مې 09, 2021

کلیفورنیا: په سان ډياګو ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې، ۳ تنه مړه او ۲۷ تنه ټپیان شوي

کلیفورنیا: په سان ډياګو ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې، ۳ تنه مړه او ۲۷ تنه ټپیان شوي

د سکای نیوز العربیه د راپور له مخې، امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د کلیفورنیا ایالت په سان ډیاګو ساحل کې چې له مکسیکو سره نږدې موقعیت لري، د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې درې تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ګمرکاتو او سرحدي سیمو ساتونکو ځواکونو یو تن ویاند ”جیفر سټیفنسن“ منلې، چې په دې کښتۍ کې ناقانونه کډوال سپاره وو، دوی هڅه کوله چې په قاچاقي توګه متحده ایالتونو ته واوړي، سټیفنسن زیاتوي، چې د ګمرک اړوند چارواکي اوسمهال له یو کس څخه چې ګومان کیږي د ډوبې شوې کښتۍ کپتان به وي، پوښتنې پیل کړي دي.

ویاند خواشیني څرګنده کړې، چې قاچاقبران د کډوالو ژوند ته هیڅ پاملرنه نه کوي، کښتۍ کې تر اندازې زیات کسان سپروي او د خوندیتابه هیڅ تجهیزات یې نه لري.

بلخوا د سان ډیاګو د اور وژنې ادارې رسنیو ته ویلي، چې ۲۷ تنه ژغورل شوي کسان یې دمګړۍ د تدواي لپاره سیمه کې نږدې روغتونونو ته انتقال کړي، خو د ځینو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی شوی دی.

امریکایي چارواکو د یادو کډوالو د هویت په اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي، خو ممکن دغه کډوال له مکسیکو څخه کلیفورنیا ته اوښتل چې له یادې مرګونې پېښې سره مخ شوي دي.

Related posts