جون 25, 2021

فاریاب: لولاش ولسوالۍ کې د يو باب دینې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

فاریاب: لولاش ولسوالۍ کې د يو باب دینې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فاریاب ولایت لولاش ولسوالۍ اړوند د النجی په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او عملًا یې د تعمیر کار هم پیل شو.

دغه مدرسه د (امام بخاری) رحمه الله په نوم ونومول شوه.

یاد مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۶/۲

Related posts