جون 25, 2021

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

لیکنه: ظهیر
هر موزون کلام یعنې وزن لرونکي کلام ته شعر ویل کېږي، شعر د «مافي ضمیر یا مافي الذهن» د اظهار یوه مؤثره او راښکونکې ذریعه ده، چې له لارې یې یو انسان کولی شي خپله خبره تر نورو ورسوي، نور متأثر او قایل وګرځوي او کله نا کله په نورو د شعر په واسطه ټوکې او طنز هم کوي، پکې د نورو هجوه او عیوب بیانوي، په دې وجه د بیان په اسالیبو کې یو لوی اسلوب د شعر و شاعري دی.

دا چې د شعر و شاعرۍ اساس په تخیل باندې وي، یو تن چې په خبره کې څومره مبالغه کولی شي، څومره چې یې تخیل لوړ وي هغومره به یې شعر ښکلی وي، راښکونکی او مؤثر به وي، خو د انبیاء علیهم السلام خبرې په تخیل نه بلکې په وحیې او یقین بناء وې، په دې وجه شعر و شاعري د انبیاء علیهم السلام د شان سره مناسب نه ده ځکه چې د هغوی مقام و مرتبه د شعر و شاعري نه ډطره لوړه ده، خلکو به رسول الله ﷺ ( ته شاعر ویلي: لیکن عظیم الشان قرآن کې الله تعالی وفرمایل « وما علمنه الشعر وما ینبغی» او نه دی ښودلی موږ تاته شعر او نه شاعري ستا شان دی، او یو بل ځای کې عظیم الشان قرآن کې راغلي دي «وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُھُمُ الْغَاوُوْنَ» د شاعرانو پیروي بې لارې خلک کوي غرض دا چې شعر وشاعري د رسالت او نبوت په اوصافوکې نه راځي.

هو! په خپله رسول الله ﷺ (شعر استعمال کړی دی، د ښه او کره شعر تعریف یې کړی دی او هم یې اشعار اورېدلي دي، نو د شعر د نفې مطلب مطلقاً نفي نه ده بلکې دا دی چې شاعر کیدل د رسول الله ﷺ ( له شان سره مناسب نه دي، مطلقاً د شعر وجود یوه ذریعه ده کوم چې د اظهار لپاره لا له پخوا نه شتون لري، چې ویل کېږي، لیکل کېږي او اوریدل کېږي او د قیامت پورې به وي، رسول الله ﷺ شعر و شاعري د اسلامي دعوت لپاره هم کارولې ده، که خپله رسول الله ﷺ شعر نه وایه خو شعر د «حُدي، رجز او غزل» په توګه د رسول الله ﷺ په مخکې لوستل کیده او په وجه یې رسول الله ﷺ لوستونکي ته ډاډ هم ورکاوه.

سمرة بن جندب رضي الله عنه څخه په شمایل ترمذي کې روایت دی چې د رسول الله ﷺ په مجلس کې شعرونه ویل کیدل او رسول الله ﷺ به داد هم ورکاوه او هر چې ترانې (رجز) دي نو رسول الله ﷺ (پخپله رجزیه شعرونه ویلي دي.

رسول الله ﷺ یو حُدِي خوان ساتلی و، هغه به په سفر کې هم ورسره و چې د اوښانو سره یوځای به روان و او په خواږه اواز کې به یې ُحدِي زمزمه کوله، د هغه نوم (انجشة) و، بخاري شریف کې روایت دی: یو سفر کې رسول الله ﷺ په اوښ سپور و، انجشة هم ورسره او هغه «حُدي» ویله، دا ځکه چې اوښ یو داسې ذوق لرونکی څاروی دی چې په څومره ښه خواږه غږ کې ورته سندره زمزمه کېږي، هغومره و تیز درومي، نو انجشة هم په ډېر خوند سره «حُدي» ویله او په اوښ باندې ازواج مطهرات رضوان الله تعالی علیهن سفر کاوه رسول الله ﷺ اواز ورکړ «رُویدَکَ یَا اَنجَشَة سَوقکَ بِِالقَوَارِیرِ» اې انجشة کرار، کرار یې وایه، تا هندارې بار کړي دي یعنې چې اوښ تیز درومي نو د هندارو پشان میرمنې چې په اوښ سفر کوي ماتېږي.

