مې 09, 2021

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسیون خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسیون خبرتیا!

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمېسیون تر اشراف لاندې د افتاء او د قضاء د تخصص څانګې د تېر په څېر په شمال ختیځه حوزه کې د حضرت عبدالله بن مسعود ــ رضي الله عنه ــ په جامعه کې او په جنوب لوېدیځه حوزه کې د حضرت ابراهیم النّخعي ــ رضي الله عنه ــ په جامعه کې افتتاح کیږي، چې د افتاء اوقضاء درسونه به په ښه مسلکي توګه په کې جریان ولري، دوه کلن جامع او معياري نصاب ورته ترتیب شوى، چې د دغه فن د ماهرو، تکړه، تجربه لرونکو علماء کرامو او استاذانو لخوا به ورته تدریس کیږي، د ځاى، إعاشې، إباتې او نورو ټولو ضرورياتو بشپړ انتظام شوی دی.

داخله: داخله به ان شاءالله د روان ۱۴۴۲هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې له (۱۴)، د ۱۴۰۰هـ ش کال د جوزا د میاشتې له (۵) او د ۲۰۲۱م کال د مئ د میاشتې له (۲۶) نیټې د چهارشنبې له ورځې څخه شروع کیږي.

افتتاح: د اسباقو افتتاح به د روان کال د شوال المکرم د میاشتې په (۲۶ )، د جوزا په ( ۱۷)او د جون په (۷) د دوشنبې په ورځ کیږي إن شاء الله تعالی.

د داخلې اراده لرونکي فاضلان دې په لاندې نمبرونو رابطه کوي.
د شمال ختیځې حوزې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جامعې د تخصص د څانګې د ارتباط واټساپ نمبرې:
(۰۰۹۳۷۹۶۸۵۸۲۹۶) ، (۰۰۹۳۷۸۳۴۳۰۷۹۱)

د جنوب  لوېدیځې حوزې د إبراهيم النخعي رضی الله عنه د جامعې د تخصص د څانګې د ارتباط واټساپ نمبرې:
(۰۰۹۳۷۹۵۳۰۱۵۳۸) ، (۰۰۹۳۷۹۵۸۹۰۴۷۵) ، د مخابرې نمبر: تعلیم (۵۶۹۲۰۰ )

د دغه تخصص د داخلې لپاره لاندې شرائط او ضوابط په پام کې نيول شوي دي:
(١) په دغه تخصص کې صرف هغه اشخاص برخه اخیستلی شي چې د کومې معلومې ديني مدرسې څخه په اعلى درجه فارغ التحصيل وي او د دې ترڅنګ په علم فقه او علم اصول فقه کې د ښه استعداد درلودونکي وي، همدا راز د ښه ليکلو او انشاء صلاحيت هم ولري.

(٢) په تخصص کې د شاملېدونکي شخص لپاره لازمي ده چې د کومې مدرسې څخه فارغ شوى وي د هغې مدرسې د مهتمم يا ناظم لخوا د خپل اخلاقي او تعليمي حالت تصديق نامه له ځان سره ولري.

(٣) کوم شخص چې د بشپړ وخت تېرولو (يعنې د تخصص ترپايه د پاته کېدلو) پخه امادګي ظاهره کړي هغه ته به داخله ورکول کېږي او د پوره وخت تېرولو تحريري ضمانت به يې يو مشر عالم کوي.

(٤) په لاندې کتابونو کې به د داخلې تقريري امتحان اخيستل کېږي:
صحيح البخاري، بيضاوي يا جلالين، هدايه کامل، نورالانوار يا حسامي، شرح العقائد، مختصرالمعاني، مقامات حريري، سلم العلوم او ميبذي، ددې څخه علاوه د ليکلو او انشاء د صلاحيت امتحان به هم اخيستل کېږي.

(٥) کوم کسان چې د مذکوره شرائطو سره برابر وي او د داخلې په امتحان کې کامياب او داخله ورکول شي، هغوى ته به د اعاشې او اباتې څخه علاوه په میاشت کې يو مقدار نقدي مرسته هم ورکول کېږي.

(٦) د تخصص د شاګردانو د مشاغلو تقسيم الأوقات به د نورو طلباؤ په شان نه وي؛ بلکې د ضروري آرام او د صلوة او طعام د اوقاتو څخه غير به نور ټول اوقات د تخصص په درس، مطالعه او د إفتاء او د قضاء په تمرين کې تېروي.

(٧) د تخصص شاګردان به د تخصص په درس او مطالعه کې په شاملو کتابونو کې د هرې درې میاشتنۍ مودې په پای کې د امتحان په ورکولو مکلف وي.

(٨) د تخصص شاګردانو ته به په آخري کال کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسواو تخصصاتو د کمېسیون لخوا موضوعات او عنوانونه انتخابېږي، دوى به هر يو په جلا جلا موضوع او عنوان مقاله ليکي.

(٩) په پاى کې به کاميابو شاګردانو ته د افتاء او د قضاء د تخصص ښه معتبر او معياري سندونه (شهادت نامې) ورکول کېږي.

Related posts