جون 25, 2021

همدا دې وخت دی لږ فکر وکړه

همدا دې وخت دی لږ فکر وکړه

حسن زوی
الحمدلله موږ مسلمانان او بیا هغه افغانان یو چې ټول مسلمان ملت راباندې ویاړي او پر ځای ویاړي.

زموږ قاطع اکثریت هغه کلک مسلمانان دي چې شریعت، د شریعت احکامو، شعائرالله، رجال الله اولیاءالله، د الله کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته دومره دقدر په نظر ګوري چې ترې سل ځله ځان جارول خپله خوش نصیبي ګڼي.

له شرعي قانون پرته بل هیڅ ته نه دي تیار نو ځکه په تېرو ۴۰ کلونو کې څه هم ګڼ بې دینه حاکمان هم راغلل خو یو هم یو مخ د قانون بدلولو جرأت و نه شو کړای، خو یوه خبره باید ومنو چې دبې دینه حاکمانو د حاکمیت پر مهال د خلکو او خصوصاً ځوان کول د اذهانو د تخریب؛ د عقایدو د تضعیف او د اخلاقي فساد خپرولو ډېرې هڅې شوي دي چې له بده مرغه دې هڅو د دوی لپاره مثبتې پایلې هم لرلي دي.

اوس د صلیبي یرغلګرو نه پس چې زموږ د ځوانانو د بې دینه کولو هڅې ډېرې تېزې وې نو اثر یې هم زیات دی؛ بې باکي او سپین سترګي په ځوانانو کې ډېره زیاته شوې ده؛ ډېر ځوانان لیدل کېږي چې په خپلو اظهاراتو کې ځانونه آزاد ګڼي؛ له څرګندونو یې داسې ښکاري لکه چې په خبرو کې ځانونه د شرعي اصولو مکلف نه ګڼي؛ د ډېرو له څرګندونو داسې ښکاري لکه د لمونځ روژې پرته چې نور مکلفیت نه لري او په ژوند کې نور مکمل آزاد وي نو ځکه دې ته نه ګوري چې کومې خبرې له خولې راووېستل شي او له کومو خبرو ډډه وشي.

که خبره د سمتي، قومي او ژبنیز تعصب یا د خپل ګوند او خپل لیډر نه د حمایت او دفاع وي نو پکې تر ټولو حدودو تېرېدل د ځان حق بولي خو که د دین او شریعت نه د دفاع خبره وي نو بیا همدا ځوانان اخرس شیطانان وي، که بالفرض یو لوی دیني عالم سپی له زنځیر نه نیولی په کوڅه کې یې تېروي نو پسې به د ټولو خولې وازې وي او (بې له دې چې ځان ته معلومه کړي چې هسې یې شوقاً ساتلی که د کلا یا رمې د څوکۍ لپاره یې روان کړی؟) وایې به چې دا دومره لوی عالم او په کوڅو او لارو کې د سپي ګرځول؟ خو که دهمدې ځوانانو لیډر له ځان نه سپی جوړ او د شریعت د احکامو یا حاکمیت پسې غپېږي نو بیا چوپه خوله وي او ځان داسې ګڼي چې دده سره ددې خبرې هیڅ تړاو نشته.

دا خبره مې ځکه وکړه چې څو ورځې وړاندې مې د اشرف غني د خبرو یو کلپ واورېدلو چې پکې هغه یوې غونډې ته خبرې کوي او وایې: دې ته اړتیا نه لرو چې فکر وکړو څه وخورو او څه ونه خورو؟ او کوم شی حلال اوکوم حرام دی؟ همدا راز مې د اشرف غني د اوقافو وزیر قاسم حلیمي د خبرو یو کلپ هم واورېدلو چې پکې نعوذ بالله من ذلک د طالب په دین لعنت وایي.

دا کفري کلمات د ولسمشر او د اوقافو د وزیر له خولې نه راوتي دي او چېرته په بندې خونې یا خصوصي مجلس کې نه بلکې هر یو ته ګڼ خلک ناست دي؛ کامره ورته مخامخ ده چې دا داسې ده لکه ټول ملت ته چې وینا کوي.

ما ویل دا د حق آواز پورته کولو او د باطل د ردولو او په مقابل کې یې د ودرېدلو ډېره مهمه او اړینه موکه ده نو په رسنیو کې ټول فعال ځوانان به د دیني حمیت اوغیرت نه ټولې دوستۍ او دښمنۍ قربان او په یوه خوله به د دې دواړو دغپا پرضد راپورته او یو هېواد شموله احتجاج به رامنځته شي تر څو دوئ دواړه استعفا یا لږ تر لږه له ټول ملت نه بښنې غوښتنې ته اړ شي خو متأسفانه چې دلته د دې فعالو ځوانانو فعالیت تر سترګو نه شو او نه هم داسې قوي احتجاج رامنځته شو چې هیله یې کېدله.

شریعت موږ ته د ویلو صحیح وخت، مقام مقدار او څرنګوالی را ښولی دی؛ په ټولو چارو کې د شریعت د اصولو پیروي د هر مسلمان مسئولیت دی، نو د هغه خلکو حال ډېر د تأسف وړ دی چې الله تعالی ورته د خبرو استعداد ورکړی وي؛ د چا په تائيد یا تنقید کې خو له ټولو حدودو تېرېږي؛ قومي ژبنیز او سمتي تعصباتو ته لار برابروي او چې کله د دین نه د دفاع د حق او صداقت د تائید او د باطل د سرکوبولو وخت راشي نو بیا چوپه خوله وي.

