جون 25, 2021

د اسرائیلو لخوا په فلسطیني مسلمانانو باندې د ظلم او زیاتي په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د اسرائیلو لخوا په فلسطیني مسلمانانو باندې د ظلم او زیاتي په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په خواشینۍ سره خبریږو چې د اسرائيلي صهیونیستانو او غاصبینو لخوا په مظلومو فلسطیني مسلمانا نو باندې د ظلم نوی څپه پیل شوی ده.

په فلسطیني سیمو کې د خلکو کورونه په زور غصب کوي، په مسجد اقصی او مسجد صخرة کې په لمونځ کونکو باندې د اسرائيلي ظالمو عسكرو لخوا ډزې او بریدونه کیږي.

اسلامي امارت دغه وحشت او ظلم په سختو ټکو غندي، د فلسطین له مسلمانانو څخه خپل حمایت څرګندوي او په اسلامي هیوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونواو ټولو نړیوالو غږ کوي چې د اسرائیلو ددې ظلم مخه ونیسي او د مظلومو فلسطینیانو د حق تلف کیدو په وړاندې ودریږي.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۶/۹/۱۴۴۲هـ ق
۱۸/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/5/8م

Related posts