جون 25, 2021

چارواکي څنګه د عسکرو مورال او مشروعیت بایلي..!؟

چارواکي څنګه د عسکرو مورال او مشروعیت بایلي..!؟

د ورځي خبره :

په داسي حال کې چې له یوې خوا بهرني ځواکونه خپل بسترې ټولوي، بل پلو د مجاهدینو د معمولي عملیاتو په ترڅ کې د رژیم ډلي ډلي عسکر له وسلو او تجهیزاتو سره یو ځای خپل لوری بدلوي، د مجاهدینو ترڅنګ دریږي؛ په همدې حال کې د کابل رژیم شکست خوړلي، وارخطا جنګي چارواکي یو په بل پسي داسې څرګندوني کوي چې په لوی لاس خپلي پښي په تبر وهي.
د اسدخالد په نوم نیم ژوانده سړی چې د کابل رژیم دفاع وزیر یادیږي، له اوږدې مودې لادرکۍ وروسته اوس یوځل بیا راڅرګند شوی، وړمه ورځ یې د عسکرو یوې ټولۍ ته په خبرو کې وویل: تاسو وار، پار مه خطا کوئ، د ده په وینا نړیواله ټولنه اوس هم موږ یوازي نه پریږدي، پیسې به هم راکوي او له وتلو وروسته به هم زموږ هوايي ملاتړ جاري وساتي.
تر دې وړاندي د غني د رژیم یو بل نابالغ امنیتي مشاور حمدالله محب په ننګرهار کې څو حکومتي مامورانو ته وویل، که څه هم د خارجیانو له وتلو سره به پیسې او امکانات کم سي، خو تاسي وار مه خطا کوئ، له طالبانو سره جګړې ته امادګي ونیسئ، که نور څه مو په وس پوره نه وي، نو د ده په خبره د امنیتي ځواکونو په ګټه په فیسبوک کې پوسټونه کوئ، په وینا یې، دا هم د عسکرو مورال اوچتوي.
چارواکي دا ډول څرګندوني ظاهراً خپلو مورال بایللو عسکرو ته د روحیې ورکولو په موخه کوي، خو په حقیقت کې دا نور هم د هغوی زړونه د پښو تر تلو ور تیروي، او هغه مشروعیت چې دوی وایی د اشغالګرو له وتلو سره موږ اوس ترلاسه کړی، چې ګویا جهاد راسره نه کیږي؛ هغه مشروعیت بیرته پخپل لاس ضایع کوي، عسکرو ته یې دفاع وزیر وایی اشغالګر چې ولاړ سي هم له موږ سره به د هوایی بمبار مرسته کوي، پیسې او وسلې به راکوي؟ آیا له دې خبري سره بیا هم د قاسم حلیمي غوندي ګوډاګیان دعوه کولای شئ چې جهاد ورسره جایز نه دی؟ چې بمبار به بیا هم خارجیان درته کوي، وسلې او ډالر به بیا هم امریکایان درته را لیږي، نو تاسو بیا په کومه خوله دعوه کوئ چې اوس خو موږ سپیڅلي مسلمانان پاتي شو اوس خو دې طالبان راسره جهاد نه کوي.
او دا چې نابالغ چارواکي یې تردې حده له مایوسۍ سره مخ کیږي چې خلکو ته وایی که نور د رژیم ملاتړ نه کوئ، نو لږ ترلږه په فیسبوک کې خو پوسټونه راپسي وکړئ.
دا هغه څه دي چې د رژیم چارواکي له هر ډول وارخطایی سره لاس او ګریوان دي، د خپل زوال او هلاکت را نژدې شیبې په رڼو سترګو ګوري، ځکه داسي ګډي وډي اپلتي وایی چې په حقیقت کې د مورال بایللي عسکر مورال نور هم د پښو تر تلو تیروي او د قاسم حلیمي ادعايي مشروعیت په لوی لاس په لغتو وهي.

پای ……!
۲۰۲۱/ ۶ /۲

Related posts