه او بې پروایي وي.
اوس لا خبره دېته رسېدلې چې زموږ ځوانان د غربي تمدن او د هغې د ترقۍ او تهذیب تر اغیز لاندې راغلي، ځکه غرب اوسمهال د نوي تهذیب او عصري ټیکنالوجۍ ټېکه دار دی او دا هم ښکاره ده چې د هرې نظریې او فکر ته د داسې مادي او معنوي ملاتړ او د داسې نه لاندې کېدونکي ځواک اړتیا وي چې د جغرافیایي سرحدونو، ځمکنۍ بشپړتیا، کلتور، قانون او په هغې کې د ژوند د ټاکل شوي نظام د اصولو ساتنه او دفاع وکړای شي».

خبر مو د طالبانو د نوې انځوریزې ( فاتح ځواک) په اړه کوله، ریښتیا هم چې د یاد فلم په لېدو کې ډیر څه نغښتي که له یوه لوري د امت ځوانانو ته د غفلت او مایوسۍ څخه د راپورته کېدو درس دي له بل لوري د هیواد کړیدلي ملت ته د حال په ژبه ګویا دي چې د بهرنیو یرغلګرو په وتو دې دلته څوک د نویمو لسیزو اندیښنې نه حس کوي، او نه دې هم څوک د یو څو بارډیګاردانو په درلودلو سره د اسلامي نظام په لار کې د خڼد اچولو خوبونه ویني؛ صف متحد او له یو قوي معنوي ځواک څخه برخمنه رهبري لري.

Related posts