رسول الله ﷺ له قریشو سره درې جنګونه کړي دي، د بدر جنګ، احد جنګ او د احزاب جنګ، کله چې رسول الله ﷺ د احزاب جنګ نه فارغ شو مسجد نبوي کې یې وینا وکړه او ویي فرمایل: مسلمانانو! له دې وروسته به قریش دومره حوصله یا مورال ونلري چې هغوی په موږ باندې حمله وکړي ځکه د هغوی ټول زور اوبه شوی دی، ټول عرب یې راغونډ کړل بیا یې هم بری ترلاسه نکړ، یوه میاشت محاصره یې وکړه عظیم الشان قرآن وايي «لَم یَنَالوُا خَیرا» چې هیڅ یې هم ترلاسه نکړای شول، پوره میاشت خوار و ذلیل شول رسول الله ﷺ وفرمایل: چې اوس په موږ باندې حمله نشي کولی اوس به موږ په دوی باندې حمله کوو، وروسته هم داسې وشول.

او دوهمه خبره رسول الله ﷺ دا وفرمایله چې قریش به له دې وروسته ستاسو په خلاف د تورې د جګړې حوصله ونلري لیکن اوس به هغوی د ژبې جنګ کوي ستاسو پر خلاف به پروپاګند کوي، ستاسو غندنه به کوي ستاسو په کردار به نیوکې کوي شعر و شاعري به کوي په سوداګریزو مېلو کې به ستاسو خلاف نفرتونه خوروي او ستاسو پر ضد به توپان پورته کوي
رسول الله ﷺ وفرمایل: صحابه وو! د تورې په جنګ کې تاسو له ماسره ملګري وئ نو د ژبې په دې جنګ کې به څوک، څوک ما سره ملګرتیا کوي؟ په دې سره درې کسان پورته شول حضرت حسان بن ثابت رضي الله عنه، حضرت کعب بن مالک رضي الله تنه او حضرت عبد الله بن رواحه رضي الله عنه او درېواړه د وخت وتلي شاعران وو او له انصارو څخه وو، هغوی دا مسؤلیت واخیست، چې د شعر و شاعري جنګ موږ کوو، حضرت حسان بن ثابت رضي الله عنه وویل: یار سول الله! ﷺ زه به پخپله په دې ژبه کافران څېرې کړم، حضرت حسان بن ثابت به د رسول الله ﷺ په مدحه کې نعتونه ویل او کافرانو به د رسول الله ﷺ په هجوه کې کوم کلامونه ویل هغوی ته به یې ځواب ورکاوه، حضرت عبد الله بن رواحه رضي الله عنه رجزیه او رزمیه شعرونه ویل: چې په دښمن به غرونه ونړو، د هغوی سرونه به قطع کړو، ککرۍ به یې خاورې کړو او داسې نور… او هر چې حضرت کعب بن مالک رضي الله عنه و، هغه د توحید، د الله تعالی صفات او د اسلام فایدې، د اسلام احکام او د عبادتونو خبرې په شعرونو کې موزون بیانولې او د کفر و شرک غندنه یې کوله او د هغه ناروغۍ او بدۍ یې بیانولې.

نو هغه جنګ یې په ډېره ښه توګه باندې وکړ، په دومره ښه انداز یې وکړ چې یو کال په حدیبیه کې رسول الله ﷺ عمره ونکړای شوه او بیرته راوګرځید، راتلونکی کال چې کله رسول الله ﷺ د قضا عمري کولو په نیت د ۱۵ سوه صحابه وو سره یو ځای روان شو، احرام یې وتاړه او تورې یې په غاړه کې ښکته ځوړندې کړې وې، کله چې مکې مکرمې ته ننوتل نو د رسول الله ﷺ د اوښې واګي حضرت عبد الله بن رواحه رضي الله عنه نیولي و نورو خلکو «لبیک اللهم لبیک» ویلې او عبد الله بن رواحه رجزیه شعرونه ویل …. ککرۍ به خاورې کړو، څټونه به مات کړو، د مکې کافران هم هلته حاضر وو، حضرت عمر رضي الله عنه ولیدل چې نور ټول خلک تلبیه وايي او عبد الله بن رواحه رجزیه شعرونه وایي، نو نږدې ورغی، په ژبه نه بلکې په اشاره یې ورته خبره وکړه ځکه چې هلته ورسره په اوښ باندې رسول الله ﷺ سفر کاوه نو اشارتاً یې ورته وویل: چې د خدای بنده مخامخ کعبه ده او ته پخپلو رجزیه اشعارو ویلو کې غرق یي! لیکن د رسول الله ﷺ نظر په حضرت عمررضي الله عنه باندې پرېوت ورته یې وفرمایل«دعه یاعمر» عمره! پرېږده، د ده اشعار ستاسو د غشو نه هم زیات د کافرانو په سینو کې په هدف باندې تېز لګېږي.

