مې 09, 2021

پکتیا کې قومندان او ۵ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون مازدیګر مجاهدینو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند هستوګني سیمه کې د مزدور دښمن په ګزمه برید کې ۲ مزدور عسکر ووژل.

مازدیګر د پټان ولسوالۍ اړوند ژوري سیمه کې په پیاده ګوډاګیانو د ماین چاودنه کې ۲ نور ګوډاګیان قتل او ۱ ژوبل شو.

پرون شپه ۱۰ بجې د مرکز اړوند سلام خیلو سیمه کې د کفتان ولد سلطان په نوم د پوستې په مزدور قومندان برید کې هغه ځای پر ځای ووژل شو.

مازدیګر ۶ بجې د وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند لکي تيږې سیمه کې په شریرو اربکیانو برید کې ۱ اربکی وژل شوی دی.

2021/5/3

Related posts