جون 25, 2021

د ولسواکۍ د مدعیانو لخوا د ولس سلاخي

د ولسواکۍ د مدعیانو لخوا د ولس سلاخي

د ورځي خبره:

د کابل ادارې مشر اشرف غني له یوې خوا د ولسواکۍ شعار را اخیستی او وایي چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له ولسواکي ( دموکراسي) څخه دفاع کوي، خو بل اړخ ته یې د همدې دموکراسۍ یا جمهوریت د دفاع او پایښت لپاره یې د ولس په سلاخي کولو، قتل عام او بمبارولو پيل کړی. د هلمند په ولایت کې تازه جنایت او تر دې وړاندې په بیلابیلو سیمو کې د کابل رژیم لخوا د ولس په وړاندې وحشت او بربریت ثابتوي چې د ولسواکۍ شعاربازان د خپل واک د ساتنې لپاره هر څه ځان ته روا بولي او هیڅ قانون او اصولو ته ځان مسؤل نه ګڼي.
د هلمند د ناوې ولس د دې لپاره بمبار او قرباني شو چې د اشرف غني ولسواکي حاکمه پاته شي. هغه ولسواکي دې په تندر ولګي چې د ولس په وینو پاییږي. عجیب تناقض دی، له یوې خوا دموکراسي یا ولسواکي د ولس له متن څخه راپنځیدلی نظام ګڼي. خو بل اړخ ته د همدې نظام لپاره دا شل کاله د ولس وینې تویوي، بمبارونه ورباندې کوي او په لکونو افغانان یې د دموکراسۍ په پښو کې سلاخي کړل.
له دې معلومیږي چې د دموکراسۍ د شعاربازانو په قاموس کې یوازې د دوی سیاسي فارموله (دموکراسي) د تقدس تر حده مهمه ده، له هغه پرته ولس، خلک او انسانان هیڅ اهمیت نه لري. نو ځکه یې داسې په بې دردۍ قتلوي او د قسماقسم وسلو او جنګي وسائلو تمرینات ورباندې کوی.
افغان ولس باید د ولسواکۍ د شعاربازانو دغه ظلم او وحشت چې د ولس په وړاندې پیل کړی په ژور نظر وارزوي، له همدې باید معلومه کړي چې دوی په خپل قول او دعوه کې دروغجن دي، دوی یوازې په خوله د ولس او ولسواکۍ نعرې وهي، نور د ولس لپاره حتی د ژوند حق هم په رسمیت نه پیژني، د سیاسي واک او حاکمیت حق خو ډیره لرې خبره ده.
د دموکراسۍ د شعاربازانو دغه ظلم او بربریت زموږ ولس ته د کمونیستانو جرمي دوره وریادوي، هغوی چې د خپل د باطل نظام لپاره یې یو نیم میلیون افغانان په شهادت ورسول او په زغرده به یې نعرې وهلې چې زموږ لپاره د شل میلیوني ولس په نسبت څو زره کسیزه کمونیستي ټولنه مهمه ده او د خپل نظام د تپلو لپاره د میلیونونو انسانانو وژلو ته هم آماده وو.
خو لکه څنګه چې پروني کمونیستان په خپل مرام کې نامراده شول، په بمبارونو، وحشتونو او قتل عامونو یې د خپل باطل حاکمیت مراندې ټینګې نکړای شوې، اوسني ظالمان او عاموژونکي هم باید په ظلم او وحشت کې خپله بقاء ونه لټوي، بلکې د ظلم او تجاوز نتیجه به یې معکوسه وي. ځکه د تاریخي تجربو حکم دا دی چې هیڅ ظلم پایښت نه لري، الله تعالی ډیر ژر د مظلومانو نصرت کوي او ظالمان د خپل عمل د سزا په لیدو سره د ټول بشریت لپاره د عبرت نښه ګرځي.

Related posts