د کابل اداره او پلویان یې دعوې کوي چې د دولت قانون یې اسلامي دی، هو! موږ هم منو چې د کاغذ پر مخ قانون اسلامي دی؛ چې ترکي، امین، کارمل او نجیب کفري نکړای شول نو اشرف غني دچا بچی دی چې کفري به یې کړای شي؟ خو یواځې دکاغذ پر مخ د لیکلو له امله نظام او قانون اسلامي کېدلې نه شي تر څو چې عملاً اسلامي شوی نه وي.

په کابل کې ناست هغه تن چې ځان د افغانستان قاضي قضاة بولي ولې حلیمي او اشرف غني نه راغواړي او ددې کفري کلماتو په باره کې ور نه استفسار نه کوي؟
او په ولسي او مشرانو جرګو کې ناست خلک که رښتیا هم د خلکو نمایندګان وي نو ولې دا دومره لویه خبره له نظره غورځوي؟

موږ مسلمانان یو؛ اسلام د منلو او د شریعت احکامو ته د سرښکته کولو نوم دی؛ زموږ عقیده ده چې تحلیل او تحریم یانې څه شی حلالول او حرامول یوازې او یوازې د خالق کار دی؛ پېغمبرانو صلواة الاه تعالی علیهم اجمعین ته هم الله تعالی د تحلیل او تحریم اختیار نه دی ورکړی؛ پیغمبران د الله له لوري دوی ته د شوې جلي او خفي وحيې په اساس حرام او حلال خلکوته بیانوي؛ له خپل لوري تحریم او تحلیل نه کوي.

د پسه او نورو حلالو حیواناتو غوښې خوړل او د خنزیر او نورو حرامو حیواناتو نه ځان ساتل او په ټول ژوند کې د حرامو او حلالو ترمنځ تمیز او توپیر زموږ د اسلام او ایمان نښه ده؛ په همدې کې مو کامیابي ده؛ په همدې کې مو خیر او خوشالي ده او همدا انسانیت دی.

څه باید وخورو او څه ونه خورو؟ څه روا او څه ناروا دي؟ همدا د انسانیت یوه نښه ده؛ چا کې چې دا نه وي نو دا بې له شکه چې دځنګل وحشي ځناور دی خو فقط پښې یې دوه دي.

امریکا قصداً او عمداً د اشرف غني په څېر د دوه پښو ځناور د کابل پر واک مسلط کړي دي تر څو دا غریب، مظلوم، افغان ملت د هر اړخیزو مشکلاتو او ناخوالو ښکار وي او خوښي او ښه حالت په سترګو هم ونه ویني.

همدوی چې د حلالو او حرامو تر منځ توپیر نه پېژني او نه ځان دې ته اړ بولي آیا ټول افغانستان یې لوټ نه کړ؟

د وزارت مالیې سرپرست په پارلمان کې وایې: په ټول هېواد کې له ګمرکاتو د ورځې ۸ ملیونه ډالر دولتي مسئولین غلا کوي؛ له ارګه تر پارلمانه ټولو چارواکو په ګمرکاتو کې خپل کسان ګومارلي دي او دا پیسې غلا کوي.

یوازې د ګمرکاتو له لارې د غریب ولس نه دا دومره ستره غلا؟! دا ډېره لویه غلا ده؛ دا دمیاشتې ۳۲۰ ملیونه او د کال ۲ زره ۸ سوه او ۸۰ ملیونه ډالر کېږي؛ که همدا روپۍ نه غلا کېدای او د ملت اړتیاوې پرې پوره کېدای اوس به په افغانستان کې هيڅوک غریب نه وای پاتې؛ په دې پیسو په لسګونو د برق بندونه، کانالونه، هوایي ډګرونه پوهنتونونه لوی سرکونه اولوی لوی روغتونونه جوړېدای شول.

د هر افغان مسلمان مسئولیت دی چې ددې لاسپوڅو، پردي پالو، مفسدینو، غلو لوټمارانو او د اسلامیت او افغانیت د دښمنانو پرضد راپورته شي؛ دخولې، قلم او لاس له لارې د دې مفسدو پلیتو عناصرو پر ضد جهاد کې خپله ونډه واخلي او د دوی د شرونو نه د ملت په خلاصون او د سپیڅلي شریعت په عملي کېدو کې خپله ونډه واخلي.

دکابل ادارې لپاره کارکونکيه وسلواله! ستا لپاره ډېر دفکر مقام دی؛ ته هم خور، ورور، مور اوپلار لرې؛ ستا به هم ښځه او بچي وي چې درباندې سخت دردېږي؛ تا خپل سر او وینه ولې دومره بې ارزښته کړي دي؟ ته چې د مجاهدینو په مقابل کې جنګېږي ته د چا او څه شي نه دفاع کوې؟

د واشنګټن، نیو یارک او د دغسې مفسدینو نه چې هره ورځ یوازې د ګمرکاتو نه ۸ ملیونه ډالر غلا کوي؛ ته د دوی لپاره د سر او وینې قرباني ورکوې خو دوی ستا د میاشتني معاش او اعاشې د وهلو په فکر کې وي او چې کله پرې حلقه راتنګه شي بهرنیو هېوادونو ته به ځي او تا به همداسې په خالي میدان پرېږدي.

لږ پدې فکر وکړه چې ستا جنګ تا ته، ستا آخرت، ستا ملت او ستا هېواد ته څه ګټه رسوي؟ که دې یو ته هم ګټه نه رسوي نوهمدا دې وخت دی؛ جرأت وکړه! په خپل ځان او خپلې کورنۍ رحم وکړه! د دې خاینانو او مفسدینو نه خپله لار جدا کړه! خپله دنیا او آخرت د خسران او خپل تاریخ له بدنامۍ نه وساته! همدا دې وخت دی لږ فکر وکړه! همدا دې وخت دی لږ فکر وکړه.

له مورچل مجلې څخه په مننې.

Related posts