جون 15, 2021

لوګر مرکز کې ۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۹ بجې مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند درویش سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته برید کې ۲ مزدور عسکر ووژل.

نن غرمه ۱۱ بجې د مرکز پل علم اړوند شاروال هوټل ته څېرمه د چریکي مجاهدینو په برید کې د جاسوسي شبکې یو افسر قتل ۲ نور ژوبل شول.

نن غرمه ۱۱ بجې د جمعه خان کلا سیمه کې د مزدوري اردو په پیاده عسکرو د ماین چاودنه کې ۱ مزدور عسکر قتل بل ژوبل شو. او سهار وختي د پورک سیمه کې د مزدوري اردو په پوسته پرله پسې هاوانونه ویشتل شوي، چې له کبله یې پوستې ته زیان اوښتی، خو د مرګ ژوبلي په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏2021‏/5‏/5

Related posts