جون 15, 2021

میدان وردګو کې يوه مدرسه  پرانیستل شوه او لغمان کې له یو باب ښوونځي څخه لیدنه وشوه

میدان وردګو کې يوه مدرسه  پرانیستل شوه او لغمان کې له یو باب ښوونځي څخه لیدنه وشوه

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند ګردن سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو یو باب کلیوالي مدرسه پرانیستل شوه.

دغه مدرسه دشهداء (محمدي) په نوم ونومول شوه، د پرانیست غونډې مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

بلخوا د لغمان ولایت د تعلیم او تربیې مسئول د علینګار ولسوالۍ اړوند د سنګر نمبر ۱ ښوونځي څخه لیدنه وکړه، د پوهنې مسئول په یاد ښوونځي کې د تعلیم او تربیې په برخه کې خورا مهمه وینا وکړه، په غونډه کې ناستو ښوونکو د لغمان ولایت دتعلیم او تربیې له مسئول نه مننه وکړه، چې هر وخت د تعلیم د پرمختګ لپاره ورته مجالس او غونډې جوړوي.

د دې لیدنې په ورستۍ برخه کې د اسلامي نظام د نفاذ او قیام لپاره دعاء وشوه او په همدې سره مجلس پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۵/۵

Related posts