جون 25, 2021

د څرخي پله په زندان کې د یو سپين ږيري بندي د وفات له امله د بندیانو کمیسیون اعلامیه

د څرخي پله په زندان کې د یو سپين ږيري بندي د وفات له امله د بندیانو کمیسیون اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د څرخي پله په زندان کې یوتن سپين ږيری سیاسي بندي محمدحسن د محمدظریف زوی د لغمان ولایت د قرغي ولسوالۍ امبیړ کلي اوسیدونکی د ناروغۍ او بې غورۍ له امله په شهادت ورسید.
نوموړی خورا بوډا بندي له ډيرې مودې را هیسې ناروغ وو چې د کابل ادارې د مسئولینو لخوا نه سم علاج پرې کیده اونه يې هم خپلوانوته د سمې معالجې موقع ورکوله، چې بالآخره یاد بندي تیره شپه خپل روح خالق ته وسپاره او په مظلومیت سره په شهادت ورسید.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون د نوموړي بندي د وفات له امله خپله ژوره خواشیني ښيي، خپلوانو او کورنۍ ته يې د زړه له کومې تسلیت وايي او متوفا ته د فردوس جنت غوښتنه کوي.
ورسره له نړیوالو خیریه بنسټونو، حقوقي او بې طرفه ادارو څخه هم یوځل بیا غواړي چې د بندیانو خراب صحي او معیشتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د دا ډول ناوړه پيښو د تکرار په مخنیوي کې خپل رغنده رول ادا کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۲۵/۹/۱۴۴۲هـ ق
۱۷/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/5/7م

Related posts