جون 25, 2021

سم اطلاعات او غلط تبلیغات؛ څنګه یې له یو بل سره بېل کړو؟

سم اطلاعات او غلط تبلیغات؛ څنګه یې له یو بل سره بېل کړو؟

عبدالصمد شاکر

افغانستان کې اوسمهال د خبرونو یوه د پام وړ برخه په تبلیغاتو/ پروپاګند متمرکزه ده او په دومره غیر مستقیمه توګه او د بې پریتوب په جامه کې ټولنې ته وړاندې کیږي، چې له سیاستوالو او په سیاست کې د ښکیلو کسانو پرته یې عام مخاطب ته ژر درک کول ستونزمن دي.

په اوسنیو خبرونو کې د تبلیغاتو (منفي او مثبت) تر ټولو اسانه لاره نرم، په نظر او تحلیل ولاړ تولیدي خبرونه دي، چې نرم او بریالی تبلیغ/ پروپاګند (Soft Propaganda) یې لکه د اوبو د یو سوړ څاڅکی په څیر د انسان په وجود څاڅيږي، خو سخت او ناکام تبلیغ (Hard Propaganda)، چې له جګړه ییزو شرایطو پرته یې استعمال ته څوک زړه نه ښه کوي، د کاڼي په څېر په انسان لګیږي او د کاڼي د وار پر وړاندې غبرګون حتمي دی.

له تبلیغاتو او تبلیغاتي نظره رغیدلی خبر د تبلیغاتي/ پروپاګنډ خبر (Propaganda News) په نوم یادیږي او سم خبر/ اطلاعات یې نشو بللای؛ خو پوښتنه دا ده، چې څنګه کولی شو، چې سم اطلاعات/ سم خبرونه له غلطو تبليغاتو/ پروپاګند څخه جلا کړو؟ لاندې یې څو نکتې درته په ګوته کوو:

سم اطلاعات او غلط تبليغات: (۱)
ټلویزیون ته ناست یئ او پوره یو اوونۍ په یوه موضوع خبرونه/ خبرې او خپروني اورئ! په پرلپسې توګه د یوې ځانګړې موضوع په ګټه، یا زیان مثبت او منفي خبرونه خپريږي، چې همدا د خبر په جامه کې د پېښې مثبت او منفي تبلیغ او د پېښې پلان شوی پوښښ (Agenda setting) دی.

سم اطلاعات او غلط تبلیغات: (۲)
خبرونه اورئ/ لولئ/ ګورئ؛ خو د هر خبر لپاره د اصلي پیښې د رسولو او رسنیزولو په ځای ورته ځانګړې اجنډا ټاکل شوې وي، چې همدغه کار ته اطلاعات نه؛ بلکې پخپله تبلیغ دی.

سم اطلاعات او غلط تبليغات: (۳)
خبرونه تعقیبوئ او د پیښې د اصلي روخ ښودلو پر ځای د اغیز او د اغیزناکو شرایطو د ایجادولو لپاره کاریږي او د اغیز دا چاپیریال د مخاطبانو پر عمل او غبرګون او دهغوی پر انددود، لیدلوري او افکارو اغیز پریباسي، چې همدغه ډول د خبر تبليغاتي ویرژن دی.

سم اطلاعات او غلط تبلیغات: (۴)
هر خبر چې اورئ/ وينئ/ لولئ؛ نو اطلاعات په کې په بې پريتوب نه انتقالیږي او د مخاطب د سلوکو او افکارو د قصدي بدلون دلارښونو په څېر عمل به کوي، چې همدا تبلیغ دی او اطلاعات نه دي.

سم اطلاعات او غلط تبليغات: (۵)
خبر مو واورید/ وکوت/ ولوست خو داسې و، چې ځانګړی فکري او سلوکي اړخ یې ځواکمنولو، همدا تبليغاتي خبر دی؛ ځکه خبر یوازې په اطلاع او معلوماتو اکتفا کوي.

سم اطلاعات او غلط تبليغات: (۶)
خبرونه مو واوریدل/ وکتل/ ولوستل؛ خو خبر د رسنۍ د واکمن سیاست او رسنیزې پالیسۍ د تعقیب په چوکاټ کې جوړ شوي و؛ نو همدغه خبرونه تبلیغات دي او اطلاعات نه دي.

سم اطلاعات او غلط تبليغات: (۷)
خبرونه مو تعقیب کړل؛ خو د سرچینې شفافیت یې کمزوری و؛ نو دا خبرونه پروپاګند او تبليغات دي او کله هم اطلاعات نه بلل کیږي.

سم اطلاعات او غلط تبليغات: (۸)
خبرونه اورئ/ لولئ او ګورئ؛ خو په هر خبر کې د ژبنیو، قومي او ملي امنیتي مسایلو، کړکیچونو او جګړه ییز حالت احساساتي رنګ درک کوئ؛ نو همدا ډول یې تبلیغات دي او اطلاعات نه دي.

Related posts