جون 15, 2021

کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د دېوال پرېوتو پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۷ تنه مړه شوي

کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د دېوال پرېوتو پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۷ تنه مړه شوي

کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د یوه استوګنځي د دېوال پرېوتو پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د معلوماتو له مخې دا پېښه تېره شپه د نجراب ولسوالۍ اړوند دره غوث سیمه کې را منځ ته شوې ده.

ویل کیږي چې دغه دېوال د غر ښوېدنې له امله را پرېوتی دی، چې د یوې مور او ۶ اولادونو ژوند یې اخیستی دی، د راپور له مخې دا غر ښوېدنه د ډېرو اورښتونو له امله را منځ ته شوې ده.

کاپیسا چې د پلازمېنې کابل شمال خوا ته موقعیت لري، هر کال ورته طبعي پېښې پکې را منځ ته کیږي چې ګڼ شمېر هیوادوال ته مرګ ژوبله اړوي.

Related posts