جون 25, 2021

د کابل ادارې نظامي او امنيتي بنسټونه د چا ګټې خوندي کوي؟

د کابل ادارې نظامي او امنيتي بنسټونه د چا ګټې خوندي کوي؟

احمدجان مزمل
که څه هم په افغانستان باندې امریکا او متحدینو يې له يرغل څخه ظاهراً خپل اهداف د سپټمبر د ۱۱مې په څېر پېښو مخنیوی او د القاعده ځپل ياد کړل؛ خو په حقيقت کې اشغالګرو بېلابېل اوږدمهاله او لنډمهاله اهداف لرل چې مهم يې د افغانستان په نیولو سره د آسيا پر زړه خپلي منګولي ښخول، ددغې سيمې د بډايو کانونو استخراج او شاوخوا هيوادونه تر خپل سياسي، اقتصادي او نظامي فشار لاندې راوستل وو، د امریکا څارګرې ادارې د نورو متحدو جاسوسي ادارو په ملتیا دا وپتېیله ترڅو په افغانستان کې د القاعده او بل هر دښمن د ځپلو په موخه، په افغانستان کې  قرار دادي ملېشه د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه استخدام کړي. چې په دې توګه به دوی وکولای شي د کمو مصارفو په بدل کې د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه په خلاص لاس عملیات ترسره کړي او له دې لارې خپلو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږي.

همغه و چې د بوش ادارې د CIA دا نظر چې په افغانستان کې د خپل امنیت او ګټو د خوندي ساتلو په موخه به افغان جغرافيې سره بلد اشخاص استخداموي، په همدې توګه يې په پاټکسالارانو او ټوپکسالارانو پورې مربوط کسان د خپل امنیت په موخه وګمارل. دغه کسانو به نه یوازې دا چې د دوی امنیت به يې خوندي کاوه؛ بلکې د دوی لپاره به يې جاسوسي هم کوله او دوی ته به يې د مجاهدینو اړوند معلومات په لاس ورکول.

دوی د دې لپاره ترڅو په وړاندې يې حساسیتونه را ونه پارېږي، همدا کار وکړ او د خپل امنیت، د دوی لپاره د جاسوسي او د عملیاتو په مهال د ښه ځلېدا په موخه يې دغه کسان د ملي(اردو، پولیس او امنیت) تر نامه و شعار لاندې سره منسجم کړل. دغه افراد چې اشغالګرو د ملي تر شعار او نامه لاندې چوکاټ کې ګمارلي، په ظاهره د افغانانو د امنیت ساتنې ادعا کوله او تر دې نامه لاندې يې فعالیت کاوه/کوي؛ خو په حقیقت کې يې د اشغالګرو ګټې خوندي کولې او هغه اعمال يې ترسره کول چې اشغالګرو به ورته په ګوته کول. دوی به د عملیاتو پر مهال تر اشغالګرو مخکې روان وو، په بېزونو کې به يې د هغوی امنیت ساته او په کلیو او بانډو کې به يې ورته جاسوسي کوله هغوی يې بیا په بدل کې تنخواګانې ورکولې او مهمات به يې ورته چمتو کول.

اوس چې اشغالګر په وتلو دي دوی اوس هم همدغه شعار بدرګه کوي چې موږ د افغانستان ګټې خوندي کوو خو په حقیقت کې دوی د اشغالګرو ګټې خوندي کوي. ځکه هغوی يې بنسټ ایښی، هغوی يې اکمالوي او هغوی روزنه ورکوي. کوم ځواک چې هر څه يې نور ورکوي، هیڅ امکان نه لري چې د خپل هیواد ګټې دي خوندي کړي. نو ویلای شو چې په افغانستان کې اوسنۍ شته اداره او نور بنسټونه، ټول د پردیو ګټو د خوندیتوب په موخه رامنځته شوي او د همدوی ګټې خوندي کوي. په دوی که دا نن د بهرنیانو له لورې مادي امکانات ودرول شي، هر یو به يې په خپله مخه ځي او د افغان ملت هیڅ غم به ورسره ونه اوسي. دوی د دې لپاره چې ملت له ځان سره ملګری کړي او یا د هغوی اولادونه په خپله ډله کې شامل او له خپلو وروڼو سره په جګړه بوخت کړي، همدا شعار بدرګه کوي چې موږ له افغانستان څخه دفاع کوو او د افغان ملت ساتنه کوو. همدارنګه د هر هغه خنډ او لاسوهنې په وړاندې ولاړ یو چې د بهرنیو له لورې افغانستان ته پېښېږي؛ خو په حقیقت کې دوی هیڅ استقلالیت نه لري . همدارنګه، دوی چې څومره عملیاتونه او جګړې په لاره اچولي، یوه يې هم د اسې نشته چې پکې افغان ملت ته ګټه رسېدلي وي. بلکې ټول عملیاتونه يې د اشغالګرو په اشاره تر سره کړي او د هغوی ګټې يې خوندي کړي.  ځکه څو ورځې وړاندې ارګ مشر په خپله د دې خبرې په کولو سره چې ګواکې د اشغالګرو له وتلو وروسته به دوی د پرېکړو صلاحیت خپل کړي، په دې خبرې خپله د تائيد مهر وواهه چې دوی هره پرېکړه د اشغالګرو په خوښه کوي او ټوله قومانده يې د امریکا له سفارت څخه ورکول کېدونکې ده.

په پای کې ویلای شو چې همدغه د ملي تر شعار لاندې د پردیو د ګټو خوندي کوونکې ملېشې، که اشغالګر له افغانستان څخه بهر هم شي، دوی به يې ګټې خوندي کوي او د هغوی لپاره به جګړه کوي. دوی که هر څومره ځانونه خپلواک او د افغانستان ګټو ته ژمن معرفي هم کړي، مګر بیا هم ځينې يې په بې خبري کې او ځينې يې په فهمیده ډول پردۍ ګټې خوندي کوي. که کشران يې هر څومره ځانونه مستقل وښيي خو مشران يې د اشغالګرو او پردیو استخباراتو له لوري اخیستل شوي او د هغوی لپاره په چوپړ بوخت دي او تر هغې به دوی هیڅکله خپلواک او د افغانستان ګټې هم خوندي نکړای شي ترڅو يې چې يې له همدغه خپلو مشرانو سره مقاطعه نه وي اعلان کړي او په واقعي معنی، پرته له کوم امتیاز څخه يې هیواد ته د خدمت کولو هوډ نه وي کړی.

نو اوسنی د ملي تر نامه لاندې د پردیو ګټو خوندي کوونکې ملېشې چې تر څو اصلاح شوي او د پردیو له سلطې څخه وتلې نه وي، تر هغې پورې هیڅ امکان نلري چې په هیواد کې دې جګړه ودرول شي او سوله دې راشي. ځکه دوی په هیواد کې د جګړې د پيل او د افغان خاورې د اوږدمهاله اشغال عاملین دي.

Related posts