مې 09, 2021

میدان وردګ: بندچک کې د کابل ادارې ۲کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

رون د میدان وردګ ولایت، بندچک ولسوالۍ کې د محمداصف ولد ګل علم په نوم، چې د ګردن مسجد د ټوپورکلي اوسیدونکی او کندهار کې د مزدوري اردو د لوجستګ مرستیال و، او میراقا ولد بادشاه خان په نوم د خوات خلیلي کلي اوسیدونکی چې په میدان ښار کې یې د پولیس په توګه دنده ترسره کوله د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی له جګړې او مخالفته د خپلې بیزارۍ په اعلانولو سره  په خپلو تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او د راتلونکي لپاره یې مزدوري ادارې ته د بیا نه ورتلو کلکه ژمنه کړې ده.

‏2021‏/5‏/3

Related posts