جون 25, 2021

د تخصص في الفقه اهمیت او ضرورت

د تخصص في الفقه اهمیت او ضرورت

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم .أمابعد : قال الله تعالی : “وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ “.

ژباړه : او« دهمیشه لپاره» مسلمانانو ته دا«هم» نه ده په کار چي«د جهاد لپاره» ټول« په جمع »ووځي «چي په دې سره نور اسلامي ضرورتونه معطل کیږي» پس داسي ولي نه سي کولای چي ددوی دهر لوی جماعت څخه کوچنی  جماعت «جهاد ته» ولاړسي «اوڅه په خپل وطن کي پاته سي »چي پاته خلګ «درسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کي ددوی څخه اوددوی څخه وروسته دښار دعالمانو څخه» ددین پوهه حاصلوي اوددې لپاره چي داخلګ خپل قوم «کوم چي جهاد ته تللي وي» کله چي بیرته دوی ته راسي« ددین خبري ورته وکړي دخدای دنافرمانۍ څخه» یي وبیروي چي دوی «ددوی ددین خبري واوري اودبدو کارونو» څخه احتیاط وکړي. معارف القران .

الله تعالی په دغه ایت کریمه کي مسلمانانه تشویقوي چي تاسي ټول جهاد ته مه وځی، بلکي یوه ډله دي ستاسي په دین کي دښه پوهاوي لپاره ووځي اودین  دي زده کړي، کله چي مجاهدین له جهاد څخه راسي دوی به هغه ددین احکام ورزده کړي .

علامه ابن أبي الحاتم -رحمه الله-  له عکرمه- رحمه الله-  څخه نقل کوي: کله چې  دا ایت نازل سو (إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذاباًأَلِيماً) نوبعض صحابه په زده کړو مصروفه وو اوجهاد ورڅخه پاته و،  نو منافقینو به ویل: چي د دغه ایت مصداق همدغه خلک دي، نوالله تعالی دغه ایت رانازل کړ.

په دې ايت کي الله تعالی  موږ ته  دا درس راکوي، چي موږ باید دجهاد سره سره  خپل تعلیم او تفقه ددین پرېنږدو، بلکي په هر وخت او هرځای کي موږ باید د تفقه في الدین لپاره یوه ټولۍ ولرو .

ځکه  تفقه في الدین زموږ  یو دیني ضرورت دی،  موږ ور څخه چاره نه لرو، نوله دې  څخه دفقه اهمیت اوفضیلت معلومیږي، چي الله تعالی وایي چي د جهاد سره (چي زموږ ددین یواهم جزء  اوضرورت دی )  باید دغه تفقه پرېنږدئ.

او د دې علم فضلیت موږ د دغه علم د اهل له مرتبې څخه ډېر ښه معلومولی سو، الله تعالی د دغه علم اهل ته داسي مرتبه ورکړې، چي د دغه دین د یوې شعبې واهل ته یي نه ده ورکړې ، یوه نمونه یي دایادولی سو:

د الله تعالی اراده د هیچا په اړه نه ده معلومه پرته  له فقهاوو څخه؛ ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي :”من یرد الله به خیراً یفقه في الدین ” [الحدیث ]

د دغه حدیث د مصداق لپاره د امام محمد – رحمه الله – حالت پېشولی سو :حکیم الامة اشرف علي تهانوي – رحمه الله –  نقل کړی او وایې: امام محمد – رحمه الله – چا په خوب ولیدی، پوښتنه یي ورڅخه وکړه:

الله تعالی له تا سره څه معامله وکړه؟

هغه مبارک ورته وویل: کله چي زه د الله تعالی دربار ته حاضرکړ ل سوم نوزماڅخه پوښتنه وکړل سوه: ته څه غواړې؟

ماوویل :ربي اغفرلي.

ژباړه : ای ربه ماوبخښه !

