مې 09, 2021

خوست کې جلا بریدونو ۷ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

نن ماسپښین مجاهدینو د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ اړوند یعقوبیو سیمه کې د مزدوري اردو د قرارګاه مخې ته د مزدوري اردو په عسکرو د تکتيکي ماین چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې ۲ مزدور عسکر ووژل شول. همداراز مازدیګر ۵ بجې د صبریو ولسوالۍ اړوند اولیاء بابا سمیه کې د مزدوري اردو ۱ عسکر وژل شوی او وسله یې د مجاهدینو لاسته ورغلې ده.

مازدیګر ۵ نیمې بجې د موسی خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدور اردو له پوستې په را وتلو ګوډاګیانو باندې د زړورو مجاهدینو لخوا وسله وال برید ترسره شو، چې له کبله یې ۳ عسکر ځای پر ځای قتل او ۱ ژوبل شو.

‏2021‏/5‏/3

Related posts