جون 25, 2021

لوګر کې رینجر ویجاړ، ۱۰ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون غرمه ۱۱ بجې مجاهدینو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ ودانۍ ته نزدې د شریرو اربکیانو په رینجر موټر باندې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په ترڅ کې یې رینجر په مکمل ډول ویجاړ، د یو وحشي او ظالم قومندان په ګډون ۶ اربکیان ځای پر ځای وژل شوي دي.

۱۲ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند اب بازک سیمه کې د مزدورو عسکرو په پوسته د راکټ په مټ برید کې پوستې ته زیان رسېدلی، ۱ مزدور عسکر ژوبل شوی دی.

همداراز پرون شپه ۱۱ بجې د مرکز اړوند موسی کلا سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته برید کې ۱ مزدور عسکر وژل شوی او ۲ نور ژوبل شوي دي.

‏2021‏/5‏/9

Related posts