ماته وویل سول : که چيري موږ تاته عذاب درکولای  بیا به موږ تاته دغه علم نه درکولای،  موږ تاته دفقهي علم دهمدې لپاره درکړی و چي ستابخښل راته منظور و.

همدا راز  له ګڼو ایاتو اواحادیثو څخه د فقه فضیلت معلومیږي ؛ البته  د دغه اهم علم دحصول لپاره څه شرائط سته؛ ځکه چي څومره فضیلت لري هغومره سخت دی .

یوله هغه شرائطو څخه شاګردي ده؛ ځکه امام نووي په مقدمه دمجموع کي دامام شافعي – رحمه الله-   څخه رانقل کړي: چي هغه رحمه الله وویل :”من تفقه من الکتب  ضیع الأحکام” .

ژباړه: چاچي علم فقه له کتابو څخه (بغیر له شاګردۍ ) حاصله کړه،  هغه په واقعیت کې احکام ضائع کړل ،  یعني په صرف مطالعه د دغه کتابو دغه علم نه زده کیږي، بلکي ضائع کیږي.

ګوره !امام شافعي – رحمه الله تعالْی – په دوهم قرن کي تېرسوی ، په اتفاق دامت  مجتهد في الدین او امام و؛   هغه په خپله زمانه کي داسي وايي،  نو زموږ به څه حال وي په نن عصر کي چي( ۱۴)   قرن دی او موږ مقلدین محض څه چي ناقلین یو !

له همدې  کبله علماء کرام وايي: “من کان شیخه کتابه کان غلطه أکثر من صوابه”.

همداډول علامة عبدالله ابن المبارک ــــ رحمه الله تعالْی ــــ چي په ( ۱۸۱ سنه ) کي وفات سوی دی، فرمایلي دي :”إن وجدت على الحائط موعظة فانظر فيها تتعظ، قيل : فالفقه؟  قال:  لايستقيم إلا بالسماع “.

ژباړه :که چيري تاد پند خبره پردېوال ولیدله نوته هغه وګوره،  ته به پنداونصیحت ورڅخه واخلې،  چاپوښتنه ورڅخه وکړه :ایافقه هم همداسي سړی زده کولای سي کنه ؟

ده ورته وویل:  فقه بغیر له اورېدو په بل شي نه برابریږي .

خاص بیا په فقه کي داد افتاء منصب اوفتوی ورکولو صلاحیت  ډېر لوړ مقام دی؛ ځکه الله تعالی دفتوی ورکولو نسبت ځان ته کوي، الله تعالی فرمايي : يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ . اوالله تعالی چي دکوم منصب نسبت ځان ته وکړي ، هغه عظیم الشان منصب وي،   همدا راز  په دغه شريف منصب ټول انبیاء فائزین  وو.

دخاتم النبیین په زندګۍ کي شپږ  صحابه په دې منصب ناست وو. له عصر نبوي څخه وروسته په عصر راشدي کي تر یوسلو دېرشو زیات صحابه د دغه منصب خاوندان وو، چي مکثرین ورڅخه اوه علماوو یادکړي، اوګڼ شمېر نور فضائل یي هم علماوو ذکر کړي.

نوکله چي دا داسي عظیم الشان منصب و، نو د دې منصب دحصول لپاره علماوو شاګردي ضرور بللې ده؛ ځکه علامه برهان الدین المرغیناني –رحمه الله –  لیکلي :”قال الفقهاء: إن حفظ جميع كتب أصحابنا فلا بد أن يتلمذ للفتوى حتى يهتدي إليه” .

فقهاوو ویلي دي:  که څوک ټول کتابونه زموږ دمذهب یادکړي ، دی مجبوره دی چي شاګردي وکړي دفتوی ورکولو لپاره .

علامة المرغیناني –رحمه الله –  په پنځم قرن کي تېر سوی او د هدایه مصنف او د مجتهد في المسائل د مرتبې فقیه دی .

