مې 09, 2021

په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو ګڼو هیوادوالو ته ځاني او مالي تلفات اړولي

په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو ګڼو هیوادوالو ته ځاني او مالي تلفات اړولي

په هیواد کې د وروستیو اورښتونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او ګڼو هیوادوالو ته یې ځاني او مالي تلفات اړولي دي، د راپورونو له مخې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله تر دا مهاله د ۱۴ تنو هیوادوالو د وژل کېدو راپورونه تثبیت شوي دي او یو شمېر ودانۍ یې هم زیانمنې کړي دي.

سرپل ولایت کې هم هیوادوالو ته د وروستیو سېلابونو له امله ګڼ شمېر ځاني او مالي تلفات اوښتلي دي، هېره دې نه وي چې تېره ورځ له میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ څخه هم په یوې خپره شوې ویډیو کې د سېلابونو راوتو خبر ورکړل شوی و، خو تر اوسه یې د تلفاتو په هکله دقیق راپور نه دی ورکړل شوی.

بلخوا د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ اړوند لژده کلي کې یوې ښځې د بې وزلۍ له امله لومړی خپل کور سوځولی او بیا یې خپل ځان او درې تنه اولادونه سیند ته اچولي او مړه شوي دي.

په اولادونو کې یې دوه نجونې او یو هلک شامل وو، چې عمرونه یې د اتو، څلورو او دوو کلونو تر منځ اټکل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ کې هم سېبلابونو درې تنه وژلي، ۲۰ استوګنځایونه یې تخریب کړي، یو شمېر موټرونه یې زیانمن کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې ده.

‏د هیواد په یو شمېر ولایتونو لکه، هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، بغلان، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، پنجشېر ،پروان، کاپیسا ،بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، نورستان او د کابل په ځینو برخو کې نن او سبا د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل ورکړل شوی دی.

Related posts