جون 25, 2021

خپل ځانونه وپيژنئ ـ شپږمه برخه

خپل ځانونه وپيژنئ ـ شپږمه برخه

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله
ژباړن: نسيم زاده

د اوسني وخت بېلا بېلې فتنې

د قدر وړ عزيزانو!
له نيکه مرغه تاسو هغه ډله ياستى چې پوره ډاډ او غښتلى هوډ لرى چې د ياد شویو سترو امامانو تګلاره پر مخ وړى (که څه هم تر حد تېرېدنه نه ده چې زه د هغوې په قطار کې شمېر شم) خو زه د يادو امامانـو د خادمينو په ډله کې يـو خادم بلـل کيږم. جوته خبره ده چې د الله تعالى ورکړه پر هر انسـان باندې شامليږي لکـه څنګه چې فرمايي:
[ كلاًّ نمدُّ هولآءِ وَ هولآءِ منْ عطاءِ ربّك وَ مَا كانَ عطاءُ ربِّك محظوراً ]
يعني: موږ وه هغوی ټولو ته د الله تعالى له ورکړې څخه برخـه ورکوو او ستا د خدای ورکړه پر هيڅ چا بنده شوې نه ده.

هوکې؛ الله تعالى دا واک لري چې د بل ځل لپاره د تېرو شویو سترو شخصيتونو په څېر څو نور شخصيتونه پيدا کړي، هغوی ته پوره اجر ورکړي او د هغوی څخه د تېرو امامانو په څېر و دين ته خدمت واخلي خو نن سترې فتنې شتون لري چې د دوزخ د لمبو غوندې ورځ تر بلې سرونه راپورته کوي او ډيره ليرى خبره نه ده چې اسلامي نړۍ د يوى ګولې ډوډۍ په څير تيره کړي او خداې دى نه کړى د صحابه کرامـو ـ رضوان الله تعالى عليهم أجمعين ـ ټولې هڅې او هيلې له خاورو سـره خاورې شي.

نن د “ناصريت” فتنې په مصر کې، د “اشتراکيت” فتنې پـه سوريې کې او د “ملت پالنې” فتنې په عربي نړۍ کې د محمدي نبوت سره د جګړى لپـاره ږغ پورته کړى دى، نن د رسول الله صلى الله عليه و سلم شتمني تر يرغل لاندې ده د اسلام پر مرکز او د رسول الله صلى الله عليه و سلم پر پلازمېنه حملې کيږي.

زه په پوره جرئت سره ويلاې شم چې که نن امام ابوحنيفه، امام شافعي، امام مالک او امام احمد بن حنبل رحمهـم الله ژوندي واى د اوس وخت بېلا بېلو فتنو ته په کتو سره به يې د فقهې تدوين کار ممکن ځنډولى واى او د موجوده اوضاع سره د مقابلى په نيت به راپورته شوي واى، تاسو ډير نېک مرغه ياستى چې الله تعالى د اسلامي فقهې د جوړوني او تدوين کار تاسو ته نه دى سپارلى بلکې دا دنده له وړاندې د څو سترو امامانو په زيار ترسره او چمتو شوې ده.

پر محمدي نبوت باندې د الحاد او بي دينۍ يرغل:

قدرمنو طالبانو!
زمانې ته په کتو د فعاليت او خدمت لپاره بې شمېره اړخونه شتون لري، په لږ هڅه او زيار کولای شئ د ژوندون سترو موخو ته ورسېږى ليکن په دې خبر شئ چې په مدرسه کې د زده کړې او ښوونې لويه موخه دا ده چې یو ځل بیا د خالد بن ولید او ابوعبيده بن الجراح په څېر شخصیتونه ټولنې ته وسپارل شي، تاسو بايد پوه شئ چې د هغوې ارواوې د حال په ژبه داسي وايي: ”موږ په خپل وخت کې د يوې ګړۍ لپاره له سرشيندنې او جهاد څخه درېغ ونکړ او د بل ځل لپاره هيڅ کله نړۍ ته نه درستنيږو نن ستاسو پړاو دى“.

هوکې قدرمنو وروڼو!

نن باطل په بله بڼه ډګر ته راغلى دى، نن د تورې پر ځای د دلائلو ژبه چلوي، نن ماديت پالنه او قوم پالنه وه جګړى ته چمتو شوې ده، هغه وروڼه چې دا باور لري چې په ديني مدرسو کې د ښوونې او روزنې په مرسته کولاى شي د فتنو مخه ډب کړي او د شهيدانو، نيکانو او مخلصو بندګانو صف ته وردننه شي ډېر نيکمرغه دي.

الله تعالى خپـله ښه پوهيږى چې د کومو حکمتونو پر اساس يې دا پرېکړه کړې ده چې په اوس وخت کې انسان د لږ هڅې په سبب وه ډېرو لوړو مقامونو ته رسيږي لکه څنګه چې رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلى دي:
“مَن أَحيى سنَّتي عِنْد فسَاد أمَّتي فلَهُ أجْرُ مِائَة شهِيْد”
آيا پوهيږى په دې حديث کې له “سنت” څخه مقصد څه شى دى؟ په دى خو شک نشته چې د حديث وه ظاهر ته په کتو سره دا معلوميږى چې يوه سنت ته د امت د فساد پر مهال ژوند وربښل (عملي کول) د سلو شهيدانو له ثواب سره سمون خوري؛ خو زما له انده د “سنتي” لفظ څخه مقصد دا دى چې زما طريقه، زما لار او زما دين. اوس فکر وکړئ که څوک د دين او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دعوت ساتنې په موخه سر په لاس کې واخلي او په دې لاره کې په پوره زړورتيا را پورته شي د څومره لوړ مقـام برخمن به وي؟!

دا مدرسه چې تاسو د حقارت په سترګه ورته ګورى، دا نيم پاته او نړيدلي ديوالونه، دا فضآء او دا بيلا بيلې کمبودتياوې قسم په خدای د دى لپـاره سره يو ځای شوي چې له دې ځای څخه موږ داسې زړور او اتل ځوانان وه ټولنې ته وړاندې کړو کوم چې د حق او باطل په جګړه کې تل بريا خپل په برخه کړي، د رسول اکرم صلى الله عليه و سلم بيرق پر نړۍ ورپوي، د الحادي خوځښتونو او ماديت پالنې له فتنو سره په پوره جرئت د جګړى لپاره راپورته شي.

قدرمنـو طالبانو!
که ستاسو په ډله کې داسې کسان وي چې په خلاصو سترګو او غوږو دا احساس په زړه کې له ځان سره لري چې له دې ځای څخه کولای شي د امت وه لارښوونې او ژغورنې ته څـه هڅه وکړي، له کومې ورځې څخه چې يې په دغه علمي مرکز کې ګامونه ايښي دي برکت يې پکښې ليدلى دى او د هغوې مور و پلار ډير ښه کار کړى دى چې وه داسې علمي ځاى ته يې راليږلي دي نو داسى کسان به له نن څخه خپل هوډ غښتلى کوى چې د دې چاپيريال له محصولاتو څخه به په پوره توګـه ګټه ترلاسه کوي، د کتاب او سنت په زده کړه کې به تبحر پيدا کوي او خپل ژوندون به د رباني علماوو او حقاني داعيانو په څېر تېروي.

Related posts