مې 09, 2021

بنګله دېش کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۶ کسان مړه او یو شمېر نادرکه شوي دي

بنګله دېش کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۶ کسان مړه او یو شمېر نادرکه شوي دي

الشرق الاوسط د بنګله دېش امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه هیواد کې د مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي او یو شمېر لا هم نادرکه دي، دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ د بادما سیند کې هغه مهال را منځ ته شوه، کله چې مسافر وړونکې کښتۍ له بار وړونکې کښتۍ سره ټکر وکړ.

رویټرز خبري اژانس د مرکزي مداريپور د لوړ رتبه افسر میر حسین له قوله راپور ورکړی، چې ژغورنکو تر دا مهاله د ۲۶ تنو جسدونه را وېستلي او یو شمېر لا هم نادرکه دي، میر حسین زیاتوي چې ژغورنکو پنځه تنه ژوندي را وېستلي چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

بنګله دېش کې هر کال د کښتیو د ډوبېدو خونړۍ پېښې را منځ ته کیږي چې د سلګونو وګړو ژوند اخلي.

Related posts