جون 25, 2021

د تاجکستان او قرغستان اسلامي هیوادونو ترمنځ د پيښې ستونزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د تاجکستان او قرغستان اسلامي هیوادونو ترمنځ د پيښې ستونزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له څه مودې راهیسې زموږ ګاونډی هېواد تاجکستان او اسلامي هېواد قرغستان ترمنځ ستونزه را ولاړه شوې چې دواړه هېوادونه يې د جګړې تر پولي رسولي دي.

اسلامي امارت په دواړو اسلامي او وروڼو هېوادونو غږ کوي چې هڅه وکړي خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

موږ تر بل هر چا زیات د جګړې د زیانونو په اړه عملي تجربه لرو. د جګړې پيل ممکن آسانه ښکاره شي؛ خو د جګړې عملي جریان او ورڅخه پاتې ناورینونه او زیانونه په مراتبو له هغو زیانونو څخه زیات دي چې د تفاهم په صورت کې به يې دواړه اړخه وګالي.

بناء مونږ د خپلې تجربې له مخې د دواړو هیوادونو له مشرانو څخه هیله کوو چې د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې، آرامي او امنیت په نظر کې ونیسي او ستونزې ته د تفاهم او خبرو له لارې معقول او منطقي حل پیدا کړي، دا به د دواړو هیوادونو او ملتونو په خیر وي. ان شاءالله تعالی. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۲۵/۱۰/۱۴۴۲هـ ق

۱۶/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/5م

Related posts