د دې واقعاتو راوړو مقصد دا دی چې دا خبره سمه ده چې عظیم الشان قرآن ویلي: شعر و شاعري د انبیاوو علیهم السلام شان سره مناسب او لایق نه دی لیکن اسلام د شعر و شاعري مطلقاً نفي نه ده کړې، هم دا وجه ده چې رسول الله ﷺ د اسلامي دعوت او دفاع لپاره د اظهار د ذریعې په توګه خطابت او شاعري دواړه استعمال کړی دی.

د شعر و شاعري مختلف ډولونه:
هو! شعر و شاعري مختلف ډولونه لري دلته په لاندې ډول د هغو پیژندنه کوو:
رجز: جنګي او جهادي ترانې دي. د مثال په توګه «انا النّبیُّ لا کذِب انا ابن عبد المطلب» دیته رجز ویل کېږي او دا رسول الله ﷺ پخپله ویلی دی.

حدي: شپانه د څارویو او اوښانو د څرولو او د تېز بوتلو لپاره حُدِي وایي، په دې باره کې اوښ له نورو څارویو څخه زیات ذوق لرونکی څاروی دی، څښتن که ورباندې هرڅومره دروند بار، کېږدي خو چې د هغه سره یو ځای ورته ښه خوندوره حُدي ویونکی هم وي نو اوښ ځغلي لکه د فارسي لاندې شعر:
حدی راتیز ترمی خوان چون محمل راگران بینی.
یعنې که په اوښ باندې بار دروند هم بار کړي نو ډاریږه مه ځکه حُدی تېزه کړه.

قصیده: د یوچا د مبالغې څخه ډک صفت او تعریف کول
هجو: د یو چا بد بیانول او غندنه کول
مرثیه: د مړه شوي تن صفتونه کول، د یوتن په مړېنه باندې د غم او ماتم ښکاره کول
غزل: له نازک صنف سره خبرې کول، د ښکلا او مینې موزون ذکر ته غزل ویل کېږي.

په صحابه وو کې هم لوی لوی شاعران موجود وو، یو سړی وي سخن شناس چې خپله شاعر نه یي خو په شعر پوهیږي، د کره او غیر کره شعر په تمیز پوهېږي، د شعر پیژندل او پرځای استعمالول هم مستقل ذوق دی، حضرت اُم المؤمنین عائشه صدیقه رضي الله عنها ته په شعر و شاعري کې ذوق او د اشعارو په پیژندلو کې خاص کمال حاصل و.

د عربي شاعرانو قسمونه:
عربي شاعران درې ډلې یا طبقې دي ۱ـ جاهلې ۲ـ مخضرم ۳ـ اسلامي.

جاهلي شاعران: هغه چې د جاهلیت دور یې موندلی، په جاهلیت دوره کې مړه شوي دي او مسلمانان شوي نه دي.

مخضرم: هغه شاعران دي کومو چې د جاهلیت او اسلام دواړه دورې موندلي دي، په جاهلي دور کې هم شاعري کوله او د اسلام قبلولو وروسته یې هم کړې ده هغوی ته مخضرم وايي.

اسلامي: هغو شاعرانو ته وايي: چې د اسلام په دوره کې پیدا شوي دي هغوی ته اسلامي یعنې مسلمان شاعران وايي.

