جون 25, 2021

سمنګان دره صوف کې پوسته فتحه، ۱۲ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون شپه مجاهدینو د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ بالا تاقچې کوتل سیمه کې د اجیردښمن په پوسته وسله برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د دښمن پوسته فتحه، ۷ مزدور پولیس قتل، ۵ نور ژوبل، ۲ کلاشنکوفونه، ۱ پیکا،۱ وړه مخابره او یوه اندازه مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

وروسته د مزدور رژیم په کومکي ګوډاګیانو هم کمین برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۱ ټانک ویجاړ، خو د سر زیان په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏2021‏/5‏/9

Related posts