جون 25, 2021

کاناډا کې پر یوې مسلمانې کورنۍ برید ۴ کسان وژلي او یو تن ټپي دی

کاناډا کې پر یوې مسلمانې کورنۍ برید ۴ کسان وژلي او یو تن ټپي دی

د راپورونو له مخې، د کاناډا انټاریو ایالت اړوند لندن ښار کې یو تن موټر چلونکي په یوې مسلمانې کورنۍ د موټر په واسطه په قصدي توګه برید تر سره کړی دی، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ کسان وژل شوي او یو ۹ کلن ماشوم سخت ټپي شوی دی.

د کاناډا انټاریو ایالت اړوند لندن ښار د پولیسو مشر سټیو ویلیمز یوې خبري ناستې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، دا پېښه تېره شپه د موټر پر مټ تر سره شوې چې له امله یې د یوې مسلمانې کورنۍ ۴ کسان وژل شوي او یو تن ټپي دی.

ویلیمز منلې چې دا د اسلام او مسلمانانو ضد یو قصدي عمل دی چې ډېره دردونکې دی، په لومړي سر کې نوموړي په عامو خلکو غږ کړی چې د بریدګر په تړاو که هر چا ته معلومات په لاس ورغلل نو پولیسو سره دې اړیکه ټینګه کړي.

بلخوا په کاناډا کې د مسلمانانو ملي شورا رئیس مصطفی فاروق له حکومته غوښتنه کړې چې د شوي وحشیانه برید پلټنه دې وکړي او مجرم دې د عدالت له مخې په سزا ورسوي.

د نوموړي په خبره، چې دا پر یوې مسلمانې کورنۍ برید نه بلکې د کاناډا په خاوره ترهګریز برید شوی دی، چې باید عاملین یې مجازات کړی شي.

د معلوماتو له مخې، برید هغه مهال تر سره شوی کله چې یوه مسلمانه کورنۍ پیاده رو کې پر لاره وه، برید د یو تن ۲۰ کلن کاناډایي نتانیل ویلټمن له لوري تر سره شوی دی.

د وروستيو معلوماتو پر اساس برید کونکی کس د پېښې له ځایه ۶ کېلو متره لرې د امنیتي چارواکو لخوا نیول شوی دی.

Related posts