جاهلي ادب ته اړتیا:
ادب: ادَّب، یُؤَ دِّبُ، تأدیباً لفظي معنی یې ده اصلاح کول او دا له دې وجې ورته ویل کېږي چې په دې سره د ژبې، اخلاقو او ادابو اصلاح کېږي په دې کې نصیحتونه هم وي د انسانانو اخلاق او کمالات هم وي او د نیمګړتیاوو او کمزورتیاوو په ګوته کول هم کېږي چې کومه خبره سمه ده او کومه ناسمه او عیبجنه ده؟ انسان ته کوم وخت څه کول پکار دي؟ دا هر څه د ادب لوستلو نه زده کېږي که یو څوک ادب په غور سره ولولي نو پکې زیات ګران بیه سبقونه موندل کېږي او ډیرې ښې خبرې معلومولی شي او انسان په دې باندې پوهیږي چې د شرافت او ذلت نښې څه دي؟

رسول الله ﷺ چې د نن څخه ۱۴سوه کاله وړاندې په کومه زمانه کې مبعوث شو، په عربي نړۍ کې په خطابت او شعر و شاعري کې فصاحت و بلاغت په عروج کې و او نن ورځ هغه معیار منل کېږي نن هم چې د ادب فصاحت و بلاغت لپاره معیارونه بیانیږي تر ټولو مخکې جاهلي ادب معیار ګرځول کېږي، قرآن کریم د هغه دور د ادب په دایرې کې راغلی دی رسول الله ﷺ هم د هغه دور انسان و، په ژبه مبارکه یې د هغه دور الفاظ، محاورې، مثالونه او متلونه وو.

د هرې زمانې او هرې سیمې خپله ژبه وي، د هر ژبې خپل الفاظ، محاورې او مثالونه د زمانې په اعتبار سره او یا د مقام په اعتبار سره بدلیږي، موږ پښتو وایو، د پېښور، مردان او کوټې خلک هم پښتو وايي، خو د پېښور، مردان او کوټې پښتو ویل له موږ څخه جلا دي یا په پښتنو کې د ځدراڼو، منګلو، وزیرو، او مسیدو بنوسیو محاورې جلا، جلا دي، د مروتو جلا دي د خټکو او یوسفزیو نه جلا دي د کندهار مثالونه د ننګرهار څخه جلا دي، د پکتیا مثالونه د هلمند او فراه څخه جلا دي، اوس که یو وزیر پښتون تقریر کوي نو په هغه باندې د پوهیدو لپاره د وزیرو او مسیدو لهجه باندې پوهیدل ضروري دي داسې هلُّمَ جرا.

دا چې عظیم الشان قرآن د هم هغه دور په عربي کې نازل شوی دی او هم د رسول الله ﷺ ارشادات او احادیث د هم هغه دورې په ژبه کې دي، له دې وجې په عظیم الشان قرآن باندې د پوهیدو لپاره او احادیثو مفهوم صحیح پېژندلو لپاره او د رسول الله ﷺ د مبارکو ارشاداتو د مصداق صحیح معلومولو لپاره د هغه دورې له عربي نه واقف کیدل زموږ دیني ضرورت دی او د شعر و شاعري د هغه اسلوب پېژندل د قرآن فهمۍ لپاره اړین دی.

اوس پوښتنه داده چې موږ پخپلو دیني مدرسو کې جاهلي ادب ولې لولو؟ یا په بل تعبیر جاهلي ادب ولې په درس نظامي کې شامل دی؟ دا ځکه چې هغه په قرآن پوهیدنې او د حدیث وسنت د مصداق معلومولو لپاره له ضروریاتو څخه دي، د هغه دورې محاورې، ضرب الامثال، متلونه او د هغه دور د ژبې لپاره معیار ګڼل کېږي نو په عظیم الشان قرآن او احادیثو باندې د پوهیدو لپاره یې لوست صحیح بولي که د هغه دور محاورې صحیح ونه ګڼل شي نو په عظیم الشان قرآن او حدیث باندې په صحیح توګه نشي پوهیدلی او ښکاره ده چې حماسه، متنبی او سبعه معلقه او نور لوستل مو د هغه دور د عربي ادب سره اشنا کوي څو د هغه زمانې عربي اسلوب او ذوق وپېژنو او په قرآن و حدیث باندې په پوهیدو کې ستونزه ونلرو.

