مې 09, 2021

لغمان مرکز کې پوسته فتحه، وسلې ونیولي شوې

د الفتح بریمنو جهادي عملیاتو په دوام بالاخره پرون غرمه ۱۲ بجې مجاهدینو د لغمان ولایت مرکز اړوند بدیع ابا سیمه کې هغه پوسته په مکمل ډول فتحه کړله چې له دریو ورځو راپه دېخوا د مجاهدینو تر کلکي محاصرې لاندې وه. دغه پوسته د سیمې د اوسیدونکو تر بیا بیا غوښتنو او د مجاهدینو د پرله پسې بریدونو په نتېجه کې دښمن تخلیه کړې او تښتېدلی دی. یاده شرځاله کې له دښمن څخه ۲ میله ایم ۱۶ ټوپک او ۳۰۰۰ مرمۍ، ۱ میل ایم ۴۹ او شاوخوا ۴۰۰۰ مرمۍ، ۱ هاوان او ۲۰ مرمۍ، ۷ دانې د راکټ مرمۍ او داسې نور ګڼ مهمات او جنګي توکې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د یادې پوستې د مرستي په موخه له دوو خواوو د دښمن قوه هم راغلې وه، خو د مجاهدینو له دښمن ځپونکي غبرګون لیدو وروسته چې ۵ ګوډاګیان پکې مړه او ژوبل شول د چنچار پله د پوستې له ګوډاګیانو سره یو ځای بیرته وتښتېدل.

ځایي خلکو له سیمې د شریر دښمن په تېښته خوښي څرګنده کړې او مجاهدینو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

‏2021‏/5‏/4

Related posts