جون 15, 2021

مسجدالاقصی: د اسرائیلي ځواکونو په برید کې ۲۰۵ تنه لمونځ کوونکي ټپیان شوي

مسجدالاقصی: د اسرائیلي ځواکونو په برید کې ۲۰۵ تنه لمونځ کوونکي ټپیان شوي

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، متعصبو اسرائیلي ځواکونو تېره شپه په مسجد الاقصی کې پر هغو مظلومو فلسطینیانو برید کړی چې لمونځ یې اداء کاوه، د وروستیو معلوماتو له مخې په دې برید کې ۲۰۵ تنه فلسطینیان ټپیان شوي چې ۸۸ تنه یې تر دا مهاله روغتون ته وړل شوي دي.

د فارس نیوز د راپور له مخې، دا نښتې په مسجدالاقصی او ورڅېرمه کلیو باب العامود او الشیخ جراح کې را منځ ته شوي دي، چې له امله یې ۲۰۵ تنه فلسطینیان ژوبل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د تېرې ورځې را په دېخوا د مسجد اقصی یو شمېر برخې کلابندې کړې وې، تر څو له مسجد اقصی څخه لمونځ کوونکي وشړي او ځینې برخې یې تخلیه کړي، خو په مسجد الاقصی کې شته کسانو له ځانونو پسې دروازې تړلي وې، چې اسرائیلي ځواکونو د مسجد الاقصی له بامونو څخه پر لمونځ کوونکو ګازي بمونه او د ربړینو مرمیو بریدونه کړي دي.

د سرې میاشتې/هلا احمر ادارې رسنیو ته ویلي، چې دوی غوښتل پر وخت ځانونه ټپیانو ته ور ورسوي، خو اسرائیلي ځواکونو یې مخنیوی کړی او نه پرېږدي چې په اسانۍ سره له پوځي کمربندونو تېر شي.

له دې خونړۍ پېښې وروسته د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د فلسطین واکمن ګوند حرکت فتح او د اسلامي مقاومت حرکت د اسرائیلو دا له کرکې ډکه کړنه غندلې او په نړیوالې ټولنه یې غږ کړی چې د اسرائیلي ځواکونو ددغو کړنو مخنیوی دې وکړي.

د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په هغو عربي هیوادونو چې له اسرائیلو سره یې په دا وروستیو کې سفارتي تعلقات زیات کړي، ویلي چې ژر تر ژره دې دغه سفارتونه ور وتړي، نوموړي همدا راز ویلي، دوی به د مظلومو فلسطینیانو غچ واخلي او په ټول توان به له فلسطیني سیمو څخه دفاع وکړي.

بلخوا اسرائیلي ځواکونو ویلي، چې فلسطینیانو لومړی د دوی سرتیري په ډبرو او شیشو ویشتلي، چې له امله یې ۶ تنه اسرائیلي سرتیري ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو دا کړنې د ترکیې په ګډون یو شمېر اسلامي هیوادونو غندلي او دا یې د بیت المقدس په وړاندې نه جبرانېدونکی جرم بللی دی.

Related posts