د حماسې د دیوان لنډه پېژندنه:
د هر شاعر شعرونه چې کوم ذوق ته په پام سره ترتیب کړای شي، هغه «دیوان» بلل کېږي لکه: د حسان بن ثابت دیوان، د حضرت علي دیوان، د بابا عبد الرحمن دیوان، د خوشال خان خټک دیوان او نور… او یو دیوان هغه وي لکه یو سړی چې پخپل ذوق سره د خپلو اشعارو مجموعه ترتیب کړي او د ځینو نورو ذوق بیا د نورو د غوره اشعارو نه مجموعې ترتیبول وي، هغوی د مختلفو شاعرانو کلامونه راټول کړې او د هغو له منځه د خپل ذوق سره برابر شعرونه انتخاب کړي یعنې هر نظم یا غزل چې خوند ورکړې،هغه غوره کوي لکه زموږ په درس نظامي کې مروج کتاب «متنبي» کې چې څومره شعرونه او یا کلامونه راوړل شوي دي، ټول د متنبي خپل کلام دی، لیکن په درسِ نظامي په بل شامل کتاب «حماسه» کې چې څومره کلامونه راوړل شوي دي هغه د «مرتِب» خپل نه دي، بلکې ورته چې د «جاهلي، مخضرم، او اسلامي شاعرانو» په کلامونو کې کومو، کومو شعرونو خوند ورکړی دی له هغو یې مجموعه جوړه کړې ده.

د «حماسې» لفظي معنی ده «اتلولي ــ بهادري» یعنې د زړورو او میړنیو خلکو کلام، یا د مېړانې څخه ډک کلام، د حماسې ترتیبوونکی ابو تمام حبیب بن اوس و، څوک چې د «بني طی» قبیلې غړی و او د خپل دور له نومیالیو شاعرانو څخه یو و، په هغه وخت کې دا دود و چې شاعران به د پاچایانو دربارونو ته ورتلل او هغلته به یې قصیدې ویلي، درې څلور میاشتې به په دربار کې تم کیدل او درباریانو ته به یې قصیدې ویلي، بیا په عوض کې به یې د وخت پاچا یو څه پیسې ورکولې او بیا به د بل پاچا دربار ته ورتلل یعنې دا د هغوی د پیسو پیدا کولو ذریعه وه او د هغه دور پاچایان هم ادب پالان او فرهنګ پالان وو هغوی به د شاعرانو او خطیبانو زیات قدر او نوازش کاوه.

د خراسان پاچا «عبد الله بن طاهر» چې هغه مهال زلمی – ځوان و «ابو تمام حبیب بن اوس» د هغه په دربار کې یوه قصیده وویله، پاچا ته یې زیات خوند ورکړ او ورته یې د هغه زمانې «زر دینار» د انعام په توګه ورکړل، هغه وخت دا ډیر لوی انعام و، کله چې هغه بیرته ستنیده، نو په «همدان» باندې تیریده، هلته د هغه یو تن دوست «ابو الوفاء بن ابی اسلمه» میشت و، سوچ یې وکړ، چې ستړی یم دوه درې ورځې به هغه سره تم شم، بیا به ځم، کله چې یوه ورځ یې تیره کړه، نو په سبا ته ډیره زیاته واوره ووریده، چې په سبب یې ټولې لارې بندې شوې او خلکو ورته وویل: چې درې میاشتې وروسته به خلاصیږي، دا چې هغه مهال د نن په څیر د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې نه وې، لکه موټر یا الوتکې، ابو حبیب مجبوراً پاته شو، کوربه زیات خوشال و هغه ورته ویل: لارې بندې شوې درې میاشتې وروسته به خلاصېږي، نو ته هم دلته ډاډه اوسه او کتابتون شته دی دوه درې کتابونه ولیکه، نو په واورو کې بند پاته شوي «ابو تمام» د مختلفو شاعرانو د کلامونو د دیوانونو څخه یوه مجموعه تیاره کړه، یعنې دیوان ابی تمام «دیوان حماسه» دا دیوان د جاهلي، او اسلامي دورې د لویو او نومیالیو شاعرانو د کلامونو غور چاڼ دی، د هر شاعر شعرونه چې ورته خوند ورکړی دی هغه یې مرتب کړي دی ډیره په زړه پورې مجموعه ده د نږدې ۱۲ سوه کلونو راهیسې په مدرسو او علمي ادارو کې لوستل کېږي او په خاصه توګه زموږ مدرسو کې زیات مقبولیت لري.

Related posts