همد ډول  ابن عابدین شامي – رحمه الله تعالْی –  چي په ۱۲۵۲ هـ ق کي وفات سوی ــــ د علامة ابن حجر الهیتمي- رحمه الله –  له فتاوْی څخه رانقل  کړي :چي دده څخه پوښتنه سوې  د هغه شخص په اړه چي کتابونه وایي ،مطالعه کوي یي ، استاذنه لري اوفتوی ورکوي اوپه خپله  مطالعه باندي باور کوي ؛آیا دغه ده ته جائزدي کنه ؟

ده په جواب کي ورته لیکلي : “لایجوز له الإفتاء بوجه من الوجوه؛ لأنه عامي جاهل لايدري مايقول بل الذي يأخذ العلم من المشايخ المعتبرين لايجوز له أن يفتي من كتاب ولا من كتابين “.

ژباړه :ده ته نه ده جائز ه چي فتوی ورکړي په یوه وجه له وجوه؛ ځکه دی عامي اوجاهل دی، دی نه پوهیږي په هغه څه چي دی یي وایي، بلکي هغه خلکو چي له معتبرو مشایخو یي اخذ کړی وي هغه ته فتوی ورکول له یوه اودوو کتابو نه ده جائزه .

علامة ابن حجر- رحمه الله –  دنهم قرن عالم دی، دی خپله زمانه یادوي ، نوزموږ به څه حال وي چي په( ۱۴) قرن کي اوسیږو!

هغه محدث اوفقیه دی، په اوس وخت کي دده یوکتاب (چي فتح الباري دی ) موږ  په ټول کال نه سو مطالعه کولای اودی هغه څوک دی چي ده ته دفتوی ورکولواوتدریس اجازه استاذانو ترشل کلنۍ مخکي ورکړی وه .

علماء د ده په سوانحوکي لیکي: چي دده اوابن حجر عسقلاني دافرق دی چي دی محدث او فقیه دواړه و اوهغه صرف محدث و .

بیا له ده څخه وروسته ګڼ شمېر نورو علماوو دفتوی ورکولو لپاره شاګردي ضرور بللی ده،  لکه: په دولسم قرن کي علامة ابن عابدین الشامي-رحمه الله-  .نوداچي دپنځم ،نهم اودوولسم قرن علماء اوفقهاء ددغه منصب دحصول لپاره شاګردي په خپلو زمانو کي ضرور بولي، نوزموږ په څوارلسم قرن کي خو بیخي ضرور ده .

لله الحمد زموږ وروستنیو مشایخو د دغه شاګردۍ لپاره دتخصص طریقه ایجاد کړې ، چي خورا منتجه اوکامیابه لاره ده .که موږ غواړو چي په یو ټولنه کي دفقه نشر  او خدمت وکړو، نو تر مخ باید دا دخپلو مشایخو لارتعقیب کړو؛ ځکه په ټولنه اکثره وخت زموږ د ناکامۍ عمده سبب بې ځایه او بې موجب اختلافات وي، چي د فقهاوو د احکامو د مراتبو د نه پېژندنې له امله اکثر وخت پېښیږي او لله الحمد کومو علماوو چي دا لاره تعقیب کړې له دې مصیبت څخه الله تعالی ساتلي دي.

که موږ وګورو!  دا ډېره لویه  لاسته راوړنه ده؛ ځکه په نن عصر کي د یهودو او نصاراوو خطرناکه حربه د مسلمانانو لپاره په مسلمانانو کي خپل منځي اختلافات ایجادول دي اوهغه اختلافات د علماوو په اختلافاتو سره ایجادیږي.

نور بیا …

اخوکم في الله: سید عبدالصمد “حقاني ”

جامعه ابن عابدین الشامي ــــ رح ـــ

ادارة التخصص في الإفتاء والقضاء

هلمند سنګین .

۱۰/شوال/۱۴۴۲ هـ ق .

Related posts