جون 25, 2021

له هیواد څخه (د بهرنیو ځواکونو د ترجمانانو) د وتلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له هیواد څخه (د بهرنیو ځواکونو د ترجمانانو) د وتلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

داچې په تیر شل کلن اشغالي دور کې ډير شمیر افغانان تیروتل او د بهرنیو ځواکونو په څنګ کې يې د ترجمانانو، ساتونکو او نورو عنوانونو لاندې وخت تیر کړ، اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دغه افغانان هم غواړي چې له هیواد څخه تيښته وکړي او ویره لري.
یادو ټولو کسانو ته د اسلامي امارت لخوا خبر ورکول کیږي چې هغوی باید ټول پخپلو تیرو کړنو باندې پيښمانه واوسي، او د راتلونکي لپاره بیا داسې لاره غوره نه کړي چې هغه د اسلام او هیواد سره خیانت بلل کیږي.
خو اوس دې هيڅوک هم له هیواد څخه تيښته نه کوي، اسلامي امارت په هغوی کار نه لري، بلکې بلنه ورکوي چې خپل عادي ژوند ته را وګرزي او که په کومه برخه کې تخصص لري، د خپل هیواد خدمت وکړي، زموږ لخوا ورته کوم ډول خطر متوجه نه دی.
موږ هغه مهال هغوی خپل دښمنان بلل چې مخامخ زموږ د دښمن په صف کې ولاړ وو، خو کله چې هغوی د دښمن له صف څخه را ووزي او د یوه عادي افغان په حيث په خپل هیواد کې ژوند کول غواړي، نو هيڅ ستونزه ورته نشته باید ویره ونه لري او پخپل هیواد کې ارام ژوند ته ادامه ورکړي او که څوک هسي ځان ته خطر بهانه کوي او خارج ته د تګ لپاره په جعلي ډول کيس جوړوي دا د هغوی خپله ستونزه ده نه د اسلامي امارت د مجاهدينو.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۶/۱۰/۱۴۴۲هـ ق
۱۷/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/7م

Related posts