جون 15, 2021

بلخ: چمتال کې د صحت مسؤلینو له ځایي روغتون څخه لیدنه وکړه

بلخ: چمتال کې د صحت مسؤلینو له ځایي روغتون څخه لیدنه وکړه

پرون د بلخ ولایت، چمتال ولسوالۍ فشمه کلا سیمه کې د صحت د مسؤلینو د BHC له کلینک څخه لیدنه وکړه. په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې په روغتیا یي کارکوونکو برسېره د فرهنګي کمیسیون ولایتي مسؤل، د محاکمو عالي ادارې مسؤلینو، د ولسوالۍ نظامي مسؤل او نورو ګډون کړی و. د غونډې په اوږدو کې د سیمې په صحي ستونزو او حل لارو یې خبرې وشوې او د یوې خیریه ادارې لخوا د یاد کلینک د ترمیم او د لمريزي برېښنا په مټ د پاکو اوبو برابرولو ژمنه وشوه، چې مسؤلینو او ځایي خلکو یې هرکلی وکړ.

‏2021‏/5‏/5

 

Related posts