جون 15, 2021

بدخشان کوف کې پوسته او فراخه سیمه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغله

بدخشان کوف کې پوسته او فراخه سیمه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغله

د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام پرون شپه مجاهدینو د بدخشان ولایت، کوف ولسوالۍ اړوند باخیر سیمه کې د مزدور دښمن په ضد تصفیوي عملیات ترسره کړل، چې تر ماسپښینه یې دوام درلود. دغو عملیاتو په نتېجه کې یوه پوسته او د باخیر په نوم سیمه چې شاوخوا ۲۷۰ کورنۍ پکې ژوند کوي په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته ولوېدله او یو شریر اربکی له خپلې ۲ میله وسلې سره یو ځای ژوندی ونیول شو.

له بلې خوا د عادل شاه په نوم د یاد کلي یو پخوانی جهادي قومندان له خپلو ګڼو افرادو سره مجاهدینو ته راغلی او عملا د مجاهدینو په صف کې درېدلي دي، چې د مجاهدینو لخوا یې تود هرکلی شوی دی.

‏30‏/04‏/2021

Related posts