جون 25, 2021

رسنۍ بايد خپله بې طرفي وساتي ..!!

رسنۍ بايد خپله بې طرفي وساتي ..!!

د ورځي خبره:

له تېرو څو اونیو راهیسي چې کله د کابل رژیم د مجاهدینو پرضد د هیواد په مختلفو برخو کې د پراخو عملیاتو، بمبارونو او چاپو تابیا اعلان کړه او په ډېرو ځایونو کې یې د مجاهدینو په نامه ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله، لکه د ننګرهار، خوګیانو، خوست صبریو، بغلان، کندوز، لوګر، میدان وردګ، هلمند، فراه، غزني او ځینو نورو ځایونو کې یې په څرګنده توګه ملکي تلفات واړول.
او په مقابل کې یې مجاهدینو هم خپل ځوابي بریدونه تیز کړل، چې دا مهال یې د کابل د ګوډاګۍ ادارې له چارواکو او عسکرو څخه لوری ورک کړی.
په همدې جریان کې د کابل یو لوی شمیر رسنیو او د هغوی اړوند ځینو خبریالانو په څرګنده خپله بې طرفي له پامه غورځولې، تنها د رژیم په ملاتړ پروپاګند کوي، هغه څه خپروي چې د ارګ، ملي امنیت او دفاع وزارت له دفترونو دوی ته ورکول کیږي.
له دې پرته پر هر ډول حقایقو سترګي پټوي، د مجاهدینو نه خبر خپروي او نه یې په یو پیښه کې نظر اخیستلو ته توجه کوي، او چې علت یې ورنه وپوښتل شي؛ تشي بهانې کوي.
د حکومت له لوري بیا هغه څه خپروي چې سل سلنه دروغ وي، مثلاً د هلمند د جګړې په جریان کې چې مجاهدینو د ناوې په سیمه کې پر یو مهم بیس برید وکړ، ګڼ شمېر عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله، ځيني یې ژوندي ونیول، بې شمېره وسلې او مهات غنیمت شول، (تصویرونه او ویډیویي کلیپونه یې پرسوشل میډیا هرڅوک لیدلی شی.) له دغه برید سره سم د رژیم عسکرو ګڼ شمېر نوري پوستې هم پرته له مقاومته پخپله خوښه خوشې کړي او وتښتیدل.
د کابل رسنیو په یوه خوله دا راپورونه ورکول چې هلته له سلو ډير طالبان او دوه ویشت د القاعده غړي چې پاکستانيان دي؛ وژل شوي. حالانکه حقیقت دا دی چې د مجاهدینو تلفات فقط یو شهید، څلور زخمیان وو، ځکه چې عسکر په تیښته وو، تلفات د مقاومت په صورت کې رامنځته کیږي.
همدارنګه د القاعده او پاکستانيانو د موجودیت او بیا وژل کیدا لپاره هيڅ سند شتون نه درلود، خو د کابل رسنیو بیا هم مسلسل دا بې سنده خبر په داسي شکل فقط د چارواکو له خولې خپرواه، چې د امارت د ویاند رسمي تردید او نظر ته یې هیڅ اعتنا نه کوله.
همدارنګه د ملکي تلفاتو په برخه کې چې د امارت له لوري رسنیو ته په دوو اونیو کې مستند راپور وړاندي کیږي؛ رسنۍ هغه ته هم چندان توجه نه کوي، بهانه کوي چې حکومت لا نه ده تائید کړې. او برعکس د روژې په وروستیو دوو اونیو کې چې بیا څومره تلفات د کابل ادارې نظاميانو ته اوښتي؛ رسنیو هغه په ملکي خلکو تیر کړل او له هرډول سند پرته یې پرلپسي خپرول. داسي ګڼ شمېر مثالونه شته.
اوس خبره دا ده چې رسنۍ که هرڅومره د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅي رژیم په تمویل چلیږي؛ ظاهراً خو یې دعوه د رسنیز رسالت د اصولو، ناپیلیتوب او د بیان د آزادي ده. د دغي دعوې خو تقاضا دا ده چې باید په ریښتیني توګه ناپیلیې پاتي شي، یا لږ ترلږه سل سلنه خو له ځانه د لاسپوڅي رژیم آله کار جوړه نکړي.
حقیقت دا دی چې په دې ناکامه یو طرفه تګلاره رسنۍ نه دا مرګِ حاله رژیم له سقوطه ژغورلای شي او نه یې دا د کرایی مزدورو عسکرو لویدلی مورال اوچتولای شئ. د کابل رژیم چې اوس په کوم حالت کې قرار لري، هغه تصویر هسي هم د خواله رسنیو او نور وسایلو له طریقه ټول ولس او دنیا ته په ښه توګه رسیږي، اما رسنۍ دې خپل حیثیت د دې لاسپوڅي رژیم لپاره نور نه خرابوي.
په دې یو لوریزه عمل سره، رسنۍ ولس او نړیوال په کاذب غفلت کې موقتاً اچولای شي، مګر ځمکني حقایق هیڅکله بدلولای نشي. که رسنۍ همدې یولوریزي منفي تګلاري ته ادامه ورکړي؛ دا نه د افغانستان او نه هم پخپله د رسنیو په ګټه ده.

پای …….!
۲۰۲۱ / ۵ / ۵

Related posts